د سختۍ د لمنځه وړلو نسخه
 
ژباړن: زاهد جلالي
 

حضرت رابعه بصریه یوه ورځ چیرته روانه وه، پښه یې په څه شي ونښته، پښه یې وینې شوه، هغه کیناسته، د زخم په لیدو په داسې حال کې چې وینې هم ترې بهیدې په خندا شوه، خادم یې تری وپوښتل : محترمې! دا خو د خندا ځای ندی، پښه دې وینې شوې، درد کوي دا خو د ژړا ځای دی ته ولې خاندې؟ هغې وویل: د دې اخروي اجر راپه یاد شو چې د دې زخم له پاره ولیکل شو، خوښه شوم، د داسې کارونو له پاره په راتلونکي کې اجر میسر کیدونکي دى. داسې خلک د دنیاوي زحماتو، تکالیفو او مشقاتو څخه خوند اخلي، زړونه یې پرې خوشالیږی او د سرور احساس کوي.
څومره چې په مشکلاتو کې ذهني استحضار منځ ته راشي په هماغه اندازه د سختۍ، زحمت او درد احساس لمنځه ځي، مګر ددې په مقابل کې سرور او خوښي هم منځ ته راځي، د دې موضوع دنیاوي مثالونه ډیر دي، مثلا که کوم ځوان واده کوي او د واده تاریخ یې و ټاکل شې، که د واده تاریخ لیرې هم وې مثلا یو کال شپږ میاشتې، د ځوان مور او پلار ډیر په تکلیف کیږې ځکه چې هغوې د واده لپاره تیارى نیسي خو که د دې په مقابل کې د ځوان په اړه فکر وکړو، هغه به ډیر خوښ وي، په ډیره مینه به د هغو شیبو د رسیدو انتظار وباسي، شپې شپې به د واده په اړه د فکر کولو لپاره له خوبه هم محروم وي، په داسې حال کې چې الله جل جلاله به دى هغه وخت ته پریږدي که نه؟ څوک ویلای شي چې که ځوان هغې نړۍ ته انتقال شي، هیڅ څه هم قطعي او یقیني نه دی، هر څه احتمال او هیله ده، ښایې هغه وخت چې دي یې شپه او ورځ په فکر کې دى را ورسي.
یو محصل ډیر کله په دې فکر کې وي چې کوم پوست به ترلاسه کوي، کوم مسولیت، کوم ریاست، کومه اداره او... به راته میسر کیږي.
کومې هیلې چې محصل ځوان لځانه سره لري هغه خوښوي، کوم مشکلات چې ورسره د تحصیل په موده کې مخ کیږې، هیڅ هم ورته نه ښکاري او په ښه خوشالۍ سره زده کړه کوي.
که سیاسې کسان څومره زاړه هم شي، هومره ډیر حزبي تبلیغات کوي، لیدل کیږې چې له یوه ښاره بل ښار ته او له یوه ولایت څخه بل ولایت ته ځېي، نه خوب لري او نه هم د خوړلو لپاره ښه موقع، حتی هغه خوراک هم په خپل وخت کې نشي کولای، بیا هم نه خسته کیږي، هیڅ څه هم هغوی ته خنډ نه واقع کیږي او هیڅ څه هم هغوی نه مایوس کوي، دا حالت څنګه منځ ته راځي او څنګه دى د سستۍ او ناراحتۍ احساس نه کوي او دا کوم محرک دی چې دی دیته هڅوي او همت یې پورته ساتي، نه سختي پرې تاثیر لري، نه غافل کیږي هیڅ هم پرې تاثیر نه لري، ځکه چې دى امید لري چې رییس جمهور به شي، لمړی وزیر به شي، په داسی حال کې چې دی دنیا د میلیونو انسانانو هیلي لځانه سره خاوری کړي، بیا هم انسان په دې دنیا تکیه کوي او لویې هیلې لري.
یو مزدور هره ورځ خپلی خولی تویوې، په لمر کې ولاړ وي او کار کوي، دا ټولی سختیانې پرځان نیسي او تحمل کوې یې، ځکه چې هغه هیله لري
خپله مزدوي به ترلاسه کړي.
دا ټول د زړه د همت د پورته والي لپاره پرځان دا مشکلات مني او همت یې پورته کوې، لدینه مالومیږې چې د آخرت په اړه موږ فکر نه کوو او یقین مو پوخ نه دى، ځکه؛ چې په دنیاوې مسایلو کې چې انسان دومره زحمت وباسي او دا یقینې هم ندي احتمالې دي، الله تعالی فرمایې:(( ومن اصدق من الله قیلا)) (۱۲۲-۴)
ژباړه: له الله څخه څوک ډیر رښتیا ویونکى دی.
د الله په وعدو کې هیڅ شک نشته، سل په سلو کې یقینې او قطعي دي.