بسم الله الرحمن الرحیم


د قران عظیم الشان د علمی معجزاتو لړی
مولف (هارون یحیی)
ژباړه (اجمل)
پرلپسی لړی: دوهمه برخه
د کایناتویاجهان توسع:
څلورلس سوه ( ۱۴۰۰) کاله دمخه چی ساینسی او نجومی علوم ډیر ابتدایی ول، قران کریم د کایناتو د توسع (پراختیا) په باره کی داسی ذکر کړی دی
وَالسَّمَاءَ بَنَيْنَاهَا بِأَيْدٍ وَإِنَّا لَمُوسِعُون (الذاریات، ۴)

ترجمه : الله ج فرمایی چی ما اسمان په خپل قدرت سره پیدا کړی دی او زه و هغه ته وسعت (پراخوالی) ورکوم.
د سما کلمه چی دلته ذکر سوی ده داسمان په معنی سره ده او دا کلمه په قران عظیم الشان کی په ډیرو ځایونو کی راغلی ده. َ
دسماء د کلمی په معنی کی فضا او ټول پراخ کاینات شامل دی. مُوسِعُون د (اوسعه) څخه اخستل کیږی چی معنی یی ده وسعت ورکول ( پراخول)، او د ل د حرف په اضافه کیدل( لَمُوسِعُون) د زیات وسعت ورکولو په معنی سره دی نو د ایات معنی سوه چی الله(ج) فرمایی چی (( زه اسمان یا کایناتو ته ډیره توسع ورکوم )).
همدا حقیقت نن وقت کی ساینس پوهانو هم ثابت کړی دی.
دساینس د شلم قرن په اولو وقتو کی داسی عقیده موجوده وه چی کاینات یو ثابت حالت لری او د همیشه څخه موجود دی او موجود به وی. پداسی حال کی چی د پرمختللی تکنالوجی پواسطه نویو څیړنو او شواهدو داسی ثابته کړی ده چی کاینات شروع لری او همیشه د توسع په حال کی دی.
د شلم قرن په شروع کی روسی فزیک پوه الکساندرفرید من او بلجیمی ستوری پیژندونکی جورج لمیتر د خپلو تیوریتیکل یا فکری څیړنو په پایله کی نظر ورکړل چی کاینات همیشه د حرکت په حال کی دی او توسع (پراخوالی ) کوی. خو همدا نظریه په ۱۹۲۹ میلادی کال کی د امریکایی ستوری پیژندونکی (استرونومر) چی ادوین هوبل نومیده، په واسطه په ثبوت ورسیدله چی ستوری او کهکشان همیشه په حرکت کی دی او یو دبل څخه لیری کیږی یا توسع کوی.دغه انکشاف په علم نجوم کی غټ ترین انکشاف وو او د څیړنو په جریان کی هوبل وښوده چی د ستورو په لیری کیدو سره د نور رنګ سور کیږی، ځکه د نوری فزیک د مشخصو قوانینو په بنیاد کله چی په یوه نقطه کی نور ګورو هغه بنفش رنګ لری او که یی د همدغه نقطی څخه لیری ګورو نو رنګ یی سور کیږی. لنډه دا چی هوبل ثابته کړه چی ستوری او کهکشان همیشه د حرکت په حال کی دی او هم زمونږ او هم یو دبل څخه همیشه لیری کیږی.
ددغه موضوع د روښانه کیدو لپاره فرض کړی چی جهان د پوقانی ( بغی) د سطحی سره مشابهت لری هر څومره چی په پوقانه کی پو کوو په هغومره اندازه یی د سطحی نقاط یو د بل څخه لیری کیږی. اسمانی کری هم چی څومره کاینات پراخوالی کوی هغومره یو د بل څخه لیری کیږی.
دغه موضوع د البرت انشتین پواسطه چی د شلم قرن تر ټولو غټ فزیک پوه وه، پواسطه هم په نظری ډول سره کشف سوی وه خو د وقت د قبولی شوی د ثابت جهان فرضیی سره د ټکر په وجه یی خپله نظریی باندی ‌ډیرټینګار و نکړچی وروسته د حقیقت ترمعلومیدو یی دخپل کشف نه ښکاره کول د ژوند تر ټولو غټه اشتباه وبلله.
مګر په قران کی دغه موضوع هغه وقت روښانه سویده چی په هغه وقت کی د نن ورځی پرمختللی تکنالوجی او تلسکوپ وجود نه درلودل، او هیڅوک پدغه معلوماتو اګاه نه ول. دا ځکه چی قران د الله (ج) کتاب دی، او د ټول کاینات پیداکونکی ذات الله(ج) دی.