غزل

چې مينه نه وه اندېښنه مې نه وه

د غمازانو نه خطره مې نه وه

ســــتا د ناڅاپه راکـــــتو مننه

تا خو وژلم خو پوره مې نه وه

که بيا ژوندی شومه کامياب به يمه

لومړی ژوندون وه تجربه مې نه وه

نکير منکر که وې چې نوم دې څه دی

ويم به پښتون ومه نامه مې نه وه

په آخرت کې به مجنون ته وايم

زه هم مين ووم خو مزه مې نه وه

                        ډاکټر اسرار