چې تا و ته نظر کړم، نور مې هېر دي ښایسته
په طور دي مین نه یم کنه ډېر دي ښایسته
هم ځان راته ښکاره کا هم مې ورک شي زر له سترګو
په دا کلي کې واړه پري څېر دي ښایسته
یاران لري زرګونه ،د هر چا سره ساز باز کا
په قول په وعده ځکه تېر بېر دي ښایسته
تل جور،تل جفا تل ستمونه په عاشق کا
په دا واړو کارونو کله سېر دي ښایسته
د چین او د ماچین مې اورېدلي په غوږو دي
په سترګو مي لیدلي د بونیر دي ښایسته
ځواني لاړه خوشحاله ! راوړه زر ،که عاشقي کړې
یا زر دي یا ځواني چې ورته زېر دي ښایسته