امريکايان له عراق او افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د ويستو غوښتنه کوي!!!
سرچينه: اخوان انلاين
په امريکي کې د اي بې سۍ نيوز اخباري شبکې او د واشنټن پوسټ امريکايې ورځپاڼې ګډه سروې ښيې چې ډيري امريکايان عراق او افغانستان کې د امريکايې قواو د شتون او هلته يې له جګړي سره مخالف دي او غواړي له عراق او افغانستان څخه امريکايي جګړه کوونکي ځواکونه ووځي.
ژباړن: زاهد جلالي
سروې ښيي چې ٧١% امريکايان له عراق څخه د امريکايي ځواکونو له کاملا ويستلو سره موافق دي، ٦٠% امريکايان په دي اند دي چي تقريبا ٥٠ زره امريکايي ځواکونه دي په عراق کې يواځي د دي لپاره پاتې شې چي د عراقې ځواکونو په روزلو کې له عراقې دولت سره مرسته وکړي، نه دا چې جګړي لپاره دي پاتې شې.
د دوي په مقابل کې يواځي ٤٢% امريکايان په دي اند دي چي عراقي جګړه په مصرف او قربانۍ ارزې او ٤٣% امريکايان په دي نظر دي چې په افغانستان کې هم جګړه په مصرف او قربانۍ ارزي.
سروي دا ښيي چې امريکايان له امريکايې حکومت سره د دوي په پاليسي کې چې د افغانستان او عراق په اړه يې لري مخالف دي او د امريکي جمهور رييس باراک اوباما د د افغانستان او عراق په جګړه کې د نورو ځوکونو د لږلو په برخه کې د خلکو ملاتړ للاسه ورکړي، په داسي حال کې چي د جګړي تلقات هره ورځ ډيريږي.
کومه سروي چې په تير ډيسمبر کې ترسره شوي وه، ښېې چې ٥٢% امريکايان په افغانستان کې د جګړي سره موافقت لري او واېې چې دا جګړه په قربانۍ ارزي، چې د دوي اندازه په اوسني سروي کې ٤٢% ته راښکته شوه، همدارنګه د امريکايې جمهور رييس باراک او باما ملاتړ له تير اپريل څخه تر اوسه له ٥٦% څخه ٤٥% ته راښکته شوي دي.
٤٥% امريکايان په دي اند دي چي د امريکا حکومت دي په راتلونکي اوړي کي د امريکايي قواوو ويستل پيل کړي، او ٣١% امريکايان په دي اند دي چي امريکا دي زر تر زره له افغانستان څخه د ځواکونو په ويستو پيل وکړي.