کچه ورور

نـــوردې ســــوزمه په اورکې، ای زما بـــدبخــــتې ټنــــډې
زه پرمخ ځم وړې مې شاته، هسې خوشې وهــــم مـــــــنډې
ای تندیه ماتوم دې، خپــل قـــسمت درته دښــــمن شــــــــــو
تـــه یــــې بده راځـــې ټـــنډې، نــــو پــه ما وهي پســخــندې
دپردو مې پروا نـه شـــته، دا خپـــل ورور راتــه بــــــــلا شو
دپردو د لارې مــل شـــــو، راتــــه لارکـــــې کـــني کــــنـدې
زه یې ورور بولم تراوسه، خو زمان دپـــردو یـــــار کــــــــــړو
کوم پــردي ته بابا وایــــــــي، پخپــل پلار وهـــي ملـــنـــډې
اوس پلمه پسې پلمه کړي، په هر څه یې جوړ جنجــــال وي
خدایه ته مو پردې وکړې، یو ترپوزې وروڼه خــوینـــــــــدې
اوس د کور کهول پیغور شو ،دی هر څه دبل په خولـه کړي
جوړ دبل دخولې نوکر شو، ترې پیسې اخــلـي بربـــــــــنډې
چې دخپل کور سپکاوی کړي، ورک شه داسې کچه وروڼه
ورته مرګ له خدایه غواړو، چی مو شي وریندارې کونډې
د قیــام واوری ای وروڼو ، چی پـــــردی به وروڼه نه کــــــړئ
دوی دخپل مطلب وروري کړي، هسې کړي پــروپاګـــنډې



الحاج الها م الدين قيام
والدورف،جرمني