غزل

مه غواړه ګله! د خوښیانو ،د غمونو حساب

یارۍ کې نه کیږي د ګوتو په سرونو حساب

 

څه په مزه مزه مې مخ ته ایینه کې کتل

د تندي ګونځو کړ رامنځ ته د وختونو حساب

 

نه د انسان په درد زهیر شوې نه د قام په حالت

ته به هم غواړې چې ستا سر شي په سرونو حساب

 

زما دنن ورځ ګناهونه د شمیرلو نه دي

ته رانه غواړې ای رحیمه دعمرونو حساب

 

زه به له هغ الله نه غواړم ستا د وصل موسم

د ګل په پاڼو چې لیکي د موسمونو حساب

 

خپلې ښیګڼې زبادوي په ما زما ملګري

زه به له چا سره کوم د پرهرونو حساب.

 

اول دې مینه راکړه خدایه بیا د ګل غوندې یار

درد به په څه خلاصوي ستا د نعمتونو حساب

                                 (درد)