پېغله سوالګره

پر سر يې ورته لاس راکاږه او ور وړاندې شوه، په غېږ کې يې ونيوه، ورو يې ورته  وويل ((شرمېږه مه!، خداى راوستې ورځ ده، زه هم کومه خوانه ځم، هلته په لوى وره کې کېنم، ګورې؟! هامخامخ، هملته ناسته يم، چې خلک ووتل، بيا راځه، خداى مهربانه دى، ځه هسې ام چې خلک جومات ته راغلي، څه زړه سوى او همدردي خو به خامخا ولري.))

هغې يې هرې خبرې ته ((ښه، ښه)) کول او دا ترې روانه شوه. يو ځل بيا راوګرځېده، خداى خبر په غوږ کې يې څه ورته وويل، چې د هغې په غنم رنګه بڼه کې يې تورواالى نور هم زيات کړ. غنمرنګ تندى يې د خولو له نم څخه ځلېده. مور يې په تلو تلوکې بيا ورته وويل ((بچى! د ټيکري يوه پيڅکه دې په خوله کې ونيسه او بله په دواړو لاسو د پيسو لپاره)) مور يې بېرته ترې روانه شوه او دا همدلته ناسته وه. کله کله به يې جومات نه دباندې ناستو خلکو باندې يو ځغلند نظر تېرکړ؛ خو بېرته به يې سرکښته کړ.

داسې يې انګېرله، چې ګواكې د جومات د ټولو خلکو نظر پر همدې باندې دى او چا له پخوا څخه پوى کړي دي، چې دا د دې پېغلې سوالګرې لومړى ځل دى، چې په سوال پسې رو اتې ده. څو ځل يې زړه وکړ چې جومات پرېږدي؛ خو بيا به بېرته پر خپل ځاى کېناسته. ښايي هغه مجبوريت به يې سترګو ته ودرېده، چې دا يې د خداى په راوستلو او د خلكو د بوټانو په ځاى كې ناستې ته مجبوره کړې وه. يواځې د خپلې مور ډاډګېرنو نيولې وه، چې لا يې هم د جومات په وره كې خلکو د راوتلو شېبې شمېرلې.

د کوچني اختر ورځ وه. لويو او وړو نوي کالي اغوستې وو. نن د اختر لمانځه اداکولو لپاره هغه څوک هم جومات ته راغلي ول، چې د يوکال په اوږدوکې يې پښه هم ورته نه وه رادننه كړې. بس ښه و،  د نورو ورځو په پرتله نن جومات ته خورا ډېرخلک راغلي وو. ملا صيب له سلام ګرځولو نه وروسته ښه اوږده خطبه وويله او بيا يې يوه اوږده دوعا هم وکړه. له دعا څخه وروسته خلک ډېره شېبه يو بل ته د اختر مبارکۍ ورکولو لپاره جومات کې تم وو او بيا يې له جومات څخه ورو ورو وتل پيل شول.

مور يې، چې له هماغه ځايه دا هم څارله، د خپل زړګي درد او فرياد خلکو ته په ډېر غموونکي اوآز ترنم کاوه. مخ يې پټ و؛ خو له اوآز څخه يې داسې ښكارېده، چې غم او بې کسۍ د ژړا تر حده رسولې ده. لور يې د خپلې مور له لار ښوونې سره سم هماغه څو توري په ډېر شرمېدونکي اوآز تکرارول. د لور غږ يې يواځې هغو خلکو اورېده، چې له جومات څخه د راوتو په حال کې وو. هغې خپل نيم ټيکرى د روپيو لپاره نيولى و او پر بله برخه يې خپل نيم مخ پټ ساته.

خلکو ته به يې د (وروڼو)  په نوم خطاب کاوه او هم يې ددې ترڅنګ د خپل هغه ناروغ ورور يادونه بيا بيا کوله، چې له مودو راهيسې ورته په کټ کې بې دارو او درملو پروت و. چا به چې ورته يوه نيمه روپۍ په پلو كې واچوله، هغه ته به يې هم دومره دوعاګانې كولې، لكه پوره دونيا يې چې وركړي وي. د مور په پرتله يې ځکه خلکو له دې سره ډېره مرسته کوله، چې اوآز يې ډېر غموونکى او دردونکى و. خلک له جومات څخه ورو ورو کمېدل، كله چې ټول ووتل؛ نو دا هم راپورته شوه او د مور خواته راغله.

له مور سره يو ځاى له جوماته راووته، دواړو په شنو فصلونو کې نرۍ غزېدلې لار ونيوه، چې سړک ته ورسېدل، ټولې ميده او غټې روپۍ يې سره يوځاى کړې او بيا يې د موټر د راتګ انتظار پيل کړ.

د انتظار په ترڅ کې يې مور ورته وويل ((ځه بچى! ښه شو چې ته مې هم له ځان سره راوستې،کنه يواځې پر ما څه نه کېدل؟ دا دى اوس شکر دومره څه شوي چې ورور ته دې څه دارو درمل پرې واخلو)) او بيا يې زياته کړه ((زويه! خداى مهربانه دى،ګوندې دې دوا سره دې خداى ورور ښه کړي او موږ له دغه خير ټولولو نه خلاص شو، بيا به دې ورور کار کوي او دومره به ګټي چې موږ يې خورو....)) دوى په همدې خبرو کې ول، چې موټر راغى. دوى وروختل او موټر روان شو، د هغې مور د نورو  ورځو په پرتله نن ډېره خوشحاله وه؛ ځکه چې نن يې ډيرې روپۍ کورته وړلې؛ خو د اختر خوښي يې لانه وه حِس کړې. هغې ته د خپل زوى د روغېدو خوښي له ټولو خوښيو زياته وه؛ ځکه چې هغه يې د هر ارمان د پوره کېدو جوګه و. د مور او لور يې يواځينى ارمان دا و، چې يو ځل يې بيا زوى خداى روغ رمټ كړي او دا او لور يې له خير ټولولو څخه خلاص شي؛ خو د خداى پاک داسې خوښه نه وه، هغه غوښتل چې دوى به ابدي سوالګر او ګدايګر وي. مور به يې په همدې ارمان کې مري او لور به يې هم په دې لاره کې خپل تور سرسپينوي.

   دوى چې له موټره پلي شول، د کور لار يې ونيوه. كور يې له سړكه دومره لرې نه و، ژر ور ورسېدل. مور يې وړاندې شوه او ور يې پرانېست. له هرڅه وړاندې يې خونې ته، د زوى کټ ته منډه کړه، هغه په دې تمه وه، چې زوى به يې بيا له كټه نيم راپورته شي او ورته به ووايي ((ادې راغلې!)) خو نه، هغه بيا له كټه نيم راپورته نشو. هغه يوه سترګه پټه كړې وه او بله يې د دوى لارې ته دکتلو لپاره خلاصه نيولې وه. ورمېږ يې يوې خواته کوږ شوى و، نور په ابدي خوب ويده و.  خپله مور او خور يې د وخت ناخوالو ته بې اسرې او نااميده پرېښي وو او ځان يې له ټولو غمونو ګوښه کړى و. 

٤_ ليندۍ _١٣٨٢لمريز

هريپور _ خپل كور