محمد حنيف حيران، قدرت الله درمان، انعام الله ګوهر، ياسين شفق، جلال امرخېل، فضل الربي رستم، حميد احساس او عمادالدين دوران
حيران :
پام درنه سرتوره توره شپه نه شي
مړه په اسويلو درنه ډيوه نه شي
رستم :
ګوره دغه کار ته به زړه غټ نيسې
مينه کې دې ختمه حوصله نه شي
حيران :
غټه مې د زړه په سر لیکلې ده
هيره به دا ستا رانه نامه نه شي
درمان :
ته چې یاقربان راسره نه وایې
هسې خو له ما ځینې ټپه نه شي
: ښکلیه سم د سرو لمبو بڅری یې
تاسره خو هیڅ کله کیسه نه شي
احساس :
واورې اوري، ته نه یې، نو ځه دې کړم
یخه سړه غیږ چې مې توده نه شي
حيران :
پرته دې د شعر نه بل څه کار نشت
ه تا باندې حیرانه زما ښه نه شي
شفق :
وه گرانې! چې تا ته یې ونکړمه
ډېر گرځي خو هر چا ته گیله نشي
درمان :
ته که یې پرهر نو زه درمان یمه
ستا او زما بیله ګوزاره نه شي (رحیم پرهر ته ډالۍ دی)
رستم :
مورې! دغه ښار وېره اخيستې ده
مورې راته پېښه حادثه نه شي
شفق :
مخکی خو پښتو غیرت نیولی وم
دا واری منکره چې هغه نشي
احساس :
پام ورسره ډیر کوه درمانه ته
هسې نه زخمونه مې تازه نه شی
حيران :
خامه ده جینۍ لکه ميوه خامه
خوند نکړي حيرانه چې پخه نه شي
شفق :
شوخې آینې دي چې ماتیږي نه
ما نه خو یې سترگو ته کاته نه شي
دوران :
لاړې!له پښتو نه لاس په سر شولې
تا سره مې نوره ګزاره نه شي
زړه راته زرې، زرې، زرې نه کړي
غر د تورو زلفو را چپه نه شي
احساس :
داسې خو ولاکه ښکلې ښکارې نو
سترګې چې دې تورې په رنجه نه شي
ګوهر :
خښ مي کړئ خو زړه مې رانه وباسئ
ړنګه مې د خوږ اشنا نامه نه شي
رستم :
مړه دا بې سوره محفل څه معنا
خوند نه کړي چې سم سړی نشه نه شي
جلال :
زړه مې لکه ستا سترګې بې واکه دی
ستا په لوپټې پسې لمبه نه شي
حيران :
ښه به وي چې نورزه درنه لاړ شمه
جوړه مې يو چا سره لانجه نه شي
جلال :
سل ځل که څوک خوله راته راواچوي
هیڅکله مې جنګ ته اراده نه شي
ګوهر :
ستا غمونه خولې ته راوستلې یم
بس دی بس دی نوره خوصله نه شي
حيران :
وايي دې چې هر څه يي په زړه کې وي
پاتې به له ما څخه مورچه نه شي
جلال :
ته چې زما مینې نه انکار کوې
خوله به دې حیرانه نو کږه نه شي ؟
ګوهر :
پام کړه د پې مخو چم ته مه ورځه
شيخه ګوره ماته دې توبه نه شي
جلال :
ما سره قدم په لاره نه اخلي
ما سره اوس تللې زمانه نه شي
شفق :
مخکی د راتلو وعده دې ماته کړه
دا وارې نیټه درنه اوږده نشي
احساس :
يه جلاله! داسې شعر مه لیکه
هسې نه چې ورانه یارانه نه شي
حيران :
زه مې له خپل ورور څخه ډارېږمه
ماته له دښمن څخه خطره نه شی
رستم :
زه د ښکلا ګانو عبادت کوم
چا ته ګوره جوړه انديښنه نه شي
دوران :
ځئ چې ټول د مينې اظهار وکوو
داسې په ګوندۍ مشاعره نه شي
حيران :
زه خو به کوښښ کوم دوران اشنا
ټينګه مې چې ګوته په ماشه نه شي
درمان :
ټوله میخانه مې په سر واړوه
نه ساقي په جام او په پیاله نه شي
رستم :
نن به يې څه بله رنګه چېړمه
نن شپه به جينۍ رانه ويده نه شي
جلال :
زه د تورو سترګو په تور رنګ یم
ما سره بدنامه میکده نه شي
درمان :
ښکلیه که دې لاس له درمان واخیسته
پاتې به رقیب ته په پیسه نه شي
جلال :
پریږده دا شخصي کیسې به بیا کوو
ګډه وډه دا مشاعره نه شي
حيران :
ته راځې سبا ته دی اختر پر ما
راشه چې سبا ته مې روژه نه شي
درمان :
وخت د رخصتي داسې مزه نه کړي
غیږې ته چې سمه در کږه نه شي
رستم :
تا چې په مريو جوړه کړې وه
ماته به له ما نه آينه نه شي
احساس :
پوره مې دوه کالونو کې ولور نه کړو
ښځه مې د پلار په کور زړه نه شي
جلال :
غم د سرښندنې نه دی ، غم دا دی
لویه مې د کلي هدیره نه شي
ګوهر:
دا منم بې وسه یم خو طمع له چا نه کوم
ما نه بندګانو ته سجده نه شي
درمان :
هو یې راته کړي وه خو خیر وکړې
بیا یې چې بدله اراده نه شي
جلال :
مخ به یی تک شین په ډبولو کړمه
څوک دې د هغې د لاس چمپه نه شي
.
حيران :
ښه یم ورته زه چې ورکوم وينې
غم دې د بل چا په کور میلمه نه شي
شفق :
دغه به ژړا د مکر جنې وي
اوښکو کې باڼه یې چې خیشته نه شي
درمان :
وله د بڼو غشي محکم محکم
چرې درنه دا جګړه سړه نه شي
جلال :
اور به مې د زړه له سره پورته شي
پام درنه لمده چې لوپټه نه شي
احساس :
خدایه! سوله ټینګه په وطن کې کړي
څو چې سره ټول مو پښتانه نه شي
حيران :
زه خو دې نغمې ته حیران پاتې یم
سل کاله به نوره هم زړه نه شي
درمان :
نه په تش سلام خو مې کار نه کیږي
غیږ چې مې له غیږ سره پسته نه شي
پام په الماسي نظر د پام کوه
پام چې اینه درنه ړنده نه شي
حيران:
مينه دې په سرو ګلونو نه کوي
څو يې د بلبلو ژبه زده نه شي