اوس
زما همزولې زما خوښې نجلۍ
او س خودې ځان د انځر ګل کړ راته
او س ددې مځکې په هاپورې غاړه
د خپل راتلونکي ژوندنغمې غږوې
اوس خو دبل راتګ ته لارې څارې
اوس خو دې سم له زړه لوېدلى يمه
اوس دې کوم بل چا پورې زړه تړلى
زما دې خدا ى په زړګي تيږه کيږدي
چې بيا دې نو م په ژبه وانه خلمه