عفوه يا بښنه يو له هغه ستايل شوو صفاتو څخه ده. انسان ته عفوه داسې ښکلا ورکوي لکه سره زر چې يې انسان ته ورکوي، ځکه چې دا صفات بې له هغه کسانو څخه چې د لوړ او عالي نفس خاوندان وي او د نورو په تيري او اذيت صبر وکړي د بل چا نشي کيدى. د نورو تيرى برموږ باندې د هغوي ناجوړه او پست نفس راښيي ، نو آيا موږ ته دا مناسبه نده چې له دينه ور تير شو او هغوي ته بښنه وکړو؟ او دا څوک ويلاي شي چې که له موږ څخه هم همدا غلطي وشي او موږ هم عفوى ته اړتيا پيدا کړو، که چيرته موږ د نورو غلطي او ختاګانې ونه بښو نور به څنګه زموږ غلطي را وبښي او عفوه به راته وکړي؟! واضح ده چې هغوى به هم موږ ته عفوه نکوي، د دي لپاره چې که چيرته د تيري کوونکي څخه غچ او انتقام واخلو نو د احسان په کولو سره له هغوي څخه انتقام اخلو ښه به وي، ځکه چې بدي په بدئ نه ځوابيږي او که بدي په نيکۍ ځواب کړو د تيري کوونکي د زړه څخه حسد او کينه وځي او پرځاي يې مينه او محبت پيدا کيږي او دا هم امکان لري چې ستا دا نيکي د هغه په زړه باندې اغيزه وکړي او له تيري او بدۍ څخه لاس واخلي او د هغه بغض په صميميت او مينې بدل شي. همدا ده چې الله تعالى د قرآن په ډيرو آيتو نو کې عفوه ستايلي ده، لکه څرنګه چې فرمايې: (و ان تعفوا وتصفحوا و تغفروا فان الله غفور رحيم) التغابن آيت: ١٤ ژباړه: او که عفوه او ګذشت وکړئ تاسو او مخ وګرځوئ تاسو او مغفرت وکړئ تاسې پس الله ښه مغفرت کوونکى (د خطاو) ډير رحم والا دى ( په انعام د اجر او ثواب سره). الله جل جلاله په بل ځاي کې ريښتيني او صادق مؤمنان داسي توصيف کوي: (ويدرؤون بآلحسنة السيئة) الرعد آيت: ٢٢. ژباړه: او دفع کوي (ځوابوي) بدي په نيکئ . خداي جل جلاله زموږ څخه غواړي چې د خلکو بدي زموږ سره په نيکئ ځواب کړو، د دې لپاره چې دا کار د عداوت او دښمۍ په لمنځه وړلو کې او د دې پرځاي د دوستئ د ځاى پر ځاى کولو کې مهم رول لوبوي او ډير اغيزمن دى، الله تعالى فرمايې: (ولا تستوي الحسنة السيئة الدفع بالتي هي احسن فاذا الذي بينک وبينه عداوة کانه ولي حميم) فصلت آيت: ٣٤. ژباړه: هيڅ کله هم نيکي او بدي سره برابر ندي، بدي په نيکۍ دفع کوي، ناڅاپه هغه څوک چې ستا او دهغه دښمني ده ، ګرم او صميمي دوست به دې شي. له هغه ځايه چې ځني نفسونه په تيري او ظلم عادت شوي، اسلام د دوى لپاره هم چاره نسجولې، ترڅو د بيلارۍ څخه ځان وساتي، چې هغه د هماغه کار ځواب دى نه ظلم او تيرى، مګر سره ددې هم اسلام عفوې ته ترجيح ورکوي او دا ناليدلي نه نيسي. الله تعالي فرمايلي: (و ان عاقبتم فعاقبو بمثل ما عوقبتم به وان صبرتم لهو خير للصابرين) النحل آيت: ١٢٦. همدارنګه الله تعالى فرمايې: ( وجزاء سيئة سيئة مثلها فمن عفا و اصلح فاجره على الله انه لايحب الظالمين. ولمن انتصر بعد ظلمه فالئک ماعليهم من سبيل. انما السبيل على الذين يظلمون الناس ويبغون بغير الحق اولئک لهم عذاب اليم ولمن صبر و غفر ان ذالک من عزم الامور) الشورى آيت: ٤-٤٣. ژباړه: او جزا د بد کارۍ په بد کارۍ ده، په شان د هغه (نه زيات). پس هرچا چې عفوه وکړه او سوله يې وکړه پس اجر دده په الله دى بيشکه الله نه خوښوي ظالمان ( شروع کوونکي په ظلم سره). او خامخا هغه څوک چي واخلي حق خپل پس له مظلوميدو د ده پس دغه کسان ( چې خپل حق يې اخستى دى) نشته پردې هيڅ لاره ( د معاتبت او ملامتيا). بيشکه همدا خبره ده چې لاره (دمعاتبت) پرهغو کسانو ده چې (ابتدا په ) ظلم کوي په خلکو. او سرکشي (تجاوز) کوي په ځمکه کې په ناحق سره (بي حجته) دغه (ظالمان) شته دي دوي ته عذاب دردناک او خامخا هغه څوک چې صبر (او تحمل يې وکړ په ظلم او آزار ) او بښنه يې وکړه، بي شکه دغه (صبر، غفران او عفوه) خامخا له عزم الامور غورو کارونو څخه ده. دا و د اسلام مذهب د عفوې په اړه، اوس راځو د عيسويت دين ته چې د عفوې په اړه څه وايې. عيسويت عفوه کاملا ستايلې، د متي٣٨ انجيل په پنځم اصحاح کې راغلي: تاسې اوريدلي وايې د سترګې قصاص په سترګې سره دى او د غاښ قصاص په غاښ دى : ٣٩. مګر زه درته وايم چې تاسې بايد بدرفتاري ونکړئ مګر که چا ستاسې د مخ په ښې لوري څپيړه ووهله تاسي ورته چپ لورې هم ونيسئ چې په څپيړه يې ووهي.٤. او که چا لتاسره بدي وکړه او ستاسو کالي يې درڅخه غصب کړل تاسو خپل څآدر هم ورته پريږدئ :٤٣. تاسو اوريدلي وايې خپلوانو سره دوستي او خپلوي کوي او له د ښمن سره دښمني کوئ :٤٤. مګر زه تاسو ته وايم چې دښمنانو سره مو نيکي وکړئ او له هغوي سره چې ستاسو سره بدي کوي او ستاسو څخه ځان ليري کوي تاسو له هغوي سره اړيکه ټينګه کړئ او ارتباط کې ورسره ځان ساتئ. يو امريکايې څيړونکي زما له يو ملګري علامه شيخ محمد شال څخه په قرآن کې د عفوې په اړه پوښتنه وکړه او ويې ويل: څه فکر کوې آيا مسيحيت د اسلام په نسبت ډيره بښنه نلري؟ ځکه چې مسيحيت وايې: که څوک تاسي د مخ په ښي لوري ووهي تاسي ورته خپل چپ مخ ونيسئ تر څو هغه هم په څپيړه ووهي. په داسي حال کې چې اسلام اول قصاص او بيا عفوې ته بلنه ورکوي. استاد د هغه په ځواب کې وويل: (( هغه چې اسلام ورته بلنه ورکوي د انسان له سليم فطرت سره سر لګوي، حتى که ووايم چې اسلام د دې په اړه د عيسويت څخه هم ښه والى لري مبالغه به مې نه وي کړې (دلته خو دا واضحه خبره ده چې اسلام له عيسويت څخه پدې اړه ښي لارښوونې لري خو دا چې استاد يې په داسې لهجه وايې دا ښايې د استاد ادب له عيسوي سره وښيي او د حسن مجادلې ښوونه وي، والله اعلم. ژباړن) ځکه چې که چيرې مظلوم ته د قصاص حق ورکړل شي په حقيقت کې هغه ته روحي آرامي ورکړل شوې، ځکه چې هغه ته د قصاص قدرت ورکړل شوى، او بيا وروسته له هغې چې هغه د قدرت خاوند دى او کامل تسلط لري د عفوې لور ته وربلي، او عفوه هم په هغه وخت کې کيږي چې انسان د عفوې مالک وي مګر څوک چې د عفوې خاوند نه وي نو څنګه به عفوه وکړي. په دې کې شک نشته چې کله چې انسان د عفوې قدرت ولري او بيا عفوه وکړي دا نو عزت او رحمت دى، او دا چې موږ هغه مخکې تر دې چې حق ورکړو لکه څرنګه چې د عيسويت دين وايې که مظلوم دا وبښې –ډير لږ ده چې ويې مني- او سره د دې خپل قهر او غوسه هغه ته زړه کې ولري، ځکه چې دا عفوه د هغه د بې واکۍ څخه سرچينه اخلي نه د واکمنۍ لکه څرنګه چې اسلام پرې امر کوي)). هغه عفوه چې اسلام ورته بلنه کړې، ډيرى وختونه د دښمنانو ترمنځ د دوستۍ او مينې د راپيدا کيدو عامل ګرځي، ځکه چې دا عفوه د بښونکي احسان پر يرغلګر باندې باروي، عفوه د هغه چا له لوري څخه شوې چې په غچ اخستلو باندې قادر دى.