ګزارش
افغان ادبي بهیر خپله اونیزه غونډه په کال ۱۳۸۹ هجري د تلي په ۲۵ د یکشنبې په ورځ د بي بي مریم لېسې په انګړ کي د پوهنمل زاهدي احمدزي په ریاست کي تر سره کړه چي مشران مېلمانه یې فضل قادر انډیوال او شېرمحمد وو۰د ویاندویۍ چاري عمادالدین دوران او دګزارش لیکني چاري محمد ایاز جانباز تر سره کولې۰
غونډه د قاري محمد ایاز جانباز له خوا د قرآن عظیم الشان په څو مبارکو ایاتونو پیل شوه او د تېري غونډي ګزارش هم نوموړي ولوست۰
د ګزارش په اړه ډاکټر حسن وویل ،ګزارش باید په ساده پښتو تورو ولیکل شي،ډېره به ښه وي.انډیوال صاحب وویل مخکي له دې چي ګزارش د رسینو له لاري خپور شي باید یو ځل ملګري په هغه بحث وکړي،شهباز صېب وویل: باید د نوم لیکو سره سره تخلص هم راوړل شي۰زاهدي صېب وویل: په ګزارش کي چي کومي واقعې ته دابراهیم علیه السلام د قیصې حواله ورکړل شوې په دې کي د علماوو اختلاف دی او وایي چي دا واقعه کوم حقیقت نه لري۰خو ښاغلي علامه عبدالستار محمدي وویل: چي تفسیر امام قرطبي او امام مدارک دا واقعه هم دغسي رانقل کړې ده.
پرېکړه شوې وه چي ښاغلی عارف همدرد به خپله نثري لیکنه د کره کتني له پاره راوړي خود مشکل په اساس په خپل وخت راونه رسېد او بیا د پرېکړي سره سم د فضل قادر انډیوال څېړنیزهه لیکنه( د تخلص ټاکل) کره کتني ته وړاندي شوه۰
لیکنه په لاندي ډول وه
((((((((په ادبي ډگر کې زياتره ليکوال د ځان لپاره د تخلص نوم غوره کوي ، چې په ادبي بنډارونو کې په دغه خپل ټاکلي تخلص ياديږي .د وخت په تېريدو سره دغه نوم دومره عام شي،چې په ځينو وختونو کې په اصلي نوم بيا څوک نه پيژندل کيږي.
د نړۍ د ادبيانو او ليکوالو سربيره افغان اديبان ،پوهان ،او سياستوال د خپل ار (اصل) نوم سربيره تخلص هم ږدي.
دا وه لنډکۍ سريزه اوس به راشو د تخلص معنا ته او يو ځل به دغه ويى (لفظ) او کلمې ته لږځير شو.
تخلص عربي کلمه ده ،چې په صرفي مصادرو کې د تفعل باب مصدر دى ، لغوي مانا يې خالص کول او ځانگړي کول دي.
په اصطلاح کې پورته نغوته ورته وشوه په او سمهال کې چې زمونږ ځوان کول د استعداد خاوند کيږي او طبعآ د ځان لپاره تخلص غوره کوي ،نو بايد ښه فکر وکړي، چې د نوښت له مخې ښکلى او تلپاتى تخلص ومومي او له ده څخه وړاندې د بل چا نه وي ، ځکه، چې تخلص په دې دلا لت کوي، چې دغه نوم د همدغه دى، چا چې د ځان لپاره غوره کړى دى اوس به د تخلص يو څو ډولونه دروپيژنو :
1. مرکب تخلص : لکه رشيد افغان ،علي صبا ،اباسين يوسفزى او داسې نور..
2. قومي تخلص : چې تخلص خپل قوم پورې وتړي لکه مومند ،شينوارى .داودزى ،خوږياڼى .
3. سيمه ييز تخلص: د دغه تخلص نسبت يوې سيمې ته کيږي لکه کوټوال ،حصارشاهيوال ،رودوال ، مزينه وال ،حصارک وال ، خوستوال ، پکتياوال .
4. کورنى تخلص : دغه تخلص په يوې کورنۍ پورې ځانگړى وي، چې بيا په دغه کورنۍ کې چې څومره د استعداد خاوندان راځي نو نسبت يې همدغه کورنۍ ته کيږي لکه :د مجديدي ،گيلاني ،او جيلاني ، چې د مجددي نسبت مجددالف ثاني او د گيلاني يا جيلاني نسبت شيخ عبدالقادر جيلاني ته کيږي .
5. پلار ته نسبت : ځينې خلک د خپل پلار نوم د ځان لپاره تخلص وگرځوي او يواځې د زوى کلمه ورزياته کاندي، لکه گلاب زوى او سرورزوى او کله د پلار نيمگړى نوم د ځان لپاره تخلص غوره کړي لکه : صميم د صميم الله او نظامي د نظام الله څخه اخيستل شوى دى
6. د خپل نوم جز: ځينې وگړي د خپل اصلي نوم يوجزياپوره برخه د ځان لپاره تخلص گرځوي لکه : افسر علي افسر ،عابد الله عابد ،سيد صابر شاه صابر او نجم الدين نجم .
7. ځينې بيا د خپل پلار تخلص ځان لپاره غوره کوي لکه : ډاکټر خوشحال تسل، چې د خپل پلار محمد عارف تسل څخه يې تسل غوره کړي
8. ځينې ليکوال د ځان لپاره تخلص په خپله غوره کوي .چې بيا يې عام وگړي په خپل غوره کړي تخلص پيژني ،چي دغه وگړي د فلانۍ کورنۍ څخه شمېرل کيږي .لکه :رفيع ،زيار ،صميم ،شپون که له دوي څخه وروسته په دغه ادبي کورنيو کې هر څومره د استعداد ځوانان ډگر ته راځي ،نو په همدغه تخلص به ياديږي ،چې دې ډول تخلص ته شخصي تخلص هم ويل کيږي .
9. ځينې خلک بيا د خپلو قوميزو ،سيمه ييزو ،کورنيزو او شخصي تخلصونو څخه سرغړونه وکړي او د ځانونه لپاره نوي تخلصونه غوره غوره کاندي، چې دوى ته بيا هم دغه ازادي شته، چې د ځان لپاره نوى تخلص غوره کړي خو بايد دومره فکر وکړي چي د بل چا په تخلصونو باندي تېرې ونه کړي او له نوښته کار واخلي .
10. يو بل صورت هم شته چې زه يې يادښت اړمن او لازمي بولم او دغه ناجايز صورت دى، چې هر څوک بايد ترې ځان وژغوري .هغه دا چې ځينې خلک د ځينو مشهورو اشخاصو تخلص د ځانونو لپاره غوره کوي او يا په ځينو ورځپاڼو او جريدو کې چې يې د چا تخلص خوښ شي ،نو د ځان لپاره يي وټاکي چې دغه ښه کار نه دى او زه يي ښه نه انگيرم ،ځکه په دې سره د ځينو مشهورو اشخاصو څخه ناوړه گټه پورته کيږي او د هغوى مشهورو او غيرو مشهورو شخصيت باندې هم يو ډول ناوړه اغيزې شيندي . او په بهر کې به عام لوستوال دا گومان کوي، چې دغه شخص د فلانۍ مشهورې کورنۍ څخه دى او په اصل کې به له هغې څخه نه وي اوسمهال د نورو تخلص کيښودل که مشهور وي او که نه ،خو په ځان باندي کيښودل يي زيات دي او دغه دود زمونږ په اوسني ځوان کول کې ډير زيات عام شوي او په يو تخلص دومره ليکوالان ليدل کيږي چې خپل اصلي نوم ورسره ياد نه شي نو څوک يې نه پېژني.
زه به يې د بيلگې په ډول د يو څو ليکوالو نومونه راواخلم او هيله من يم چي څوک راڅخه خپه نه شي .
سيار:
فضل الرحمن سيار ،فياض الرحمن سيار،اسماعيل سيار ،عطا الحق سيار ، وجيهه سيار ،ساکب سيار ، نصير سيار
همدرد :
رييس خان همدرد ، تلاوت شاه همدرد، شفيق همدرد، شادمحمد همدرد، شاه محمد همدرد، شيرمحمد همدرد، شيرشاه همدرد،محمد عارف همدرد، همايون همدرد
سباوون :
وحيدالله سباوون، قاضي سيد اختيارسباوون، اجمل سباوون ، حميد سباوون ...
همکار :
گل ملا همکار، ابراهيم همکار، نورالله همکار...
عادل:
نورمحمد عادل، نيازمحمد عادل ،لياقت عادل....
مطمين:
مولانا عبدالشکور مطمين ،عبدالحى مطمين ،نظر محمد مطمين ..
عابد:
بازمحمد عابد ، امتياز احمد عابد ، مطيع الله عابد او بيا مطيع الله عابد ،زمرک عابد .عبدالمقيم عابد فضل سبحان عابد....
ما د زيار په نامه تخلص يوازې د ډاکټر مجاور احمد زيار پيژندو، چې د ډير پخوا راهيسې يې دغه نوم د ځان لپاره غوره کړي و . خو اوس د ډاکټر عبدالخالق زيار او جان اغا زيار په نامه نور ليکوال دلته په پښتونخوا کي شته چې زما په اند کيدى شي ،چې دغه تخلص يې د ډاکټر مجاور احمد زيار څخه اخيستى وي ،ځکه چي نه ورسره د خپلولۍ څه رشته لري او حتا چې د سيمې يې هم نه دي ،زمونږ ليکوا ل او شاعران او بيا په ځانگړي ډول د استعداد خاوندانو ته ښايي، چې د خيال او شعري نوښت سره سره په خپلو تخلصونو کې هم ښکلى او اساسي نوښت وکړي.د مثال په ډول که تاسو (په څله کې گلابونه) نومي کتاب وګورئ ، هغوى ځوانانو د شعري نوښت سره يې په تخلص کې هم ښايسته په زړه پورې نوښت کړى، چې د ستاينې وړ دي .لکه :اند ، پرتم، پرهر، څار، ځواب، رودوال ، او خوښ، دغه پورتني گرد جايز صورتونه دي چي ليکوال يا د استعداد خاوند کولى شي،چې په دې رڼا کې د ځان لپاره تخلص غوره کړي .
په پاى کې هغه کسانو ته وړانديز کوم . د کومو کسانو چې مشران وي او يا يې کورنۍ د پخوا راهيسي يو تخلص غوره کړي وي او دنورو سره هم نامي وي،نو کشران دې هغه تخلصونه ،چې تري پټ کړي يې وي بدل کړي او مشران دې پرې پاتې شې)))))))۰
ډاکټر حسن وویل موضوع ډېره لویه ده او لیکنه پرې وړه شوې ده په کار ده چي لیکوال تر ډېره حده تحقیق کړی وای ،د نوموړي ګروپ بندي کمزورې ده لکه د مثال په ډول د پلار تخلص د کورنۍ تخلص یوه معنی لري،په کار وه چي د تخلص تاثیر او او اغیزې یې ذکر کړې وای او ژور بحث یې پرې کړی وای، دتخلص معنی ده خالص کول یا ځانته کول او په لقب او تخلص کي همدا توپیر دی چي په لقب کي شرکت نشته اوپه تخلص کي شته،که یو څوک د کوم مشر تخلص په ځان باندي کېږدي ،جایزدی خو داسي نه چي د هغوی لیکني او شعرونه ځان ته منسوب کړي۰
قریشي صېب د ډاکټر حسن د خبرو تایید وکړ او زیاته یې کړه چي باید لیکنه عام فهمه وي ،سیال صېب وویل لیکنه یو څه املایې غلطیانې لري د مثال په توګه اوسمهال باید بېل بېل (اوس مهال) ولیکل شي،نور د لیکني تایید کوم،تحسین الله صېب ویل: دا لیکنه پخوا هم بهیر ته د کره کتني دپاره راوړل شوې وه اوس په کار نه وه چي بیا یې راوړې وای،او په لیکنه په کار وای چي دعربي ګروپ بندي یې راوړی وای لکه تخلص ،لقب او کنیه،دوی زیاته کړه: که د یو چا تخلص د چا خوښ شي او په خپل ځان یې کېږدي نو څه خبره نه ده البته بیا پېژند ګلوي ګرانه وي خو که په اصلي نومونو کي توپیر وي نو بیا څه مشکل نه لري
علامه صیب وویل تخلص د تفعل د باب څخه دی ځکه په تفعل کي زور دی لکه د چا نه په زور ځان جدا کول.په تخلص کي ډېر احتیاط په کار دی ،داسي تخلص باید غوره کړلای شي چي د بل چا تخلص ته په کي زیان نه رسي.هغه لفظ چي به ټولنه کي پخوا څنګه کارول شوی باید هم هغي رنګي ونه کاروي ،لکه رحمان ،رحیم د الله پاک نومونه دي باید مونږ عبدالرحمان یا عبدالرحیم په ځان کېږدو.
ښاغلي انعام الله ګوهر د لیکني تایید وکړ او زیاته یې کړه چي د تفعل او مصدر لپاره هم مونږ په پښتو کي خپل توري لرو باید وکارول شي دوی دا هم اووېل چې لیکوال ګروپبندي په صحیح توګه نه ده کړې.
عارف همدرد وویل: رښتیا هم یو شان تخلص دا ستونزه پیدا کوي لکه د همایون هما په نامه زمونږ ملګری ؤ،چي یو بل کس هم په ځان دا نوم او تخلص ايښی ؤ، یو ځل دې دوهم همایون هما د سپین سبا په نوم یو کتاب چاپ کړ او مخکتني ته یې ډېر شاعران او لیکوالان راغلي وو،په دې کي یو کس وویل چي همایون هما ولي نه ښکاري ،یو چا ورته وویل چي دامخامخ همایون هما دی ،هغوی حیران شول او وېوېل چې مونږه خو د هغه بل همایون هما په خاطر راغلي وو. دداسي ستونزو د مخنیوي دپاره په کار ده چي د تخلص په ټاکلو کي ډېر پام وکړو.
ښاغلي دوران وویل: لیکوال باید هڅه وکړي چې خپله لیکنه په کره پښتو تورو ولیکي، په لیکنه کې اجتماعیت رامنڅته کړي نه انفرادیت او زیاته یې کړه چې یوه لیکنه باید یو ځل د کره کتني لپاره راوړل شي .
د غونډي ریس صېب وویل دا ډېره لویه موضوع ده په دې باندي دومره وړه لیکنه په کار نه وه ،لیکوال ته په کار وه چي د تخلص ،لقب او کنیت ټولو تعریفونه یې کړي وای، د تخلص روا او ناروا ډولونه یې ذکر کړي وای، لیکوال ته په کار وه چي د پښتو ادبیاتو د تاريخ په رڼا کې یې د تخلص په رواج کېدو تفصیلي بحث کړی وای. دوی ووېل چې د اسلام له نظره هغه تخلصونه لکه طوفان، سېلاب، لړم او داسې نور چې انساني ژوند ته خنډ ګرڅي د ځان لپاره ټاکل ښه نه دي، پکار ده چې داسې تخلصونه غوره کړو چې ښه او په زړه پورې معني ولري. دوی دا هم ووېل چې د زیار تخلص د تخلص په توګه نه شو کارولای ځکه چي دا مصدر دی نه صفت په کار دی چي زیار کښ کېښودل شي، او لیکوال ته په کار نه وه چي لیکنه یې په دوهم ځل د کره کتني لپار ه راوړې، البته که کوم نوښت یې په کي کړی وي بیا یې راوړل کومه خبره نه ده..
زاهدي صېب د غونډي د کوربه په حیث له ډاکټر ذبیح الله حسن ڼه مننه وکړه چي افغان ادبي بهیر ته یې د لوډسپیکر او د نورو اړوندو شیانو د اخیستلو ژمنه وکړه.
د غونډې په آخر کې دوران د بهیر په نمایندګۍ ښاغلي ډاکټر حسن ته د نوې ټولګې)شنې زرغونې په اښکو کې(مبارکي ورکړه.
د غونډې په دوهم پړاؤ کې آزاده مشاعره وشوه چې لاندې ښاغلیو په کې ګډون کړی وهً.
ډاکټر ذبیح الله حسن،محمد عارف همدرد ، علامه عبدالستار محمدي، انعام الله ګوهر،نظیر الحق قریشي ،قاري محمد ایاز جانباز ،شېر محمد ، ګل اغا جانباز ،الفت سیال ،عمادالدین دوران ،قاري کریم الله، سید عمران میا خېل ،صفی الله ثمر ،محمد نبي حیدري او ښاغلی استاد پوهنمل زاهدي احمد زي
پریکړه وشوه چي راتلونکې غونډي ته به حاجي ګل اغا شهباز خپله نثري لیکنه کره کتنی لپاره راوړی.
غونډه د علامه عبدالستار محمدي له خوا په دعا سره پای ته ورسېده
ګزارش لیکونکی :قاري محمد ایاز جانباز