د چور مېرمن

 
راغلـــه د اور په پلمــــــه ، کيناسته د کور مېرمن شوه
دا بيا زموږ د دسترخوان ، هم مو د شکور مېرمن شوه

 

دا ميرات مړي مـــو د ټول واک او دستور مېرمن شوه
د کـــور مــيړونه ګواښوي دومــــره د زور مېرمـن شوه


اوس مــو کالـــه کـــې د پلمــو په سر ناندرۍ جوړوي
هره خــــبره شــــور ته وړي ، ډېره د شــور مېرمــن شوه

 

 


اوس يې د اور لـــمبې په ﻻس کې دي پرې لوبې کوي
موﻻ دې خير کړي راته ، دا خو د سره اور مېرمن شوه


قـــــيامــــه پام کـــــــوه لږ خــــــــيال دې د بانډې وساتــه
اوس دې بانډې درچور کوي چې دا چور مېرمن شوه

الحاج الهام الدين قيام ، والدورف _ جرمني