کابل ته مه وايه چې وران شې | کابل کې شته دی پښتانه ببر برېتونه |
کاغذ ليکلی ترېنه واخلئ | د ننۍ زمانې يار دی ټګ به وينه |
کاغذه داسي وخت کې ورشه | چې دماښام په ډوډی ناست وې وژاړينه |
کاغذه لاړ شه په هوا شه | اول ترې ځار شه بيا پرې وايه سلامونه |
کاغذه لاړ شه په هوا شه | په عاشقانو باندې وايه سلامونه |
کاغذه والوزه شاهين شه | له خنداشين شه بيا پری وايه سلامونه |
کټ د بلۍ سوري ته راوړه | مياشت د بادرو ده لېونی به شې مينه |
کفن مې کلک وګنډه مورې | د ځوانۍ ټول عُمر پدې کې تېرومه |
کله دې غم راباندې بار شي | کله دې مينه په درندو کاڼو تلمه |
كوڅه كې اودريږه شيرينې | په ماذيګركې به ضرورهلته درځمه |
كوڅه كې بياليلاولاړه | دخوار مين ديدن ته سترګې غړوينه |
كوڅه كې ژاړي په سلګوشوه | دچاتصويرته سپينې اوښكې تويه وينه |
كوڅه كې ښكته پورته مه ځه | څوك به خبرشي اورسوابه شومينه |
کور يې په کلي کې معلوم دی | د بام په سر يې کشمالي کرلي دينه |
که ته مې روغ لېونی نه کړې | بيا مې د بنګو پيالۍ مه بوله مينه |
که په ميوند کې شهيد نه شوې | خدايږو لاليکه بې ننګۍ ته دې ساتينه |
که تور اوربل مې ميراتيږي | په وطن جنګ دی جانان نه منع کومه |
که ته ر يښتيا پر ما مين يې | د ګودر غاړه اجاره واخله مينه |
که ته مې روغ لېونی نه کړې | د خومارو سترگو به اوباسم سيخونه |
كه ځان په سلورنګوجوړكړې | چې مرګ دوبولي په تابه ګوته ږدينه |
که څوک باچا د زمانې شي | د جانان مينه به يې کوڅو کې ګرځوينه |
که د ځوانۍ دوران مې تېر شي | دومره به پاتې شي چې تا پرې ځورومه |
که د دولت ناچاري نه وای | ما به جانان په تول د سرو اخيستی ونه |
که د زلمو نه پوره نشوه | ګرانه وطنه جنکۍ به دې ګټينه |
که د يدن کړی ګودر ته راشه | زه به منګۍ په لپو ورو،ورو ډکومه |
که ديدن غواړې راته ګوره | زه به ډوډۍ په تناره وځنډومه |
که ديدن کړي تلوار راوکړه | کور کې څوک نشته زه يوازې ناسته يمه |
که دې خندلي راته نه وای | غريب سړی وم خپل ژوندون به مې کوونۀ |
که دی زما ديدن ياد يږی | د ګودر غاړه اجاره واخله مينه |
که زړه ته سل تسلي ورکړم | سترګو ليدلی جانان کله هېروينه |
که ستا نه سل ځله توبه کړم | په ما مين زړه مې توبې نه قبلوينه |
که سږنی اوړی خدای وکړي | ماته جانان د سور پېزوان ويلي دينه |
که سلام غواړې خط به درشي | که ديدن غواړې خدای ته پورته کړه لاسونه |
که لېونی يې زما خوښ يې | خلک ياري د لېونو سره کوينه |
که مرور شې ځان به خوار کړې | جنکۍ کله مرور پخلا کوينه |
که مساپر شي بيا به راشې | د تورو خاورو مساپر کله راځينه |
که ملامت يم ما دې مړ کړي | چې بې ګناه يم سر مې ولې غوڅوينه |
که مور او پلار دې خدای رضا کړل | د ماما ګانو به دې زنې ونيسمه |
که مې نصيب د بدو نه وای | په شين چمن به مې منګی نه ماتېدنه |
گلاب د اصله شهزاده دی | رامبېل چامبېل يې نوکران نيولي دينه |
گلونه ډير درسره راوړه | زه د اوربل دپاسه چتر جوړومه |
گوتې قلم ته په ژړا شوې | ليک به باقي وي موږ به تورې خاورې يونه |
گودر ته ځم راپسې راشه | ما په منګي کې پراټې راوړي دينه |
گودر ته دواړه خويندې راغلې | مشره ويشل کړي کشه غشي ورکوينه |
گوره ښېرې به درته وكړم | نوره مې مه اخله دخوږ زړه ازارونه |
گيلې به ډېرې ورته وکړم | که مې يو ځل د سور پالنګ ملګری شينه |
ګل مې د لاسه اوبو دروړ ه | په غم شر يکه لا ليه نيسه ګودرونه |
ګودر پاچا منګی وزير دی | وزیر هميشه د خپل پاچا سلام کو ينه |
ګودر په سر مې قبر جوړ کړه | چې مات منګی جنکۍ زما په قبر ږد ينه |
ګودر په سر مې قبر جوړ کړی | چې مات منګی پيغلی زما په قبر وينه |
ګودر ته ځم را پسی را شه | يوه شيبه به دی په شه زړه وو ينمه |
ګودر ته ځم راپسی راشه | زه به منګی په لپو ورو،ورو ډکومه |
ګودر ته ځم راپسی راشه | وخت مازد يګردی چې پری وکړو د يدنونه |
ګودر ته ځی په مخه راغلې | ګيبی ګيبی پرتو ګ دی لاره نه راکو ينه |
ګودر ته دواړه خو يندي راغلی | يوه يې ويشتل کا بله يې غشي ټو لو ينه |
ګودر د غدونو څه کم نه دی | پکې پښيږی شنی پاخی کټه بازونه |
ګودر دی عمر له اباد وې | مازد يګري پکې وی اخترونه |
ګودر دی عمر له ودان وې | په دی بهانه د حانان وکړم د يدنونه |
ګودر شو ګرم مازد يګر دی | ليلا همزولو سره قينج مکيز کو ينه |
ګودر کې سری لمبی شوی پورته | د چا د زړه په دنيا اور ولګيد نه |
ګودر له ځم چې اوبه راوړم | په سرو منګلو به يې جانان له ورکومه |
ګودر له ځم چې مانګی مات کړم | سپو ږمۍ زړه شوه اوس تیاره کې ياره ځمه |
ګودر له ځمه خو شحا ليږم | چې مې جانان کر لې لاره کې سره ګلونه |
ګودر له ځمه را پسی را شه | ما په منګې کې پراټي را وړی د ينه |
ګودر له ځی او پښو ته ګوري | پاچاهی لارکې د خيال مه ږده قد مونه |
ګودر له غبرګې خو يندی راغلی | ګو له ماری د خمارو ستر ګو کو ينه |
ګودرته ځم راپسی راشه | زه به منګی په لپو ورو،ورو ډکومه |
ګودرته څی ناوخته کيږی | د خيال کاته کوی په اور يې ستی کړ مه |
ګودرته راغلی برابره | يا خو لګۍ راکړه يا منګی در ماتو مه |
ګودرکې هره ورځ اختر وې | رنګ رنګ پکې وی د خو بانو محلسونه |
ګودرکې هره ورځ اختر وې | منګي په سر ورله راځی جو نی سيلونه |
ګودره بخت دی غلبه دی | د پيغلو جنو سيل کوی حيران دی کړمه |
ګودره ټول درته لو ګی شم | په سور سالو کې ليلا ستا خواله را ځينه |
ګور له ځم را پسی راشه | منګي مې دوه دي نری ملا مې ما تو ينه |
لاړم د خپل وطنه لاړم |
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies.
Find out more
|
لنډۍ