ټولو درنو لوستونكو ته سلامونه او نيكې  هيلې  !

دوه ورځې  وړاندې  مې د ښاغلي فضل  الربي رستم په يوه غزل  باندې  د كره كتنې  په  پار څو كرښې وليكلې  مطلب مې دا نه وو چې  ګني زه دې  خلكو ته دا وښايم چې زه په ټوله مانا په شعر پوهيږم  او دكره كتني وړتيا لرم   

درستم  د غزل د كره كولو لپاره  مې چې څه په ذهن كې  وه او څومره مې  چې  وس وه وليكل  ، چې د سجاوند ورور  په نوم يو كس بيا زما په كره كتنه ځيني  اعتراضات كړي ول  چې ما يي سپيناوى كړى دى،هيله ده وې لولئ اود خپلو نظرونو څرګندونه هم پرې وكړئ

دوران صاحب سلامونه
تبصره می د ولوسته خو تر ډيره راته بې مسولیته خبرې ښکاره شوې.
هغه دا چې: تا لیکلي چې استادان په دې نظر دي چې د غزل مطلع باید پیاوړې وي ، اول خو څوک په دې نظر نه دي او که وي هیله ده، هغه سرچینه او یا هغه استاد وښيې او که د خپله استادي پکې کړي وي بیا بیل کار دی، ځکه غزل په دوه ډوله وي چې یو یې مسلسل او بل یی غیر مسلسل غزل وي، چې مسلسل غزل کی هر بیت یو له بل سره تړلی وي، چی دا غزلونه د ګوتو په شمېر دي. په غزل کې هر بیت بیله مانا ورکوي او ستا خبره چې مطلع باید پیاوړې وي دا خبر غلطه ده، ځکه چې که ستا خبر سمه وي، نو خلک د شاعرانو د غزلونو مطلع راټولوي او هغه یی د همغه شاعر چاڼ شاعري ده، ځکه چی ستا په خبره د غزل مطلع تر ټول غزل پياوړې وي.
تا محترم لیکلی چې د انسان په واک کې نه وي چې تیر وخت د له یاده وباسي، دا خو شعر دی، علم نه دی چې تا کلک پړی ورته واچولو چې دا کار امکان نه لري نو باید په شعر ی هم رانه وړل شي، که داسې وي، نو د ټولې نړۍ د شاعرانو، مبالغې، غلو او اغراق چې دوی یې په شعر کې کوي، په نشت حساب کړل او ان حمید بابا ته به هم لیکې چې اسمان ته د شعر زینه اېښودل څنګه امکان لري او ورته لیکې به چې دا بیت یې بې مانا دی او ان کفر دی چی اسمان ته د شعر زینه ایږدې.

دویم بیت باندې راغلی یې چې وایې خاطرې په شعور کې وي، خی زړه کې کوم کیفیت نشته زړه د وینې پمپ دی، نو بیا هغه ګړدودونه به څنګه کوې چې وایي ستا هره خبره مې په زړه ده، او یا ته مې په زړه یې، هېره مې نه یې. ولی نه ورته وایي چې ته مې په ذهن کې یې، دلته خو هم د یاد خبره ده او زړه دلته پکې څه کوي.
او د قران شریف دا ایت ( ختم الله على قلوبهم ) نو دا ولې د ذهن په اړه نه دی راغلی چې د زړه په اړه راغلی، ځکه یاد، فکر او هیریدل او عقل خو ټول په سر کې وي، نو زړه کې دا څه کوي.
او په شعر کې کنایه استعمالیږي، چې فکر کوم ته به تر ما هم ښه پرې پوهېږې چې کنایه څه ته وايي، دلته که بیخی ستا خبره هم شی، خو له یاده ایستل د لرې کولو په مانا راتلی شي.

دریم بیت کې تا فرمایلي چې دا نوښت دی، خو که زه وای دا بیت می نه لیکلو: چې نوښت وي او بیا تا ولې نه لیکلو. په دې ځای کې د خبره ګونګه ده چې خپله کمزوري خلکو ته ښکاره کوې چې ما نشوای لیکلی او که وایی چې ښه نه دی راغلی. نو که ښه نه وي راغلی بیا ولی لیکې چې ابتکار دی او نوښت دی.

او یوه پوښتنه که درنه وکړم هیله ده سم ځواب یې راکړې، هغه دا چې ته په موسیقي باندې پوهېږې؟ او د شعر په وزن پوهېږې؟ موږ په پښتو کې د ګوتو په شمېر کسان لرو چې د شعر په دننه کې په وزن پوهیږي، په اهنګ پوهیږي. کیدای شي ته به هم پوهیږې خو هیله ده چې بیا خپل دلایل ووایې چې له دې امله یې دننه وزن خراب دی او اهنګ یې مات شوی دی.

څلورم بیت ته راځم ته وایې چې د نوي کال نوښت څه مانا ورکوي. دا موږ چی نوی کال یادوو دا خپله د ( نوي) ویی د نوښت مانا ده، نوی کال د نوښت سمبول دی، دا موږ یو چې له زاړه کال سره زاړه پاتې کیږو.
هیله ده خپله خبر مې رسولي وي.

اخري بیت ته راځو چې ته وایې شاعر بیا هم له ماتې سره مخ شوی دی، خو زه وایم چې خمار که هر حالت وي، زه خپله نه پرې پوهېږم، خو هغه که مخکې له شراب څښلو وي او که ورسته خو شاعر له هماغه حالت خوند اخیستی او وایي چې هماغه حالت غواړم او ژوند په هماغه حالت نمانځم.
او که ته وایې چې ما خمارونه نه دي لوستي، خو وروره تر ټولو ستره ناپوهي داده چې یو څوک ستا غوندې پریکړه وکړي چې ووايي چې ما ډير څه لوستي، خو دا مې نه دي لوستي، ځکه تا اوس د پښتو اوسنۍ شاعري هم نه ده لوستې، تا د خپلو نږدې ملګرو شاعري نه ده لوستې، تا د هغه کسانو شاعري هم نه ده لوستې چې ته خپله به ورته احترام کوې، چې بیلګه به يې د رحمت شاه سایل صاحب هغه مشهور دوه بیته درته راواخلم چې وايي:
خمارونه د منم په اننګو کې------خو زموږ یې نصیب نشته دی په ځښو کې
ستا دیدن راته د خپل وطن نظام شو----- وږی، تږی مې ساتي په زولنو کې
دا بیتونه د هغه مشهورې سندرې په سر کې ویل شوي چې: راواخلئ بیا د انقلاب سره نښانونه...

او ستا وروستۍ خبرې ته که راشو چې وايې غزل باید طاق وي، دا قید چا ورته ټاکلی، او موږ څومره کمزوری فکر کو، یانې ستا مطلب دادی چې باید طاق وي، که شپږ وي نو یو د په زور ورجوړ کړای شي، او که ور جوړیدای نه شي، یو بیت که ټول غزل ښکلی هم وي، نو ترې لرې د کړای شي.
په درنښت
او بیا هم کیدای شي چې زما خبرې نیمګړتیا ولري، انسان کمزوری دی او همدا ډول د رستم صاحب شعر به هم کمزورتیا ولري خو دومره هم  نه 

زما په كره كتنه د اعتراضاتو سپيناوى

 وعليكم سلامونه !

دا منم چې د كره كتنې  له عالمي قوانينو څخه مې  بغاوت كړى ، او د غزل له خوبيانو څخه مې  نيمګړتياوې  ډيرې  راسپړلي دي

خو مقصد مې  دا وه  چي يو داسي تكړه ځوان راپيدا شي چې  زما په كره كتنه لا كركتنه وكړي

تر څو ملګرو ليكوالانو او شاعرانو  ته دا جوته شي چې اول خو ښه شعر څنګه ليكلى شي او بيا په شعر كره كتنه څنګه كېږي  ،بله دا چې  له دې لارې  به ليكوالانو ته د جرات  كولو توان وروبښل  شي  چې  په تنقيد باندي تنقيد كول   د ليكوال بنيادي  حق دى . چې په دې  كې  د يوې ژبې د ادبياتو د ودې   او پرمختګ كولو لوى راز پټ دى

تاسو ښاغلي چې  هر څوك ياست مننه درنه كوم چې زما كره كتنه مو تر پايه لوستې  او په مقابل كې  مو يو څه ليكل كړي  

په يو شي باندي د تنقيد كولو مانا هر ګز اعتراض كول نه دي  او نه دا چي په هغې   كې  څومره خاميانې  دي  بلكه  د تنقيد مانا او مفهوم دا دى چې  خلكو ته ښكاره كړى شي چې  د يوه اثر ، ديوه انسان او ياد يوې  ټولنې  اهميت او ارزښت څومره دى  مطلب  داچې  تنقيد په نړۍ كي  د اصلاح را منځ ته كولو يو ې  هڅې  ته وايي

تاسو زما ټولې  سمې  او ناسمې  خبر ې   رد كړي او يو غير عادلانه تنقيد مو كړى  بلكه  تنقيد ورته هم نه شو ويلاى  

رابه شو د غزل مطلع ته :

تاسو د خپلو خبرو په سر كي ويلي  چې كوم استادان وايي چې د غزل مطلع دې  پياوړې  وي   په همدې  اساس غوښتنه او سپارښتنه كوم چې  كه په پښتنه سيمه كي  ياست  نو د مهربانۍ له مخې  د افغان ادبي بهير (كابل) ، افغان ادبي بهير (پيښور ) ،  دننګر هار ادبي بهير اويادساهو ليكونكيو مركې په او نيزو غونډو كې  ګډون وكړئ اوله استادانو څخه وپوښتئ چې  د غزل  مطع دې  ولې  بايد روانه او قوي وي تر څو سالم او قناعت بښونكى ځواب تر لاسه كړئ

او كه چيرې  له پښتنې  سيمې  څخه ليرې  ياست نو د هماغو استادانو د نظر نمايندګي كوم او وايم چې  دغزل مطلع دې  قوي ،روانه  او جذابه وي ځكه كه يو سړى غواړي چې  څو نورو كسانو ته خپله خبره وكړي  او هغوى يې  په  پوره مانا واوري نو تر ټولو اول به  داسې  يوه جذابه او په زړه پورې   خبره كوي چې  د هغوى توجه جلب كړي ، كه يو سړى په يوه مجلس كې  خبره كول غواړي  او  په بسم الله كي غلط شي  ، او په دروست انداز يې  ونه وايي  نو څه فكر كوې چې  د هغه  خبره به څوك په غور  واوري ؟ نه هيڅ كله نه

نو همدارنګه د غزل مطلع چې  ابتدا د غزل ده له كمزورۍ څخه مالا مال وي  او كشش ونه لري نو نور بيتونه يې  څو ك په غور نه اوري  بايد  په مطلع كې  دومره زور او خوند وي چې  لوستونكى دې  ته مجبور كړي  چې كم از كم   ورپسې  دوه  يا درې  بيتونه ولولي  

تاسو د مطلع په اړه په خپلو خبرو   كې  د غزل جزيات بيان كړي  او را غبرګه كړې  مو ده چې  مسلسل غزلونه د ګوتو په شمير دي   ، كه چيرې تاسو د خوشحال بابا ، رحمان بابآ ، حميد بابا ، علي خان بابا ، كاظم خان شيدا او داسې  نورو مشرانو كتابونه مطالعه كړي واى نو هيڅ كله به مو دا خبره نه واى كړې  چې   تسلسلي ، نظم  نما ، او هغه غزلونه چې  بيتونه يې  له يو بل سره كلك تړاو لري د ګوتو په شمير دي  ځكه د كلاسيكو شاعرانو شاعري له تسلسل نه ډكه ده  

بله خبره تاسو د مبالغې  ، غلو او اغراق كړي چې  اكثره شاعرانو په شعرونو كې  له مبالغې  او غلو نه كار اخيستى دى  . شايد د هغوى شعرونه هم بې  مانا وي .

نه داسې  هيڅ كله نه ده،   كومو شاعرانو  چې  په شعرونوكې  له  مبالغې  ، غلو او يا اغراق څخه كار اخيستى ورسره ورسره يې  له تشبيهاتو  نه هم كار اخيستى  دى 

د حميد بابا اسمان ته د زينې  ايښودل خو لا څه كوې  چې   ډير شاعران په تشبيهاتو كې  د الله تر ذاته رسيدلي  لكه سيف  الرحمن سليم صيب چې  وايي

د وړو ، وړو خدايانو دې  بنده كړم

لويه خدايه زه به چا چا ته سجده كړم  

ملګرتيا كه  څو رندان  راسره وكړي  

دا حرم به  يې  يولويه ميكده كړم

راځو د ښاغلي رستم دغزل مطلع  ته  په څه  دليل تاسو واياست چې  د ماضي د واقعاتو او حادثاتو هيرول د انسان په اختيار كې  دي  او هيريدل يې  نا ممكنه نه دي  

كه د ماضي واقعات له بلاغت نه وروسته د چا هيريږي نو ليونى به وي او دماغ به يې  كار نه كوي،  زما خو به ستا دا غير صميمانه  خبرې   په دوه زره كاله كې  هم هيرې  نه شي  

اوله بيت ته به راشو :

اوله غلطي خو مو دا كړې  چې اول بيت ته  مو دويم اودويم ته مو ...................

تاسو ښاغلي په دې  ټينګار كوئ چې  خاطرې د انسان په زړه كي هم كيداى شي   راځه دا قضاوت به لوستونكيو ته پريږدو چې  خاطرې  د انسان په زړه كې  وي او كه په شعور يا لاشعور كې

كه چير ې  كوم لوستونكى له  كامل سوچ نه كار وا نه خلي  او دا درسره  وهم مني  چې  خاطرې  د انسان په زړه كې  هم كيداى شي  او بيا راشو شعر ته (زړه نه مي ستا ټولې  خاطرې  له ياده باسمه ) كه چيرې  دلته دا ووايو چې  خاطرې  په زړه او ياد دواړو كې  پاتې  كيداى شي  او دشعر زړه له منګي خاطرې  له اوبو او ياد له چاټۍ سره تشبېه كړو نو دا  به داسې  راشي چې ( له منګي نه مې ستا ټول اوبه له چاتۍ وباسمه )  اوس كه شعر ته فكر  وكړو نو دا نه مالوميږي چې  شاعر له منګي ( زړه )  نه اوبه ( خاطرې   ) ويستل غواړي او كه له چاټۍ ( ياد ) څخه

تاسو په دې  اړه د قرانكريم يو ايات هم  ذ كر كړى چې  پرې  خبرې  كول شايد زما غوندې  عاجز انسان كار نه وي   ځكه د پښتو فلمونو د مشهور اداكار  سينتيس فرموده ده چې   په دوو شيانو كې  به ګوتې  مه  وهئ يو د بريښنا په تارونو كې  او بل د خداى په كارونو كې   

دوهم بيت :

دا چې ددوهم بيت په تنقيد مو كوم اعتراض ندى كړى نو ښه به داوې  چې  دلته هم ترې  تير شو  

دريم بيت

تاسو كټ مټ داسې  ليكلي (( دريم  بيت كې  تا فرمايلي دچې  دا نوښت دى خو كه زه واى دا بيت مې  نه ليكلو ، چې  نوښت وي نو بيا تا ولې  نه ليكلو  ؟ په دې  ځاى كې  د ې  خبره ګونګه ده  چې  خپله كمزوري خلكو ته ښكاره كوې  چې  ما نه شواى ليكلاى او كه واېې  چې  ښه ندى راغلى  نو  كه ښه نه و راغلى بيا ولې  ليكې چې  ا بتكار دى او نوښټ دى  ))

محترمه  ! كه په همدې خبره زه تاته ووايم چې  ته خو ولا ډير هوښيار يې   نو كه چيرې  ته د خبرو په چل او هنر پوهيږې  نو پوه شه چې  زما مطب  دى چې   ته ډير ساده انسان يې   ما چې  نوښت او ابتكار الفاظ كارولي  نو له سخر نه مې  كارولي دي  دا مې  مطلب نه وو چې  ريښتيا  هم له نوښت او ابتكارنه ډك بيت وه  

بله دا چې تاسو له ما څخه پوښتنه كړې چې آهنګ او موسيقي څه ته وايي؟

ددې  دوه وجې كيداى شي، يا خو دا ده چې تاسو په آهنګ او موسيقۍ  نه پوهيږئ او  معلوماتو حاصلول غواړئ او يا خو ما امتحانوئ.

اوس كه چېرې په آهنګ او موسيقۍ نه پوهېږئ او د معلوماتو لپاره پوښتنه كوئ نو څه ضرورت چې يو سړى د شعر په آهنګ او موسيقۍ نه پوهېږي او په كره كتنو كره كتنه كوي؟؟  او كه چېرې  تاسو پوهېږئ او زما د ازمايلو لپاره له ما نه پوښتنه كوئ   نو چې  كله زه ستاسو شاګرد شوم او په پرچه كې  مو راته دا سوال راوو ست   نو غټ غټ   به درته وليكم چې اهنګ په اصل كې  اواز ته وايي   خو موږ يې  په شعر  كې  د وزن په مانا  اخلو ، موسيقي برابرولو ته وايي       او د يو شي برابر ول په وز ن ا و هانګ  كيدا ى شي  

څلورم بيت:

تاسو نورڅه  نه دې  ويلي اويو ازې د نوي كال  د نوښت اعتراض  مو كړى راځه دا قضاوت به هم لوستونكي وكړي چې د نوي كال غوندې نوښت څه مانا ؟؟  

اخري بيت :

تاسو د دې بيت په اړه ليكلي دي چې  زه خمار نه پيژنم  چې  كوم حالت ته وايي كه هغه هر حالت وي شاعر ترې  خوند اخيستى او ويلي يې  دي چې  ژوند په  خمارونو باندي لمانځم

خو داسې  هيڅ كله نه ده  ځكه په شعر كې  په خمارونو باندې  د  ژوند لمانځلو خبره هيڅ  نه ده  شوې  بلكه د نه لمانځلو خبره شوې ده،  دشعر اصلي بڼه په لاندي ډول ده :

دا ځله مې  ژوند په خمارونو باندې نه لمانځم  

دا ځله توبه ، ماتې  توبې له ياده باسمه  

له دې  څخه دا معلوميږي چې  يا  خو تاسو غزل نه دى لوستى  او  كه بيا مو لوستى هم وي  نو په مانا يې  نه ياست  پو ه شوي  ځكه په شعر كې   او ستاسو په خبره كې  لوى ټكر موجود دى  . د تير په شان دلته هم دوه خبرې  دي  ، كه چيرې  تاسو شعر نه وي لوستى او قلم و كاغذ  ته مو لاس كړى وي  چې  د چا په مقابل كي څه وليكئ  نو شايد ښه كار مو نه وي كړى  او كه چيري تاسو شعر لوستى وي او په مانا يې  نه ياست پوه شوي  چې  شعر كې  څه دي  نو لوستونكي دې  قضاوت وكړي چې  يو سړى دې  د داسي اسانه او ساده شعر په مانا پوه نه شي  نو څه ضرورت چې په كره كتنو كره كتنې  كوي

 چې  په زغردو خبرو مې خفه شوي هم نه ياست

په  مينه

دوران