غزل

د ظلم زور دې يو په دوه شو د هنر قاتله

تا! د اشر ملګري واړول په شر قاتله

 

دا خو حالاتو درته داسې کړم بې لاس او پښو

ګني کم نه يم ستا له زوره ستا له زر قاتله

 

خودپرست نه يم تنهاځان له خدايه نه غواړمه

زما په تا هم بد پېرزو نه شي د سر قاتله

 

تل به تيارې د شب پرستو په ما نه وي خورې

يو ورځ به ستا په سر ولاړ يم لکه لمر قاتله

 

ستا د ځوانۍ دوران به پاتې وي يو څو ورځې نور

زما له شعر نه به همېش اوري شرر قاتله

                                       دوران