نوی نسل
له ځمکې نه بخار پورته شو.
له بخار نه ورېځ پيدا شوه.
له ورېځې نه باران وورېده.
له باران نه د پسرلي ګلونه پيدا شول.
له ګلونو خوشبويي پيدا شوه.
وګورئ! مور او پلار او ځوی څومره فرق لري؟
هغه تغاوت چې د باران پاو ګلونو يا د ځمې او بوټو تر منځ وينئ د يو او بل نسل تفاوت همدوغومره دی.
که اولادونه د ميندو غوندې وای له غرونو څخه به لعلونه نه پيدا کېدل او له دريابونو څخه به مرغلرې نه راوتلې.
له ابشارونو نه به برېښنا نه راتله.
د ړوندو اولادونه به ړانده ول.
له کڼونه به کاڼه زېږېدل.
اوس پوی شوئ! چې نوی نسل او زوړ نسل يو رنګه نه وي؟
که څوک خپل زلمي زوی ته زړه بوډۍ په نکاح اخلي يا خپله پېعله لور اتيا کلن بوډا ته ورکوي ښه نه کوي.
زړه تربيه او نوی نسل همدغسې وګڼئ.
ارواښاد استاد ګل پاچا الفت