غزل
کردار د محبت به لوبؤم چی څو ژوندۍ یم
نفرت به د پښتون نه بيلؤم چی څو ژوندۍ یم
د مست شباب جنت به درته جوړ کړمه دلبره
ائین ته به د خېال دی خندؤم چی څو ژوندۍ یم
لوګو کښې د بارودو او ازغن ازغن ماحول کښې
ګلان به د شعرونو جوړؤم چی څو ژوندۍ یم
د یار ماشومه خياله اوده نه شې زما زړه کښې
په ټال به دی د زلفو ځنګؤم چی څو ژوندۍ یم
د دار او د دهشت نمره اوریږم زه شبنم یم
څهرې به د ګلونو لمبؤم چی څو ژوندۍ یم
ډاکټر شبنم ګل
12.05.2011
- عمادالدين دوران
غزل د خپله ځانه چې لوګی شو ښه شوهغه نظر چې لېونی شو ښه شوپوی شو د يار د بې رخۍ په انکاررقيب ناځوانه چې سړی شو ښه شوستا د اوربل د ناز مراد پوره شوراځه جانانه پسرلی شو ښه شوتا د ادا کاڼي په چا ورول ؟ورسره مخ زما تندی شو ښه شود ښار کوڅو کې خلکو زېري وکړلد دښتو غرو پاچا زمری شو ښه شوپرون يو ښکلي په ډېر فخر وويلچې مې خيرخوا سره...
04.06.2011
- عمادالدين دوران
افغان ادبي بهير
ګزارش
ليکونکى: رحمت ديوان
د يکشنبې ورځ، ٢٢م مۍ کال ٢٠١١ء
د افغان ادبي بهير اوونيزه غونډه په لېسه بي بي مريم بورډ کې مازديګر پاو باندې شپږ بجې شروع شوه، چې مشري يې محترم ګل آغا شهباز او د وياندوۍ چارې يې عماد الدين دوران ترسره کولې. غونډه د الله محمد دوست د قرآن پاک د څو سپېڅلو آياتونو تلاوت نه پېل شوه،...