د افغان ادبي بهير د اوونيزې غونډې ګزارش
ليکونکى: رحمت ديوان
افغان ادبي بهير خپله اوونيزه غونډه د مارچ په ٥مه نېټه کال ٢٠١١ء، پاوکم اووه بجې د بي بي مريم په لېسه بورډ بازار کې د تحسين الله تحسين په رياست کې ترسره کړه. د وياندۍ چارې يې عماد الدين دوران پر مخ بيولې. غونډه د ذبيح الله مجاهد له خوا د قرآن پاک تلاوت نه پېل شوه. د تېرې غونډې ګزارش رحمت ديوان واورولو چې ښاغلي عماد الدين دوران يې ستاينه وکړه، زياته يې کړه چې په نظم باندې مجموعي بحث کېږي او په ګزارش کې ټولې خبرې راخستل شوي دي. سميع الحق علي خېل وويل چې ګزارش يې ډېر تېز تېز وويلو، زياته يې کړه چې د "ده" پر ځاى "هغه" ليکل به سم راشي. ښاغلي تحسين الله تحسين وويل چې نېټه په منځ کې راوستل پکار دي، انداز يې ښه او روان دى، ده زياته کړه چې په اخره کې يې ليکلي دي "سر ته ورسېدو" چې سم نه راځي، ده وويل چې "ده" او "هغه" هيڅ فرق نه لري. ورپسې عماد الدين دوران خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړو.
مطلع:
لور په لور شيندي اورونه تصويرنه
سوزوي د زړه کورونه تصويرونه
ښاغلي تحسين الله تحسين په مطلع د کره کتنې پېل وکړ، ده وويل چې لفظي جوړښت يې ښه دى، خو د معنا په لحاظ صيي نه دى، يو شى چې ډېر شي نو خوند يې کم شي، ده زياته کړه چې کوم خلک د جينکو معلمي کوي نو د هغوي خوي بوي هم ټول د جينکو په شان وي، دوي وويل چې په تصوير کې دومره تاثير نه وي چې اور دې وشيندي او تصوير د زړه کور هم نشي سوځولى، د تخنيک په لحاظ په تصوير کې اور نشته، ده يو مثال ورکړو چې که يو ماشوم ته مونږ د ازمري تصوير وښايو نو هغه تصوير ماشوم نشي يرولى، که د دښمن تصوير وى نو بيا څه خبره وه، خو دلته دا هم څرګنده نه ده.
اولنى شعر:
زړه مې ورکړ تصور د تصويرونو
اوس مې ذهن تصويرونه تصويرونه
تحسين صېب وويل چې په دې شعر اورېدو سره زما په ذهن کې ټول تصويرونه تصويرونه ګرځي، ده زياته کړه چې نه پکې شعريت شته او نه شعار، بس لفظونه يې ښه دي. علي خېل وويل چې عام سړى يې په معنا نه پوهېږي، شاعر چې کومه خبره کول غواړي هغه پکې نده راغلې. ښاغلي ذبيح الله مجاهد او رحمت ديوان يې ستاينه وکړه.
دوېم شعر:
د تصوير ګوتې د زړه غومبوري تاو کړي
په مخ مخ کوي وارونه تصويرونه
ښاغلي تحسين وويل چې هماغه زړه خبره ده، په تصوير کې دومره زور نشته چې په مخ مخ ګوزارنه وکړي، ده زياته کړه چې که يو سړى په لندن کې وي او بل کس ورسره مينه کوي او د هغه تصوير ته ګوري نو بيا څه خبره ده، ده وويل چې که دې شعر ته ښه ووايو نو داسې به وي لکه د بتانو سره چې څوک مينه کوي، زياته يې کړه چې ظاهري جوړښت يې ښه دى خو بيا هم تصويرونو سره دومره مينه نه ده پکار. علي خېل وويل چې ښکلى او روان شعر دى. ښاغلي مجاهد وويل چې که د "مخ مخ" پره ځاى "زړه زړه" راشي نو سم به شي. علي خېل ورسره همغږى نه شو او زياته يې کړه چې په خپل ځاى سم دى. شهباز صېب شعر خوښ کړو.
درېم شعر:
د يوه مئين په زړه کې دې ځاى وکړي
اوس دې وکوي زورونه تصويرونه
ښاغلي تحسين وويل چې اوس يې په خپله دا خبره ومنله چې تصوير زور نه شي کولى. شهباز صېب وويل چې تصوير ډېر مانا دار څيز دى، که مانا دار نه وى نو د قاعد اعظم تصوير به په دې لوټونو نه وو، ده زياته کړه چې زاړه تصويرونه په زړونو حکومت کوي، ډېر اثر و رسوخ وي، ده وويل چې روان او له مانا نه ډک شعر دى، تايد يې کوم. ښاغلي زاهدي احمدزي وويل چې که د "اوس" په ځاى "بيا" راشي نو ښه به وي، ځکه چې اول خو دې په يو زړه کې ځاى وکړي.
څلورم شعر:
د چا زړه ته تر يو حده قرار ورکړي
په چا پورې کړي تورونه تصويرونه
زاهدي صېب وويل چې که د "حده" پر ځاى "بريد" راشي نو پښتو به شي. ښاغلي شهباز او تحسين يې ستاينه وکړه، چې ښه شعر دى. شهباز صېب زياته کړه چې تصوير خو د هغه چا زړه ته قرار ورکوي چې مئين وي، که نه نو دا د سر په خطر تمامېږي. عماد الدين دوران د ټولو مننه وکړه. ياده دې وي چې دا شعر نيمګړى وو، ځکه چې مقطع يې نه لرله. له دې وروسته يوه ازاده مشاعره وشوه چې پکې دې ښاغليو ګل آغا شهباز، ذبيح الله مجاهد (د مفتون شعر)، سميع الله عابدزي، سميع الحق علي خېل او زاهدي احمدزي برخه واخسته. په نننۍ غونډه کې ښاغلي تحسين الله تحسين، شېر آغا شېرزاد او رحمت ديوان هم ګډون درلود. راروانې غونډې له به ښاغلى زاهدي احمدزى خپله مقاله راوړي. غونډه ماښام لمانځه سره د تحسين الله تحسين صېب په دعا پاى ته ورسېده.