جانان په هيڅ نه رضا کيږي  د دروغجن ملا دې ورک شي تعويذونه
جانان زما زه د جانان يم که په بازار مې خرڅوي ورسره ځمه
جانان زما سره پښتو کړي چې سترګې توري کړي لکۍ ورته پرېږدينه
جانان مې ستوری د اسمان دی نه ورختی شم نه مې زړه صبر کوينه
جانان مې لاړو اسماني شو  اسمان چې ځمکې ته راځي قيامت به وينه
جانانه تور څادر په سر کړه ځان مرور کړه چې جرګه دروليږمه
جانانه ته خو داسې نه وي د چا خبرې دې ضرور منلي دينه
جانانه ته خوداسې نه وې ښايي جواري دې دبل چاخوړلي دينه 
جانانه خپل وطن ته راشه پردی وطن د مېړو قدر کموينه
جانانه خپل وطن ته راشه په دالانونو کې دې لګي خړ بادونه
جانانه خپل وطن ته راشه غمازان ستا په جدايۍ اختر کوينه
جانانه خپل وطن ته راشه که خلک ډېر دي پرې اباد دي خپل کورونه
جانانه دومره په ما گران يې چې ته روان يې زه دې شمارم قدمونه
جانانه دومره را سره واي  لکه بر يښنا چې د با رانه سره وينه 
جانانه راشه چې پخلا شو زمونږه څوک دي چې به مونږ پخلا کوينه
جانانه راشه چې پخلا شو عمر د ژمې مازديګر دی تېر به شينه
جانانه راشه دا دی وخت دی پلار مې د سر سودا د بل سره کوينه
جانانه راشه که ديدن کړي د زنکدن خولې په ما راغلي دينه
جانانه راشه که راتلی شې ښکلی بشر مې په کفن کې پټوينه
جانانه زېری مې درباندې زمونږه کډه ستاسې کلي ته درځينه
 جانانه ستا د زړه لپاره  زه په غرمه د ګودر غاړی له درځمه
جانانه ستا ديدن لپاره زه په زړه شپاله کې ‌بېرې ټولومه
جانانه ستا ديدن لپاره زه د کابله په ټکس راغلی يمه
جانانه غلی غلی ګورې يا دې څه ورک دي يا دې زه ليدلې يمه
جانانه غم دې دومره خوږ دی  چې د دنيا خواږه يې خاورې ايرې کړنه
جانانه فکر پکې وکړه  مينه سور اور دی وارخطا نشې مينه
جانانه ولې لېونی شوې په لاره ځې په تيګو ولې زيارتونه
جانانه ويښ يې که ويده يې ستا په کوڅه مې لاس تړلی تېروينه
جدايي راغله لارې دوه شوې مرګ مې قبول دی جدايي نه قبلومه
جنۍ د پلاره دی وير يږم  ګودر ته راشه کور ته نه درسره ځمه
ځان په ازغوباندې سوری كړه كه چېرې غواړې ديارغېږه كې خوبونه
ځان د وطن په شمع سيزه چې پتنګان دې د زيارت طواف کوينه
ځان دې زما په ديدن موړ کړه بيا به مخ په سپين کفن کې پټوينه
ځان يې زړو جامو کې جوړ کړو لکه په وران کلي کې باغ د ګلو وينه
ځای د داغلو په کې نشته  جانانه څله داغوې داغلي زړونه
چا يې پلو ليدلی نه و اوس د تورخم په سرک ځي سرتور سرونه
چرګه مرۍ کې ناسور شه زه د ليلا غېږې ته اوس راغلی يمه
چنار به ولې سر لوړ نه کا  چې جنکۍ ورلاندې سترګې توروينه
چې په ژوندون مې په کار نشوئ که مې د قبر مجناور شې څه دې کړمه
چې په ښايست مې خفه کيږې نور به د ځمکې خوب کوم چې ژېړه شمه
چې په مرض مې نه پوهېږې طبيبه مه ګوه زما د لاس رګونه
چې پېغله لور يې په کاله وي پس د ماښامه دې پنځډزی ګرځوينه
چې پېغله لور يې په کاله وي د هغه کور سابه جواری مزه کوينه
چې تاته ګورم ژړا راشي چې ځانته ګورم په ما لا ډير دي غمونه
چې تورو خاورو ته مي سپاري په خولې مې کېږده د سورکو شونډو سرونه
چې توره نکړې نو به څه کړې چې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه
چې جنازه مي روانيږي پاس په کفن باندې مې وشينده ګلونه
چې چېرته ته وای هلته زه وای  نصيب تقدير مې له تا لرې ګرځوينه
چې څوك له خپله ځانه دروندوي ټولې دنياته ددراندۀ ګومان كوينه 
چې خط مې وايي ورته ژاړه ماچې ليکه ورته مې ډېرژړلې دينه
چې خويندې کښېنې ورونه ستايي چې ورونه کښېنې خويندې بل ته ورکوينه
چې د ديدن نصيب يې نه وي په يوه کوڅه کې سره وړاندې وروسته شينه
چې راپسې نشې قرانه زه د جانان لپاره لاس درباندې ږدمه
چې ژوندون وي جانان به راشي چې ژوندون نه وي بيابه نه وي ديدنونه 
چې سا مې اوځي رانږدې شه په دواړو سترګو راته کيده سره لاسونه
چې سترگې تورې کړم شرميږم چې شونډي سرې کړم غمازان مې نه پرېږدينه
چې سر زما وي څنګل ستا وي د هغه وخت په انتظار يم رابه شينه
چې سر زما وي څنګل ستا وي مزه به دا وي چې ويده د عمر شمه
چې سړی هر څومره پښتون شي زړه چې مئين شي پښتو ټوله ترېنه ځينه
چې سور پرتوګ دې وکړو نور يې زمونږ  دکلي منع کړه چې مرمه
چې عاشقي يې کړې نه وي د پادې خر دی سبا ځي بېگا راځينه
چې عاشقي يې کړې نه وي هغه به څنگه د ايمان دعوه کوينه
چې فکر بند په زولنو کړم چې رانه خلاص شي برابر جانان له ځينه
چې کله کله راپه ياد شې دېوال ته کېنم ځانته غلی وژاړمه
چې کلي واله مې ګڼلې  ځکه مې سوال د سپينې خولې درته کاونه
 چې ماز د يګر شی زړه مې ښه شی  په ګودر حوړ شی د منګيو کتارونه
 چې مازد يګر شی عاشقان ژاړی  چټه له خياله منګی وړی په ګودرونه
چې مې په جېب کې دولت ډېر و خپل مې لا څه چې د پردو خپل شوی وم
چې مې د تورو سترګو وار و د چا به کار و چابه هسې غږ کوونه
چې وعده وکړې پوره يې نکړي ژبه يې پرې کړې چې وعدې پرې نه کوينه
چې وي پښتون اوپښتونكړي داسې كسانوته به ګورې كړنګونه
چې هديره باندې تيرېږې زما مزار ته مخ راواړوه مينه
 چې يوړم يوړم اوبو يوړم  چې بې ګودره ګډ يدم اوبو به وړمه
چېرته عاشق سړی ولاړ دی ساړه ساړه اسويلي کړي باد يې راوړينه
څانګه به نن سبا کې ګل شي ما يې په سر کې سرې غوټۍ ليدلي دينه
څنگ ته مې مه راځه جانانه سبا به بوی د لونگين درڅخه ځينه
څنګه په سپينه جامه ګرځې رب دې مئين کړه چې خيرن دې ووينمه
څنګه د ورايه په خندا شوې  لکه چې غم دې د زړه ټول هېر کړی وينه
څنګه نرۍ يې لکه لښته  مور دې ړنده شه چې په تا اوبه راوړينه
څوک په رضا له ملکه نه ځي يا ډېر غريب شي يا د يار له غمه ځينه
څوک چې په چا باندې مين شي هغه غمجن شي د هر چا د خندا شينه
څوک چې په شنو سترګو مين شي پس د ماښامه دې پنځډزی ګرځوينه
څوک چې د ښکلو وفا غواړي ماته کيسه د صنوبر راياده شينه
څوک چې د يار په غېږ کې پروت وي په نورو خلکو د ړندو ګومان کوينه
څوک مې د حاله خبر نه دی لکه چنار مې په ډډ اور ولګېدنه
 خا ونده دا ګناه مې معاف کړی  بيا به دخوړ په عاړه نه کرم ګلونه
خال به د يار له وينو کيدم چې په شين باغ کې ګل ګلاب وشرموينه
خال يې په غونډه زنه کېده  بيا ما ورپرېده چې پرې څه نخرې کومه
خاورې د يار د کوڅې راوړئ پاس په کفن کې ( لا اله) راته ليکينه
خاونده بيا دې پسرلی کړو جونه شفتل کړي وړکي سيل ته تللي دينه
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more