غزل

ستا د مينې غم چې مې مل داسې وي

بيا دې تر منزله مزل داسې وي

زيړ مې شي رنګ شو چې مخامخ سره

ښه راباندې پوه شي چې غل داسې وي

برند يې شول باڼه زما نظر سره

اخلي پښتانه چې بدل داسې وي

مينه چې فرهاد ته معمه شوله

مات يې کړو تندى چې يې حل داسې وي

ګل يې د اوربل د پاسه کيښودو

ويل يې اور به تا باندې بل داسې وي

ښایمه د غزل دعویدارانو ته

وادې وري افګاره غزل داسې وي