غزل
حالات مې اندېښنې په خپل هنر ټکوي ياره؟
که ستا زرګرې سترګې د زړه زر ټکوي ياره؟
وجود لکه سپرغۍ شي کاينات راباندې چورلي
زمــــــا د قــــــام واړه چې د بل ور ټکوي ياره
وربل دې په رخسار د شور سبب شولو او که
د ورېځـــو په څټک باندې څوکــ لمر ټکوي ياره
ته لمر يې، ته سحر يې، ته سپوږمۍ يې، ته شفق يې
چې هر شب پرست ګورې له تا سر ټکوي ياره
رقيب لکه مجنون له مايوسۍ صحرا ته تښتي
دوران لــــکه فــرهاد د امــېد غـــر ټکوي ياره
عماد دوران