د اقصى په وړاندې د مسلمانې کورنۍ مسوليت -زاهد جلالي
 

ليکواله: سمية مشهور

 ژباړن: زاهد جلالي

 

مسلمانه کورنۍ بايد د نړۍ سره په ارتباط کې وي او څه چې په نړۍ کې تيريږې ځان پرې خبر کړي په ځانګړې ډول څه چې په مسجد اقصى کې تيريږي او د اسلام د کاميابۍ په وړاندي خپل مسوليت وپيژنې، د دې لپاره چې په مهمو اسلامي مسائلو خبر اوسو ښه به دا وي چې کورني(پلار، مور او اولادونه) په اونۍ کې يوځل يوځاي سره کيني او اسلامي معاصرو موضوعاتو باندې بحث وکړي، مثلا، ايمانې، سياسي، اقتصادي او داسي نورو مهمو موضوع ګانو باندې هر مسلمان فرد بايد خبر وي.
دا په ځانګرې ډول د پلار مسوليت دي چې خپل اولادونه د الله او د الله د رسول صلي الله عليه وسلم په مينه وروزي او د دوي په زړونو کې د الله او د هغه د رسول صلي الله عليه وسلم مينه پيدا کړي، دوي وپوهوي چې اقصى نن ورځ يهودي اشغالګرو لاندي کړي، فلسطين زموږ دي، دي کې اسرائيل حق نلري، د فلسطين او په ځانګري توګه د مسجد اقصى تاريخ ور زده کړي او دا ور زده کړي چې څنګه مسلمانانو اقصي فتحه کړي، چا فتحه کړي او څنګه مو له لاسه ورکړه، د داسي موضوعاتو د زده کړي په مهال قرآني ايتونو لوستل او د نبوي احاديثو ښوونه ډيره ضروري ده، په دې سلسله کې خپلو ماشومانو ته د اسلامي جهادي ترانو کسټي اخستل هم اړين دي، او د عملي کار په برخه کې لانديني لارښوونې مهمې دي:
-دقضيي په حقيقت باندي ځان پوهول، دا دټول امت موضوع ده، نو ددي (دمسجد اقصي) لپاره د لکچرونو او پروګرامونو جوړول ډير مهم دي. مثلا: پلار له خپلو ملګرو سره دا موضوع وڅيړي، مور له خپلو ګاونډيانو سره، ماشوم يا ځوان له خپلو ملګرو سره په دي اړه بحث وکړي.
-په کورنى کې  د مسجد اقصى او فلسطين په اړه يو وړوکې کتابتون جوړول چې په دغه کتابتون کې د مسجد اقصى په اړه تاريخي کتابونه، ليکني، د اقصى جومات انځورونه، نقشى، په فلسطين کې د مسلمانانو د برياو کيسي او دمسلمانانو شهيدانيدل په ځانګړي توګه د حماس د اسلامي ګوند په اړه معلومات پکې وي.
-دا هم ممکن ده چې خپل اولادونه ديته وهڅوو چې د مسجد اقصى په اړه څيړنه وکړي او د مسجد اقصى په تاريخ ځان وپوهوي، مثلا په دي اړه هرڅه راټول کړي او په يوه کاغذ کې يې وليکي او د اقصى جومات په يوه لويه ورقه کې رسم کړي.
-د دي موضوع په اړه کولى شو نور ملګري، ګاونډيان او همصنفيانو ته  معلومات ورکړو، مثلا: هغوي ته د اقصى جومات په اړه مقالې ، سيډيانى، کسټي ورکول او يا په خپلو کې وظيفه اخستل چې په راتلونکې اونۍ کې به د اقصى په اړه کامل معلومات پيدا کوو.
-له هغو څيزونو څخه چې زموږ زړه را ماتوي ځان ساتل او هغوي ته توجه نه کول.
-ملګرو او دوستانو ته د مبايل د پيغام له لاري او ياهم د انټرنټ د پيغام له لاري د اقصى د بري پيغامونه ليږل.
ايماني اړخ
-د ځان او کورنۍ اصلاح د ژوند په هره برخه کې، په ځان او کورنۍ کې د ښو اخلاقو پيدا کول ترڅو د بريا مستحقين شو، د فرائضو ساتنه، په اسلام باندي ځان په هر اړخيز ډول پوهول او د عملي کولو احساس يې په ځان کې پيدا کول، او پدي ځان پوهول چې عزت په اسلام کې دي او د مسلمانانو دي او موږ ته يواځې دا کفايت کوي چې بهترين د امتونو يو(کنتم خير امت اخرجت للناس).
ژباړه : تاسو يو بهتر امت يى چې راويستل شوى يې دخلکو د دعوت لپاره .
-د سورت حشر او سورت اسرا ښه په دقت سره لوستل، د دغو سورتونو په تفسير باندې ځان پوهول، ترڅو يهود ښه وپيژنو او د مسجد اقصى اهميت راته په ډاګه شي، د دي تمنا کول چې د خداي په لاره کې مي جهاد کولى، د جهاد اهميت بيانول او په لوړي مرتبي ځان پوهول او د کورنۍ ټول غړي دي يو او بل ته د شهادت دعاوي کوي.
-په قضا او قدر باندي پوخ ايمان لرل ، د خداي نه غير له هيڅ چا څخه نه ويريدل ځکه هغه د هرڅه په کولو قادر دي لکه څرنګه چې فرمايې: وهو على كل شيء قدير.
ژباړه  : بيشکه همدا الله پر هرڅه قادر دى .
مال باندې جهاد کول
الله تعالي فرمايې:
﴿انْفِرُواْ خِفَافاً وَثِقَالاً وَجَاهِدُواْ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴾
(41) (التوبة).
ژباړه : اى مؤمنانو ووزى دالله جل جلاله په لار کې سپک او درانه (واړه او غټ) اويا هم غنى او اوفقير او جهاد وکړى په خپلو مالونو او نفسونو سره د الله جل جلاله په لار کې دا کار ستاسو لپاره غوره دى که چيرى تاسو پوهيږى.
حضرت محمد صلي الله عليه وسلم فرمايې:
 مَن جهَّز غازيًا فقد غزا،
ژباړه :
يعني چا چې د خداي په لاره کې مجاهد تيار کړ داسي دي لکه خپله چې يې د الله په لاره کې جهاد کړي وي.
علامه دکتور يوسف القرضاوي فتوى ورکړي چې د فلسطين مسلمانانو سره مالي مرسته د هر قادر مسلمان فريضه ده او فلسطينيانو ته د زکات ورکول روا دي ځکه چې هغوي د خداي په لاره کې مجاهدين دي او په دوي کې فقيران هم شته دي او همدارنګه هغوي ته د کفاري او صدقي ورکول هم جواز لري.
-که چيرته نشو کولي چې يهودي دښمن سره مخامخ جهاد وکړو، على الاقل له فلسطينيانو سره خو بايد مالي مرسته وکړو، مثلا: له خپل معاش څخه يوه اندازه هغوي ته تخصيص کړو.
-خپلو نورو همکارانو، ملګرو او ګاونډيانو ته په فلسطين کې د مسلمانو وروڼو سره د مرستي بلنه ورکول او هغوي ديته هڅول چې له فلسطينيانو سره مرسته وکوي.
-د فلسطين په اړه د کورنيو او ټوليزو غونډو جوړول، ترڅو په دي اړه خپل احساس را ژوندي کړو او د مسوليت احساس وکړو.
-خپل ملګري او دوستان په فلسطين کې د شهيدانو کورنيو سره مرستي او د يتيمانو کفالت ته وهڅوو ځکه که هغوي دا کار وکړ موږ ته به هم الله دهغوي په څير اجر راکړي.
له اسرائيلي او امريکايې صادراتو له اخستلو څخه ځان وژغورو
د اسرائيلي او امريکايې توليداتو سره مقاطعه او بيکاټ وکړو د مقاطعي نه کول لويه ګناه ده، بلکي نه يواځي امريکايې او اسرائيلي مصنوعاتو سره بلکې  له ټولو غير اسلامي توليداتو څخه د امکان تر حده ځان وژغورو ، له دي څخه مو مطلب دا دي چې:
-له غير اسلامي توليداتو سره د مقاطعي ليکل او په ملګرو، ګاونډيانو او همصنفيانو يې ويشل او هغوي ته ويل چې نورو دوستانو ته هم داسرائيلي مصنوعاتو سره دمقاطعى اعلان وکړى .
-ملګري راټولول او هغوي ته ويل چې کوښښ وکړي له غير اسلامي اصداراتو څخه د امکان تر حده ځان وساتي او هغه څه استعمال کړي چې په هغي کې د فلسطينيانو سره خواخوږي وي، مثلا: ځني داسي قلمونه شته چې د اقصى جومات انځور پري وي او داسي نور.
د اقصى لپاره دعاوي کول
په هغه ځايونو او وختونو کې چې دعا قبليږي، په خشوع او عاجزي سره د مجاهدينو د بري دعاء او دظالمانو د لمنځه وړلو د عاء کول، ياهم ورځني ماثورات ويل او يا د صلاة حاجت کول او دمسلمانانو د بري دعا، که کله روژه وي د افطار په وخت کي هم مجاهدينو او مسلمانانو ته دعا‌ء کول.
له ټولو سختيو سره بياهم د کاميابۍ هيله کول او له مايوسي څخه ځان ژغورل، الله تعالى فرمايې: ﴿وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ﴾ (الروم: من الآية 47).
ژباړه: او ده حق (تفضلا) په موږ نصرت د مومنانو.
کله چې دمسلمانانو بري ځنډيږي دي کې هم د خداي حکمت پروت وي، دا هماغه خداي دي چې موسي عليه السلام يې له فرعون څخه وژغوره او يونس عليه السلام يې له مرګه وژغوره.
الله جل جلاله د ځمکي لپاره يو نظام جوړ کړي چې د هغي طريقي مطابق هر څه څرخيږي، په دي نړۍ کې د انسان د شوق او علاقي مطابق نه وي بايد د نړۍ په نظام عمل وشي ترڅو د خداي مرسته راسره مل شي ، د نړۍ لپاره دالله جل جلاله له نظام څخه يوهم د حق او د باطل جګړه ده الله تعالي فرمايي: ﴿وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَفَسَدَتِ الْأَرْضُ﴾ (البقرة: من الآية 251).
ژباړه: او که چيرې نه وي دفع(منع) کول د الله خلکو لره ځينو د دوي لره په ځينو نورو سره (نو) خامخا به خرابه شوي وه ځمکه(هيواد په ظلم سره) وليکن الله څښتن (خاوند) د فضل (احسان) دى په خلکو باندي (نو ځينو په ځينو نورو سره له فساد څخه منع کوى).
کاميابي وړيا نه راځي، بايد په  الله جل جلاله اتکا وکړو او داسبابو تيارى وکړو، موږ دوه ډوله قوتونه لرو يو ايماني قوت ده چې مادي قوت هم ورته ويلي شو او بل دنياوي قوت ده چې مادي ورته وايو، مثلا: کله چې موږ جهاد ته ځو لومړي بايد ايمانې قوه قوي کړو بيا به سلاح را اخلو ځکه د ايمان قوت د سلاح له قوت څخه څو څو واري بهتر  دى.
په دې باندې دې هر يو ځان وپوهوي چې الله تعالى به حتما ترينه د قيامت په ورځ د مسجد اقصى په اړوند پوښتنه کوي چې تا د اقصى د ژغورنې او آزادي لپاره څه وکړل، هلته به بيا څه وايو؟ شهيد شيخ ياسين رحمه الله څومره ښه وايې: د فلسطين قضيه بي له جهاد څخه بل حل نلري.
الله جل جلاله د خپل دين او لارويانو ساتنه کولى شي، مګر هغه جل جلاله دا موږ ته راپري ايښي او دا مانت يې موږ ته را پري ايښي، که څوک د دغه امانت لپاره کار وکړي هغه ته به الله جل جلاله د خپل عمل پاداش ورکوي او هغه څوک چې ځان تري وباسي او په کيسه کي يې نه کيږي هغه ته به عذاب ورکوي او هلاک کوي به يې، موږ ته د عزت ژوند بې له دينه چې جهاد وکړو نشته او تر هغي به مسجد اقصى هم آزاد نشي ترڅو پوري چې جهاد ونشي.