لاروی
مونږ د خپلو کورونو تر څنګ په دېره کې ناست وو.
له پاسه يو لاروی راغی د ونې ډډ ته يې ډډه وګوله، له ملا نه يې ډوډۍ پرانيستله او څه سي سره يې په خوند خوند خوړله.
موږ وږي تږي وو، هغه ځان موړ کړ او يخې اوبه يې وڅکلې.
موږ روژه وو، هغه بوزه و ځکه چې په مسافر باندې روژې نشته.
لاروي وويل: ما ته د خوړلو اجازه شته او تاسو ته نشته.
ما ته خدای خواړه او اوبه روا کړي دي په تاسو يې ايسار کړي دي.
دا د خدای قانون دی، د دې قانون په رمز او مانا پوهېدل په کار دي.
د خدای کارونه بې حکمته نه دي، تاسې د دغه عملي تعليم په اصلي مانا ښه فکر وکئ!
تاسو ولې وږي ياست او زه ولې موړ يم؟
زه په کار او مقصد پسې روان يم او تاسو ځای پر ځای پراته ياست.
ستاسو حرکت لنډ دی ځکه يې وږي کړئ.
تاسو د خدای قانون منلې مګر پوه شوي پرې نه ياست.
زه راوګرځېدم چې تاسو په دغه راز پوه کړم او له لوږې نجات ومومئ.
پاڅېږئ روان شئ او لرې ځای په نظر کې ونيسئ.
لوږه او تنده په توقف او سکون کې ده، په حرکت کې نشته.
.
ارواښاد استاد ګل پاچا الفت