غزل

زما په اوښکو کې اثر نشته

ځکه د کلي مې سحر نشته

د نصيبونو امتحان راغلی

زمونږ د حسن مقدر نشته

زما په ذات پورې يې څله تړې

زړه مې کنډر دی ورته ور نشته

چې راورېږي د مرګونو غشي

زمونږه سر زمونږ رهبر نشته

دسياست ميدان مې تل بايللی

خو په جګړو کې رانه سر نشته

راپورې خانده د خندا يو مونږه

زمونږ په ذات کې څه جوهر نشته

د جګړو ورېځې راخورې دي په مونږ

د خوشحالۍ د کلي لمر نشته

صمده! ووايه په چيغو چيغو

چې مينه مړه شوله دلبر نشته

 

     جنرال عبدالصمد مومند