خدمتګار
هلته بو ړوند بې لارې روان و، هغه په سمه لار برابر کړ، مګر ړوند پوه نه شو چې زما رهبر څوک و؟
بو بل په خواږه خوب ويده و، په خوا کې يې يوه منګري سر را اوچت کړ هغه په بيړه وواژه او ويده هماغسې ناخبر پاتې شو.
د شپې په مسجد کې ناروغه مسافر زګيروي کول هغه يې په خدمت کې شپه سبا کړه، مسافر سباوون خوا ته مړ شو او خپل زړه سواندی خدمتګار يې ونه پېژانده.
هغه په لاره روان و يو ماشوم ته يو موټی مېوه ورکړه، يوه تږي ته يې په بيديا کې اوبه ورکړې، له يوه وږي سره يې خپله ډوډۍ نيمه کړه، مګر يوه هم ونه پېژانده چې دا څوک دی؟
له دې لويې لارې نه هغه ډېر ازغي او کاڼي لرې کړل، مګر څوک چې سبا ته په دې لاره راځي د هغه له خدمت څخه نه خبرېږي او هغه نه پېژني.
په ريښتيا چې موږ خپل خدمتګاران نه پېژنو او باداران ډېر ښه پېژنو.