غزل 


د خپله ځانه چې لوګی شو ښه شو
هغه نظر چې لېونی شو ښه شو

پوی شو د يار د بې رخۍ په انکار
رقيب ناځوانه چې سړی شو ښه شو

ستا د اوربل د ناز مراد پوره شو
راځه جانانه پسرلی شو ښه شو

تا د ادا کاڼي په چا ورول ؟
ورسره مخ زما تندی شو ښه شو

د ښار کوڅو کې خلکو زېري وکړل
د دښتو غرو پاچا زمری شو ښه شو

پرون يو ښکلي په ډېر فخر وويل
چې مې خيرخوا سره ناستی شو ښه شو

لطف الله خيرخوا