شاعرانو!


شنه منګي د ګودر غاړې
کتار پیغلې لکه زاڼی
تور ګیسو د سُنبل پاڼی
هم ګُرګُرې هم مماڼی
هغه تور او شنه خالونه
پر سینو پاس امیلونه
د بنګړو ډک مړوندونه
په نکریزو سره لاسونه
هغه ټیک پاس په وربل
هغه پټ پټ خندیدل
له حیا نه شرمیدل
پلوونه راکاږل
هغه سرې شونډې شکرې
سپین غاښونه ملغلرې
هغه سترګې سحرګرې
نندارې د لرې لرې
هغه تګ په شان د زرکې
هغه مخ پټ په څادر کې
راوتل په مازدیګر کې
زړونه وړل په یو نظر کې
دا کیسې وې د خیالونو
د زړو تیرو وختونو
د سماج د رواجونو
په لمنو کې د غرونو
دا د تیرې پیړۍ کار وه
چه به هر سړۍ ووزګار وه
نه څه کسب نه څه کار وه
بس هم دا یې کاروبار وه
بل دا کار د خوشالۍ وه
یو جانان وو یو لالۍ وه
ښکلې ژوند د رورولۍ وه
په هر لوري به سپرلۍ وه
نه سیالې وه نه تربور وه
نه جابر وو نه مجبور وه
نه مرغوړ وو نه مفرور وه
نه محبس وو نه محصور وه
نه طالب نه تر هګر وه
نه مواد د مخدر وه
نه ټوپک وه نه سنګر وه
نه حاکم وه نه افسر وه
هریو لور به امنیت وه
په هر کور په هر مالت وه
نه به جنګ وه نه نفرت وه
هر یو تن ډیر په عزت وه
خو!
اوس پیړۍ ده یویشتمه
اوس وختونه بدل شوي
همه زړونه بدل شوي
هم رنګونه بدل شوي
ټول خیالونه بدل شوي
اوس څه بله شان فضا ده
اوس څه بل شانِ ماحول دی
اوس څه بل رنګه اوبه دی
اوس څه بل قِسم محلول دی
اوس د وینې رنګ بدل دی
هم د مینې رنګ بدل دی
تور سپین شوي دي سپین تور دی
د رنګينې رنګ بدل دی
نو!
په داسې حال کې څنګه
د قلم څوکه شي زنګه
چې پري لیکم غزلونه
زنګ وهلي رنګه رنګه
د جانان د مخ خالونه
توري سترګې سره لاسونه
یادوم امیل د غاړې
ورسره مئ او جامونه
دا خو وخت د حماسې دی
حماسه جورول غواړي
د قلم د څوکې څړیکې
په هر لور رسول غواړي
ایرې سپڼکي په هر تن کې
د فطرت بلَول غواړې
شیخ د چلّي نن له خوبه
په هر حال ویښول غواړي
د خپل ځان په فکر مست مست
ټول غټان سمول غواړي
د نفرت په تار ګنډلې
هر ګریوان شلول غواړي
د وفا د مینې تخم
په هر سر کې کرل غواړي
د روان وخت ابوجهل
په شعور پوهول غواړي
د زړو پیریانو سوری
له هر سوچ کوزول غواړي
دی نیمګړې افسانې ته
یو انځور ورکول غواړي
د کاروان په ړندو سترګو
کې رڼا اچول غواړي
هغه سپین سپیڅلي خلق
یو ځل بیا زیږول غواړي
د قلم په تیره څوکه کې
خنجر لګول غواړي
د احسّاس د اور بڅري
په جهان ویړول غواړي


احساس خټک