غزل
کاشکي دا زړونه ټول يو شان واې خدايه
ډیر سخت ظـالـم يا مـهربـان واې خدايه
ديوی ونی واې خودغرض شاخـونه
چی خوښ دخپل تن په تاوان واې خدايه
يـا لـکـــه شمع بلېـداي سوځــــداي
رڼا خپره تير تر خـپل ځان واې خدايـه
دازړونه نه واې هيڅ احساس هم نه واې
لـــه خـټو جـوړ هسي بتــان واې خدايه
هيڅ خــبـر نه واې ددنــيا لـــه غمـــه
لري له خـپلو په بـيـابـان واې خـــدايه
رسولـــي خپـل جـانــان هر وخت يادوی
کاشکي اختار يي دخپل ځان واې خدايه