افغان ادبي بهير

ګزارش

 ليکونکى: رحمت ديوان

 د يکشنبې ورځ، ٢٩م مۍ، کال ٢٠١١ء

افغان ادبي بهير خپله اوونيزه غونډه د بي بي مريم په لېسه بورډ بازار کې ترسره کړه. د غونډې رئيس محترم قندهار اپريدى او د وياندۍ چارې يې عماد الدين دوران ترسره کولې. غونډه قاري محمد اياز جانباز د قرآن پاک تلاوت نه پېل کړه، د تېرې غونډې ګزارش رحمت ديوان واورولو. قاري محمد اياز جانباز وويل چې د ګزارش ستاينه کوم خو د ګزارش ويونکي لهجه داسې ده لکه چې اردو او يا هم فارسي وايي، ده زياته کړه چې ګزارش ډېر په تېزۍ سره وويل شو چې د ګزارش خوند يې کم کړو. ښاغلي حېران مومند د جانباز خبرو سره همغږي ښکاره کړه او زياته يې کړه چې په ګزارش کې د صېب او ښاغلي توري ډېر راغلي چې خوند نه کوي، ده وويل چې د کره کتنې په ځاى دې سمونه وليکل شي ځکه چې دلته د شاعر د اثر سمونه کېږي نه چې کره کتنه او شاعر دې ته پرېږدي چې هغه د خپل اثر سمونه خپله وکړي. فضل مولا تره کي وويل چې د نوو شاعرانو دپاره اصلاح او د پخو شاعرانو په ليکنو باندې کره کتنه پکار ده. انعام الله ګوهر وويل چې ښکلى ګزارش يې ليکلى، د ستاينې وړ دى، خو لږ تېز تېز يې واورولو، ښه به شي، ده زياته کړه چې د "لېسه بي بي مريم" په ځاى دې د "بي بي مريم په لېسه کې" وليکل شي. ښاغلي عبدالحليم حليم هم د جانباز او حېران سره همغږي ښکاره کړه زياته يې کړه چې ښکلى او پوره ګزارش وو چې مونږ ته ترې د تېرې غونډې حال څرګند شو. عماد الدين دوران د ګزارش ستاينه وکړه، زياته يې کړه چې ګزارش ليکونکى د تېرې غونډې په انځور راخستلو کې کامياب دى خو يو څه نيمګړتياوې لري. ده زياته کړه چې ما د تورو خبره نه وکړې، بلکې ما ويلي وو چې کلي والې اصطلاح ګانې دې په غزل کې خوندي کړى شي او ما چې کومه سمونه کړې وه هغه غلطه راخستل شوې ده. صيي داسې ده:

په نوي خيال کې د لفظونو تصوير جوړ که اشنا

 محترم رئيس وويل چې ژبه يې ډېره ښه ده خو الفاظ يې سم نه شو ويلى او داسې په ګزارش تنقيد سر ته ورسېدو.

په تېره غونډه کې پرېکړه شوې وه چې فضل مولا تره کي صېب به خپل نثر کره کتنې ته وړاندې کوي خو په څه لامل هغوي نثر رانه وړلى شو او خپل نظم "دښمن کور باندې راغلى" يې کره کتنې ته وړاندې کړو چې څه شعرونه يې داسې وو:

 صليبي دښمن په کور باندې راغلى

واک اختيار يې د هر څه لاس کې نيولى

هم پښتون هم مسلمان وايمه ځانته

بيا نو څنګه ټيټ سر کښېنم ورته غلى

زرغونه مې وه انا خور مې ملاله

ايوب خان ورور به مې پېژنې ښاغلى

که درو کې ډنګ اوچت شو د ډولونو

پوه شه بيا دې هېڅوک نشي تم کولى

په افغان قام کې يو رګ د لېونتوب دى

چې کوم چاته دى يو ځل راپارېدلى

"توره کيه" بيا ترې روغ څوک نه دي تللي

دغه قام دى رب مېړانې ته ساتلى

 ښاغلي جانباز يې ستاينه وکړه او زياته يې کړه چې "ايوب خان ورور به مې پېژنې ښاغلى" زما په خيال سم نه راځي، ځکه چې پوښتنه کوي، ايوب خان خو ټول پېژني، ده زياته کړه چې که د لېونتوب په ځاى مېړانه، ننګ يا داسې کوم بل تورى راشي نو ډېره به ښه وه. حېران صېب د جانباز سره همغږي ښکاره کړه، وې ويل چې د دې سره زمونږ تاريخ له منځه ځي، دا تورى بايد بدل شي، ده زياته کړه چې "ايوب خان ورور به مې پېژنې ښاغلى" په ځاى او ډېر ښکلى راغلى. حېران مومند مخکې وويل چې په يو ځاى کې وايي "هم پښتون هم مسلمان وايمه ځانته" دا مصرع په ځاى نده، د دې مطلب خو دا راوځي چې دا نه پښتون او نه مسلمان دى خو بس ځانته يې صرف وايي، ده زياته کړه چې ډنګ هم د مسلمان شان سره نه ښايي. جانباز يې په ځواب کې وويل چې دا د موسيقۍ ډنګ نه دى، دا چې د جنګ نه مخکې نغاره وهل کېږي هاغه ډنګ دى او په پښتون ولۍ کې شته. حېران يې په ځواب کې وويل د ډول ډنګ او نغاره دواړه اوس ختم شوي دي، پخوا به خلکو ته اواز نه رسېده نو ځکه به دا وال کېده، اوس دا هر څه اسان شوي دي. ښاغلي انعام الله ګوهر وويل چې ښکلى نظم او حماسي شعرونه وو، خو داسې نه وو چې په کابل پسې پکې کنځلې شوې وې او د پښتون په ځاى پکې انګرېز ټکول شوى دى، خو "تره کيه بيا ترې روغ څوک نه دي تللي" په دې مصرع کې سکته ګي شته. ښاغلي عبداحليم حليم وويل چې ښه خيالات او ښه جذبات يې دي، زه يې ستاينه کوم. سميع الحق علي خېل هم نظم خوښ کړو او  ستاينه يې وکړه. عماد الدين دوران وويل چې دا د غزا ډول دى، کوم چې په شعرونو کې د اصطلاح لپاره په کارول کېږي او دا شعر:

 نن بيا د غزا ډول د هندوکش په سر غږېږي

سپېدې طالبې څڼې مې په تاب کې راولم

 وړاندې کړو. زياته يې کړه چې د ټولنې نيمګړتيا او کمزورۍ پکې بايد رانشي، ځکه چې دا راروانو نسلونو ته پاتې کېږي، د جنګ په ځاى پکې د صليبيانو د شړلو خبره پکار ده. ده زياته کړه چې د پښتون فطرت ازاد وي، کوم کارونه چې يې کړي که دا د لېونتوب په زمره کې راشي نو خبره ورانېږي. دوران د ګوهر خبرو سره همغږي ښکاره کړه او وې ويل چې شعار نه بلکې شعر دى. رئيس صېب وويل چې د جنګ خبرې له هوا ورکول نه دي پکار، امن راوستل پکار دي، هغوي زياته کړه چې که نړۍ هر څومره ترقي وکړي خو د ډول ډنګ به خلک بيا هم وايي، دا هيڅ کله هم نه شي ورکېدى. زياته يې کړه چې لېونتوب کله کله پکار دى، د ډول ډنګ د جذبې راپارولو لپاره پکارول ښه دي، ځکه چې موسيقي د پښتنو په خټه کې اښلې شوې ده او د نظم ستاينه يې وکړه. له دې وروسته ښاغلي تره کي د ټولو مننه وکړه، زياته يې کړه چې دا نظم نغد ليکلى شوى دى، دوباره پکې نظر ثاني نه ده شوې، ده زياته کړه چې که د افغان خاورې ته پنجابى، عربى او که نور هر څوک راغلي مونږ يې غندنه کوو، هغوي مونږ پسې راغلي مونږ او تاسو د صليب د تخت لاندې ژوند کوو. ده وويل چې لېونتوب يوه استعاره ده، د نورو نه د حق اخستلو لپاره چې هغوي ته به لېونتوب ښکاري خو د افغانانو لپاره ننګ دى. داسې په نظم باندې کره کتنه پاى ته ورسېده.

ورپسې يوه ازاده مشاعره وشوه چې دې ښاغليو انعام الله ګوهر، حېران مومند، قاري محمد اياز جانباز، عماد الدين دوران، عبدالحليم حليم، تحسين الله تحسين، سميع الحق علي خېل، فضل مولا تره کي، ذبيح الله مجاهد (د مفتون شعر) او قندهار اپريدي پکې برخه واخسته. په نننۍ غونډه کې شاه آغا او رحمت ديوان هم ګډون درلود.

راروانه غونډه کې به عماد الدين دوران خپل نظم کره کتنې ته وړاندې کوي.

غونډه د تحسين الله تحسين په دعايه کلام راغونډه شوه.

 د غونډې انځورونه

عماد الدين دوران د وياندۍ چارې ترسره کوي او محترم قندهار اپريدى د رئيس په چوکۍ ناست دى

حېران مومند، عبداحليم حليم (خپل غزل اوروي) او تحسين الله تحسين

رحمت ديوان (ګزارش ليکي)، قاري محمد اياز جانباز او سميع الحق علي خېل

تحسين الله تحسين، انعام الله ګوهر او ذبيح الله مجاهد غزل ته غوږ دي

شېر آغا شېرزاد او فضل مولا تره کي صېب د مشاعرې نه خوند اخلي