د اباسين څپې دې يوسه | چې مور دې شګې لټوي پلار دې خوړونه |
د اسری منګولې نری غاړه | ګودر ته لاړه دچا ژوند خرابوينه |
د اواړه ستا د زړه لپاره | چې د همزولو نه جدا ګودر له ځمه |
د اوبو غړپ کولی نشم | په زړه مې ستا د مينې ليک دی وران به شينه |
د بې وفا جانان د لاسه | د زړه دپاسه مې پولۍ ولاړې دينه |
د بې وفا نامه دې راکړه | تا څه ليدلي دي زما په زړه داغونه |
د تور لحد نه مې زړه بد دی | ځوانان ايسار کړي پالنګ تش کور ته ليږينه |
د تورو زلفو په ځنګل کې | يار په منگول کې گرځوم چې ورک به شينه |
د تورو سترگو ديدن راکړه | راباندې جوړ کړه بيا د خاورو امبارونه |
د ټپو وار راسره کېده | ماته بې واره ټپۍ خوند نه راکوينه |
د ټپې وار درباندې راغی | شفتل خورکه رنگ دې زېړ وتښتېدينه |
د ټولو بدو به توبه کړم | جانانه ستا دمينې نه توبه کومه |
د جانان ژبې ته حيران يم | څومره خوږې پستې خبرې پرې کوينه |
د جانان غم زما سايه ده | چې چېرته ځم زما نه مخکې وروسته ځينه |
د جانان مرگ راته اسان دی | چې دی ولاړ وي زه به بل ته وخاندمه |
د جلا لا ګودره وران شې | په جنکودې سا لنډی ولګاو نه |
د جنازې بازو مي نيسه | چېرته به ما په راستۍ خوله درکړې وينه |
د جنکو کاپرې سترګې | لوګی بهانه کړي ژړا يار پسې کوينه |
د جنۍ څانګې وانګې ونه | ربه زمونږ په کور يې راولې خاښونه |
د چا په شنې سترګې خوښيږي | څوک به په تورو سترګو ځان قربانوينه |
د خپل وطنه به دې ورک کړم | ما په ملالو سترگو ډير ورک کړي دينه |
د خولې مې تورې وينې لاړې | زه د هجران ښامار په زړه خوړلی يمه |
د ډاره غږ کولی نشمه | د سوال ياري ده اوس به ګډه وډه شينه |
د روغيدو تمه مې نه شته | جانان په غشو د بڼو ويشتلی يمه |
د ريبارانو ځای جنت دی | خدايه زما ريبار له ورکړې دوزخونه |
د ريبارانو ځای دوزخ دی | خدايه زما ريبار له ورکړې جنتونه |
د زړګي سره ناچاري ده | مين په تا يم ناز د ډيرو خلکو وړمه |
د زړه دپاسه مې امبار شه | د جانان غمه د عمرونو ځای دې يمه |
د زلزلې پشانتې راغلی | زه دې محفل کې د خبرو وويستمه |
د زلفو تار مې اوبو دروړو | په غم شر يکه مينه نيسه ګودرونه |
د سپينې خولې قيمت دې وايه | که سر پرې درکړم باقي دار به څومره شمه |
د سپينې خولې ياران دې نور دي | شفتلو پنډو ته دې زه نيولی يمه |
د سترګو جنګ دی ورته ټينګ شه | کاږه واږه باڼه په زړه ويشتل کوينه |
د سور سالو مېرمن ته وايه | نور دې د ژوبلو زړگو نه اخلي ازارونه |
د طالبانو دا عادت دی | د وظيفې سره مې ګوتې تاووينه |
د غرغرې ميدان ته راشه | سبا مې ستا په تهمت دار ته خېږوينه |
د غرور جام به دې نسکور شي | په عاشقانو باندې مه کوه ظلمونه |
د فکر ټال دې راته جوړ کړو | ته رانه لاړې زه يوازې زنګېدمه |
د کبرجن جانان د لاسه | د زړه دپاسه مې پولۍ ولاړې دينه |
د کشمالو منجيله وکړه | چې خو شبوی دی د منګۍ د بيخه ځينه |
د کوه قاف غر ته ختل دي | څوک چې ياري د بې وفا سره کوينه |
د ګلاب مينځ کې ګل وچيږي | چېرته عاشق سړي به لاس وروړی وينه |
د ګودر غاړه ورته نيسه | د نجلۍ خوی د مرغاوۍ دی رابه شينه |
د لرې مرم د نږدې سوزم | افغانستانه زغم د دواړو نه لرمه |
د لنډۍ ونې نه دې ځار شم | لکه سيسۍ چې په کمر ولاړه وينه |
د ماز د يګر ګودره وران شی | په خندا درشم په ژړا درنه راځمه |
د مازد يګر ګودر ته راشه | ما په منګی کې پراټي راوړی د ينه |
د مازد يګر ګودر له راشه | زه به منګی په لپو ورو،ورو ډکومه |
د مازد يګر ګودر له مه ځه | پيغلی ابو پر ځای و يني دکو ينه |
د مرګي هسې نوم بدنام دی | زه د جانان مينې پخوا وژلی يمه |
د مړوند خوب چې چا ليدلی | د بالښت خوب ورته مزه نه ورکوينه |
د مساپر يار زنکدن دی | مخ يې وطن ته کړئ چې سا يې وخيږينه |
د مسافرو ډلې راغلې | زما د يار ډله وروستۍ ده رابه شينه |
د ملکنډ د سر توتي وای | په اور ستي وای تهمتی نه وای مينه |
د ملنګانو سره مل وای | ګډ په ځنګل وای چې مې نه ليدای غمونه |
د ملنګۍ کچکوله مات شې | چې در په در دې ګرځوم تش دې راوړمه |
د منکو ټو کتار يې جوړ کړو | لنډۍ بازار يې په ګودر ولګاونه |
د منګوټو کتار يې جوړ کړو | لنډی بازار يې په ګودر ولګاونه |
د ناز کتو دې اثري کړم | د کړس خندا دې لېونی د دنيا کړمه |
د ناستې ځای دې راته ښايه | چې زه په هغه ځای کې وکرم ګلونه |
د نيمې شپې راتګ دې ورک شه | زه په توده بړستن کې نېغه کيناستمه |
د نيمې شپې سندرې خوند کا | څوک به مين وي څوک به ورک له ملکه وينه |
د وطن تيګې مې خوراک وای | نه وای خوراک مې په پردي وطن ګلونه |
د وفا تمه ترېنه مکړه | بي وفايي خو د هر ښکلي عادت وينه |
د يار يوه شوه زما بله | نصيبه داسې سوال مې کله کړې ونه |
د يدن دی سین کړه را لا هو کړه | زه په غاړه دګودر ولاړه يمه |
دا اوسني زلمي د څه دي | د جنکو پسې د پيازو غوټه وړينه |
دا به د پاک الله رضا وي | چې د ځوانۍ عمر په غم کې تېرومه |
دا به له ما نه پوره نشي | چې هر ساعت دې په جرګو پخلا کومه |
دا په ځير ځير چې درته ګورم | ما درکې نښې د يارۍ ليدلې دينه |
دا خو انصاف نه دی جانانه | چې دې مين کړم اوس مې نه کړې تپوسونه |
دا خو د استا د يارۍ ټس دی | چې په زېړي مازديګر کډې بارومه |
دا خو مې زړه دی چې لا ټينګ دی | دومره غمونه دريابونه وچوينه |
دا دا مې نه درکوي تاله | راشه زما په دا دا وکړه تعويذونه |
دا ستا به هېر وم که په ياد وم | زه چې قدم په قدم ږدم تا يادومه |
دا ستا په سترګو کې پيريان دي | چې په تا راشي غوټې ماله راکوينه |
دا ستا په مينه مې سوگند دی | ما دې خدای نه لري چې تا به هيرومه |
دا ستا د دوه ورځو خندا وه | زه به ژړا درپسې ټول عمر کومه |
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies.
Find out more
|
لنډۍ