شنې زرغونې په اوښکو کې
لنډه کره کتنه
نظيف تکل
خبره په شعر ده او شعر هغه انځور دی چې خبرې کوي او ډاکتر حسن بيا هغه هنرمند طبیب دی چې خپلو ناروغانو ته هم پخپل شعر کې دوا لټوي او ورته وايې
بل درمل ددې طبیب په لاس کې نشته
د حسن دشعر لفظونه دې دوا شه
شنې زرغونې په اوښکو کې دډاکتر صیب دریمه شعري ټولګه ده چې مونږ يې نن دلته دمخکتنې په غونډه کې دګډون ویاړ لرو
دډاکتر حسن شاعري ساده خوږه اوروانه ده په شعر کې يې هنري پیغام اوشعریت په غورځنګونو څپې وهي ځني خلک له ازله شاعران زیږي ناسته پاڅه او کړه وړه يې ټول شاعرانه وي اوځنې خلک بیا په زوره په ځان کې شاعر روح روزي دشاعرانوپیښې کوي
یوڅه هم قافیه جملې سره برابري کړي اوپه هغه بیا ځان ته شاعر وايي که ډاکتر صیب دشعر دښاپیرۍ سره خپله یارانه همداسي وپالي زه په باور سره ویلی شم چې لري نه ده چې دی به په پښتو شاعرۍ کې تر دې نه هم لوړ مقام تر لاسه کړي ځکه چې دی ماته دلومړۍ ډلې له شاعرانو څخه ښکاري دده په خټه کې يې شعر اخښلی او روح یې دښکلا دپنځولووړتیا لري په ځینو وړو وړو بیتونو کې يې دومره غټې خبرې ځای کړي چې بیا بیا لوستل يې سړي ته خوند ور کوي
او یو ډول ذهني انځورونه پکې جوړ وي چې په لوست يې سړی نه مړیږي کله به مو دتاريادرسۍ ياد ګنډې او پنډې او یا دې ته ورته شیان لیدلي وي چې غوټه کیږي خوکه دزړه غوټه کیدل مو نه وي تر سترګو شوي راشئ ويې ګورئ
زړه مې په سترګو کې کړه غوټه ورځه
هسې هم بل چاته په کار نه راځي
ځوانۍ زړګیه مه غواړه جنون د
په کال کې دوه ځلې بهارنه راځي
ادب پوهان په دې عقیده دي چي اصیل هنر د خپل ایجادونکي احساسات نورو ته رسوي او یا دا چي (هنر یو داسي انساني فعالیت دی چې بنیادم په شعوري ډول او د ځینو خارجي نښو په مرسته هغه احساسات چې خپله یې تجربه کړي دي نورو ته یې ولیږدوي. په موسیقي کي اوازونه . په انځور ګري کي رنګونه . او په شاعري کي کلیمې خارجي نښې او وسیلې دي).
د ډاکټر حسن په شاعرۍ کي داسي ډیرې کلیمې شته دي خو دا یو څو نمونې يې تاسې وګورئ
له بې صبرۍ مې ګبڼۍ ونسي
چي کړي راپورته خوبولي سترګي
دګبڼۍ کلیمه زموږ په کلی کي دا اوس هم په ورته مفهوم کارول کیږي.او ما د لومړي ځل لپاره په دومره ښکلي اندازشاعرانه شوي ولیده
لاندي بیت هم داسي کلیمه موږ ته راپیژني چي دا اوس هم په اولس کي په هم دې معنا او مفهوم کارول کیږي او همداسي ښایسته شاعرانه کارول شوي.
برمته یې په الفت کي رانه کیږده
مئین زړه به مي تڼاکي درته راوړم
دبرمتې کلیمه ده چي د پورته بیت ښکلا یې څو ځله زیاته کړي ده
له وطن نه بیلتون یو درد دی خو دا درد هر څوک نه شي احساسولای هغه څوک یې احساسوي چې له وطن نه لري وي.لکه د مور مړینه چي هم یو درد دی خو دا درد هغه وخت ډیر محسوسیږي چي سړی یې په خپله وڅکي.
بس ده پړنګ به په ژړا شم دیار خیاله
مسافر ته خو وړه خبره غر شي
دغه راز د شاعر روح له خپل اولس نه نه بیلیږي دی چي هر چیرته وي د خپل اولس په درد کي ځان شریک ګڼي او هماغه درد او غم احساسوي چي په اولس تیریږي.زه فکر کوم چي د شاعر یوه وړه خبره تر ټانکونو او ټوپکو هم ډیر کار کوي.تاسي په لاندي شعر کي د ډاکټر حسن عواطف او احساسات وګورئ چي په دې واړه بیت کي یې څومره ډیري خبرې ځای کړي دي.
هستوګن دګلخانې به څنګه خوب کا
چي په څنګ کي یې قفس دباګرام پروت وي
سړی چې دا پورته بیت ګوري دا فکر نه کوي چي دا شاعري به په مهاجرت کي شوي وي بلکې فکر کوي د شاعر روح دادرد په خپله څکلی دی باګرام یې لیدلی دی او په هغه قفس کي یې شپې تیري کړي دي او دهغه دردونه او کړاوونه یې په خپل روح احساس کړي دی او بیا یې دا بیت لیکلی دی
څوک په باګرام څوک په زندان کي دارګ
هر یو وګړی نن بندي دی زموږ
اجنبې به ورته ښکارې ګوره ورنشې حسنه
بهرنې سپي به دي وخوري د کابل په دروازو کي
یا دا چي
ملګرو راشۍ بشردوسته طبیبان راغلي
ویشي دمالګي خیراتونه د پرهار کوڅه کي
او یا
نور یې له ځان څخه شړي دا دجنت رویباره
مونږ به تر څو د جنګ ګولۍ پسي ټټر ګرځوو
د خپل ولس لوړ همت او حوصلې هم له یاده نه اوباسې
یو به تش لاسي دا منم خوستمګره مونږه
هغه سرزوري یو چي سر په زورور ګرځوو
د ډاکټر حسن شاعري په تول پوره او په کنډه برابره ده. دتخیل مارغه یې دغزل په اسمان کې خورا په خونداو رنګ الوت کوي اوښکلاپنځوي.
چي دي اوښکي به رخسار راشي حیران یم
چي دا اور په اوبو ولي نه مړ کیږي
یا داچي
سترګي دي نه لګوي چک په زړه مي
وایه جانانه مرور خو نه یې
وې چې حسنه څنګه مخ درلوڅ کړم
څه دبنګړیو سوداګر خو نه یې
دغه راز داکټر حسن د ژبي د ښکلا اړخ ته هم ډیر پام اړولی او ځینې شعري ترکیبونه یې جوړکړي چي دده شعر ته یې ډیره ښکلا ور په برخه کړي ده او خالق یې هم ماته په خپله ډاکټر صیب حسن ښکاري لکه
هوسۍ خویه ، دعشق پیر، پیغلي خاطرې ، نوک نیولي، پرخي اوښکي ، طبیبي سترګي او ځیني نوري به هم وي په کتاب کي چي زما به نه وي ورته پام شوی زه ډاکتر حسن ته ددې کتاب دچاپ مبارکي وایم اودشعر مینه والو ته دا سپارښتنه کوم چې دډاکترصیب شعرونه ولولي اوخوند ځنې واخلي په پښتو شاعرۍ کې ددې کتاب چاپ یوه ښه اضافه ګڼم
اوس همدومره
لندن
۱۰ /۱۲ /۲۰۱۰