د جهاد په اړه د یوې شبهې رد
 
 

ليکنه: شهيد امام حسن البنا رحمه الله

ژباړه: زاهد جلالی

 

د ډيری مسلمانانو په منځ کې يوې پوچې نظريې ځاي نيولی هغه دا چې د اسلام د دښمنانو، يعنې د کفارو او منافقينو په ضد جهاد، کوچنی يا جهاد اصغر دی او موږ بايد مخکې له جهاد اصغر څخه په جهاد اکبر عمل وکړو يعنې د خپل نفس په مقابل کې بايد وجنګيږو.
د داسې پوچو نظرونو خاوندان وايي چې موږ د خدای د رسول په هغې وينا عمل کوو چې کله له يوې جګړې راستون شو مسلمانو غازيانو ته يې وفرمايل:
(له کوچني جهاده راستانه شوو، اوس نو په لوی جهاد پيل وکړﺉ. یوه صحابي وپوښتل چې لوی جهاد څه شی دی؟
نبي کريم صلي الله عليه وسلم ځواب ورکړ: د زړه له خواهشاتو سره جګړه يا له نفس سره جهاد.
د اسلام ځينې زيرک دښمنان او ناپوهه دوستان غواړي پدې استناد سره د جهاد ارزښت د مسلمانانو له افکارو لرې کړي او دا لويه فريضه له منځه يوسي او ځينې نور راحت طلبه او تنبلان غواړي پدي سره ځان له جهاده خلاص کړي.
بايد وپوهيږو چې محدثين د دې حديث د صحت ګواهي نه ورکوي.
مثلا د (تسديد القوس) په کتاب کې حافظ ابن حجر وايي: دا حديث په خلکو کې مشهور دی مګر دا د ابراهيم ابن عيله له خبرو څخه دی.
او همدارنګه عراقي په (تخريج احاديث الاحيا) کې فرمايي: نوموړی حديث بيهقي او خطيب بغدادي په ضعيف سند له جابر څخه روايت کړی دی.
که موږ د دې حديث له ضعفه صرف نظر وکړو او صحيح حديث يې وشميرو بايد وپوهيږو چې د دې حديث مفهوم دا ندی چې مسلمانان کولی شي د نفس د تزکیې په بهانه له جهاده ځان وباسي او د اسلام د حاکميت د راوستلو او د اسلامي ارزښتونو څخه له حفاظت څخه ځان خلاص کړي، مګر د دې معنى دا ده چې له نفس سره جهاد، په ځان کې اخلاص او له خدايه ويره پيدا کول دي چې دا واجب دي او دا هم د جهاد تياری دى او جهاد ته د آماده کيدو لپاره ضروري ده چې امر بالمعروف او نهى عن المنکر هم لدې ډلې څخه دى او بايد مخکې له جهاده دا څيزونه په ځان کې پيدا کړو، لکه څنګه چې يو حديث هم پدې هکله راغلی:
(تر ټولو غوره جهاد د ظالم پاچا په وړاندې د حق اظهارول دي)
مګر دا یو هم د شهادت د اجر او ثواب په اندازه اجر او ثواب نلري او هيڅ کله هم ورسره برابريدی نشي.