ړوند تقليد
 
لیکوال: زاهد جلالي
 

پدې وروستیو کې د ړوند تقلید مشکل په عام ډول په اسلامي نړۍ کې او په ځانګړي ډول زموږ په ټولنو کې ډیر شوی. تقلید د عاجزۍ په معنی دى، مثلا څوک د یو کار په کولو قادر نه وي ، یا یې په فرهنګ کې نه وي او یا کومه بله خبره وي خو دى دیته مجبور کړي چې بل فرهنګ ته ورشي او له هغه څخه یې غلا کړي، پداسې حال کې چې دا غلا شوی تقلید یې نه له فرهنګ سره توافق لري، نه دین سره او نه عاداتو سره.
تقلید دوه ډوله دی:
۱- مثبت تقلید.
۲- منفي تقلید.
مثبت تقلید دیته ویل کیږي چې څوک له بل چا څخه د هغوى ګټور او ارزښتناک تقلید وکړي، مثلا نن ورځ موږ وینو چې غرب په ساینس ټکنالوژۍ کې مخکې دي ، طب کې مخکې دي او داسې نورو څیزونو کې زموږ څخه ډیر پر مخ تللی ، که موږ د هغوى ساینس او ټیکنالوجي را اخلو یا طب کې ورڅخه تقلید کوو، دی کې کومه خبره نشته بلکې د تایید وړ ده. اوس که مسلمان ځوان دا احساس پیدا کړي چې له غرب څخه د مثبت تقلید په فکر کې شي، دا خو ډیره ښه ده او الله تعالی به ډیر اجر هم ورکوي.
دوهم منفي تقلید: منفې تقلید دیته وایې چې څوک له بل چا څخه د هغوى فرهنګ بې له دې چې په هغه کې کومه ګټه ووینې را واخلي ، مثلا که په غرب کې هر ډول کالي اغوستل کیږي زموږ ځوانان پرې ویاړ کوي او اغوندي یې، حتی تر دی پورې چې د غرب وحشت هم موږ ته ښه ښکاري ، مثلا ریسلنګ په غرب کې یو وحشیانه لوبه ده چې له پیله تر پایه وحشت او غیر اخلاقی ده، اوس که زموږ په ټولنه کې وګورو ډیری ځوانان داسې هم شته چې د غربي رسلرانو هغه د وحشت څخه ډکې قوارې پڅیر خپل د ځان د برارولو کوښښ هم کوي . متاسفانه چې زموږ په ټولنو کې ټول منفي تقلید دی څوک د مثبت تقلید د لاسته راوړلو په فکر کې هم ندي.
سوال دا دي چې ولې موږ له غرب څخه د هغوی منفی او بې ګټې تقلید را اخلو او مثبت اړخ پریږدو؟ او ولې خپل عادات او رواجونه پریږدو؟ پداسې حال کې چې موږ د ځلانده تاریخ لرونکې یو. ړوند تقلید یواځی زموږ په ټولنه کې د ناپوهه ځوانانو عادت ندی، مګر زموږ مفکرین ، پوهان او لویان هم دا عادت لري چې د غربي نړۍ تقلید په پټو سترګو کوي. مثلا زموږ ډیري ژبپوهان غواړی چې پښتو ژبه له عربی څخه لیری کړي او انګلش ته یې نیږدی کړي او د انګلش لغات پکې استعمال کړي.
یو وختې یوه غربي غوښتې و چې مسلمان شې، هغه ددی لپاره چې اسلامي ټولنه له نیږدې څخه وویني ، اسلامي نړی ته یې سفر وکړ ، دلته چې وګرځید او مسلمان ځوانان یې ولیدل چې کوښښ کوي ځان زموږ په څیر جوړ کړي، هغه وویل حتما موږ په حق یو ځکه چې دوی زموږ تقید کوي!.
پرون ورځ غرب زموږ څخه زموږ فرهنګ واخست بلکې ټول فرهنګ حتی تردی چی زموږ له مذهب څخه یې هم ګټه پورته کړه او موږ یې یواځې پردی مصروف کړو چې ګټه یې نه وه مګر تاوان یې و، دوی موږ په خپل منځیو جګړو بوخت کړو، دوی زموږ څخه اندلس د حنفیت او شافعیت د جنجال له اچولو وروسته واخیست، د پر مختللې اندلس له ټکنالوجۍ څخه دوی ګټه پورته کړه.
پرون ورځ هغوی زموږ څخه زموږ فرهنګ واخیست، زموږ له پرمختګ څخه یی ګټه پورته کړه ولې نن ورځ موږ د هغوی منفی تقلید لیری نه غورځوو او د هغوی ټکنالوجي تری نه اخلو، د هغوی مثبت اړخ ته ولی فکر نه کوو او ګټه تری نه پورته کوو، ولی موږ وخت ته نه ملتزم کیږو.
زموږ ځوانان یواځی د هغوی د فرهنګ هغی لورته متوجه وی چې موږ ته ګټه نه رسوي، مثلا د مساوات غوښتل، د هغوی کالي اغوستل، او... پداسې حال کې چی دا څیزونه باید موږ هغو ته پریږدو چې له موږ څخه یې واخلي. الله جل جلاله موږ ته د بهترین امت خطاب کړی لکه څرنګه چې فرمایې: ((کنتم خیر امة اخرجت للناس)).
موږ ترټولو ښه امت یو، ولی هغوی زموږ تقلید نه کوې او موږ د هغوې کوو؟
ولی استقامت نه پیژنو؟
ولی په استقامت ځان نه پوهوو؟
آیا پدې پوهیږۍ چې استقامت څه شې ته وایې؟ او استقامت څه معنی لری؟
استقامت: د مستقیمی لارې اختیارول او دمستقیمی لاري په سلوکو ځان برابرول دي، استقامت دین دی، په دې کې ټول عبادات شامل دي، ظاهري او باطني، او د منع شویو شیانو څخه ځان ساتنه ده، استقامت د منځنئ لارې اختیارول دي، له افراط او تفریط څخه ځان ژغورنه ده.
اوس چې دې استقامت و پیژانده، دا ړوند تقلید پریږده، او خپله پخپله فکر وکړه او ځان له تقلید څخه وساته.
دا هرکله اورو چې امریکې، جاپان، فرانسی او... د صحیح تفکیر له مخې د غه پرمختګ کړی، پدی پوهیږو چې هغوی هره ورځ پرمخ ځي، بیا ولې موږ هم له هغوی څخه په دی اړه تقلید نه کوو او ځان پرمخ نه بیایو.
مګر مخکې تردې چې موږ هم د هغوې په څیر پرمخ ولاړ شو لمړی باید خدای (جل جلاله) ته د استقامت له لارې مخه کړو.
کله چې په ځان کې د استقامت لاره غوره کړه، حتماً به پرمخ ځو او خدای به مو مرسته کوي.
الله تعالی فرمایی: (( فآستقم كما أمرت ومن تاب معك )) سورة هود : آية (112)
الله تعالی خپلو انبیاو ته هم په استقامت باندی امر کړی، موسی او هارون علیهما السلام ته الله تعالی فرمایی: (( قال قد أجيبت دعوتكما فاُستقيما )) سورة يونس - آية {89}
نبی کریم صلی الله علیه وسلم هم په استقامت امر کوی، په یوه حدیث کی فرمايي: ((سددو و قاربو)) د سددو معنی دلته د استقامت حقیقت ته ځان رسول دی.
او دقاربو معنی اجتهاد د سداد لاری ته کول دي.
وروسته له دې چې مسلمان ځان کې پورتنې کمال پیدا کړې بیا ویلی شو چې د مسلمانانو پرمختګ او دهغوی د تقلید څخه ځان لیری کول ممکن دي. بیا کولی شو د غرب منفې تقلید پریږدو او مثبت تقلید یې ونیسو.
مسلمانه وروره! که څوک ځان کې استقامت پیدا نکړي، د علم لاسته راوړل ورته ناممکن کیږي، په غرب کې پوهه شته خو استقامت نشته که چیرته مسلمان ځان کې پوهه او استقامت دواړه پیدا کړي بیا به ترټولو مخکې وي.
د استقامت اساسی اسباب:
۱- د استقامت مهم او اساسې علت د خدای اراده د بشر لپاره ده، اد د بنده هدایت کول او مستقیمې لارې ته یې برابرول دي.
۲- په هرکار کې اخلاص او د خدای (جل جلاله) او د خدای (جل جلاله) د رسول  (صلى الله عليه وسلم)  اطاعت کول دي.
۳- استغفار او توبه ویستل، چې دا له اساسي او عمده اسبابو څخه دي.
۴- د نفس سره محاسبه کول.
۵- د فرایضو ساتنه.
۶- د علم لاسته راوړل.
۷- له ګناه څخه ځان ژغورنه.
۸- له دروغو، ښکنځلو او غیبت څخه د ژبی ساتنه.
۹- په خدای توکل کول او له شیطان څخه ځان ژغورنه.
پدې وپوهیږه چې وروسته د دغو اسبابو له پلي کولو څخه به موږ هم د پرمختګ لورته روان شو او غربي ړوند تقلید به پریږدو.
په پای کې هیله ده چی ما د ړوند تقلید اساسې عوامل او د هغوی حل ښودلی وي، بیاهم ټینګار کوم چې د خدای (جل جلاله) په کتاب او د هغه د رسول (صلى الله عليه وسلم) په سنتو منګولې لګول د تقلید څخه د وتلو اصلي سبب کیدی شي.
               پای