په استمناء(مني ويستلو) باندې روژه فاسديږي؟

ژباړن: زاهد جلالي

پوښتنه: ښاغلى مفتي صاحب که راته ووايې چې په روژه کې په مني ويستو باندې روژه ماتيږي او که نه، که مو استمناء په داسې حال کې وکړه چې روژه مو په خوله وه، څه به کوو؟

مننه

فتوى:الحمد لله رب العالمين

استمناء په روژه کې او غير له روژې څخه هم حرامه ده او داسې کار کول جواز نلري، ځکه چې الله تعالى فرمايې: (والذين هم لفروجهم حافظون إلا على أزواجهم أو ما ملكت أيمانهم فإنهم غير ملومين فمن ابتغى وراء ذلك فأولئك هم العادون) المعارج

ژباړه: او هغه کسان چې د خپلو شرمګاو ساتونکي دي (له ګناه څخه)، مګر له ښڅو  خپلو او کنيزانو څخه څکه چې له دغو څخه ګټه اخستل په ګناه کې نه شميرل کيږي، او هرڅوک چې بې له دوې څخه بل څه وغواړي، يرغلګر دي.

که چا په داسې حال کې چې روژه و او استمنا‌ء يې وکړه هغه دې الله ته توبه وباسي، او د دې روژي قضايې راوګرځوي(بله روژه دې ونيسي) او کفاره پري نشته ځکه کفاره هغه وخت پرې راځي چې اجماع وکړي.

 وبالله التوفيق وصلى الله على نبينا محمد وآله وصحبه وسلم .

د فتوي کميټه:  اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء

غړي:

 عضو: عبدالله بن قعود

عضو: عبدالله بن غديان
نائب رئيس اللجنة: عبدالرزاق عفيفي

الرئيس: عبدالعزيز بن عبدالله بن باز

د ژباړن يادونه: ١ -  پاسنۍ فتوى ډيره زړه ده ځکه چې د دې کميټې دا غړي اوس ځنې وفات شوي .

٢ - که محترم لوستونکي کومه پوښتنه يا فتوى لري، له ويښتابه ويبلاګ  سره يې شريکولى شي، موږ به ورته د پوښتنې فتوى له لويو او جيدو علماو څخه ترلاسته کړو.

په درنښت