غزل

ژوند مې شاته اچولى در روان يم

يم نږدې در رسېدلى در روان يم

سمندر او غر مې نشي تم كولى

د لمر پل مې دى نيولى در روان يم

چا په لاره بيا ګلان راته شيندلي

دا خو بيا لكه ښاغلى در روان يم

اى د حسن په نيلي سپوره! ته درومه

زه درځم درپسې پلى در روان يم

ته لږ صبر شه اسمانه! در رسېږم

نور له ځمكې يم شكېدلى در روان يم

ما غوغا ځان سره رانه وړه اختياره!

زه همداسې غلى غلى در روان يم

                   هجرت الله اختیار