اب کوثر جانانه راشه | د بېلتانه پۀ سفر ځم تږی بۀ شمه |
اب و دانه مې شوه تمامه | ليلا په زړه راکړل د تورو گوزارونه |
الله دې تا په چا مين کړي | چې تن دې روغ وي زړه دې پټ کوي دردونه |
الله درې ژر تياره ماښام کړي | چې کچکول واخلم د يار در ته ودرېږمه |
اباسين بيا پۀ څپو راغی | پۀ سر يې راوړۀ سپينې خولې زېړ پېزوانونه |
اباسين بيا څپې څپې دی | هره څپه يې ورانوي د پګړۍ ولونه |
اباسين راغی غاړې غاړې | پۀ سر يې راوړۀ کشميري د خيال شالونه |
اپت وهلي کښت ته راغلم | نه يې شين توب شته نه هغه خوند راکوينه |
اټې اټې زلفې دې توی شوې | د پا غوندې پۀ دود دې سر سپين شومه |
اجر و جزا د عمل حق ده | څوک چې د نېکو عمل کړي نېکي بۀ وړينه |
احمده خدای دې جنتي که | تر هندوستانه پورې تا کړي جنګونه |
اختر به بيا وطن ته راشي | زړګيه تللی جانان بېرته نه راځينه |
اختر پرون ؤ پرون تېر شو | دا د دامان کوترو نن سرۀ کړۀ لاسونه |
اختر پرون تېر شو عالمه | د بغدادو کوترو نن راغلل سيلونه |
اختر په منډه منډه راغی | نه مې نتکۍ شته د نه د غاړې تاويزونه |
اختر پۀ ټوکو ټوکو راغی | نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاويذونه |
اختر پۀ ورځ دې سينګار کړ | څوک دې پۀ زړۀ دي که ډاډه وهې ټالونه |
اختر ته ډېره خوشالېږم | زما ديار وعده اختر دی رابۀ شينه |
اختر چې تېر شي بيا بۀ راشي | دا د ځوانۍ عمر پۀ بېرته نه راځينه |
اختر د واړو مبارک شه | دا د ځوانۍ عمر پۀ بېرته نه راځينه |
اختر دې تا ته مبارک شي | چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه |
اختر له تا سره ښایېږي | نور خلک خوشې د اختر هوس کوينه |
اختر نژدې دی روژه لاړه | ليلا بۀ چاته سرې منګلې ښکاروينه |
اختر نژدې دی ياره راشه | مبارکي بۀ يو وبل ته ورکوونه |
اختره ستا د برکته | د جنکو په سينه زانګي زيړ ګلونه |
اخر به مرم پاتې بۀ نه شم | ته چې دا سپينه سينه ږدې پۀ دېوالونه |
اخر بۀ پاتې شې ميدانه | مسافر کډۍ باروي وطن له ځينه |
اخر بۀ خاورې شې بدنه | که دې هر څو پر وطنو وګرزومه |
اخر بۀ خاورې شې جانانه | ما اشنا سترګې نا اشنا ليدلې دينه |
اخر بۀ خاورې شې صورته | که دې هر څونه پۀ زربفتو کې ساتمه |
اخر بۀ دا دنيا شي ورانه | تر خاورو لاندې بۀ شي ښکلي بشرونه |
اخر بۀ کند کچکول راواخلم | چې کبرجن جانان مې نه کوي پوښتنه |
اخر بۀ مرم پاتې بۀ نه شم | که د فولادو کلا تاو له ځانه کړمه |
اخر بۀ وران شې پېښوره | د ننګرهار نجونې ښېرا درته کوينه |
اخر ته داسې درته وايم | اجازه واخله چې جوړه کابل ته ځونه |
اخرنی ځای دې لحد دی | ظالمه مه کوه پۀ ما ډېر ستمونه |
اخيري ورځ ده راته ګوره | بيا به د يو بل د ليدو ارمان کوونه |
ادکې مورې څراغ بل کړه | د مومن خان پۀ وينو سرۀ شول بالښتونه |
اذان پۀ ځنډ کوه طالبه | زه د جانان غېږې ته اوس ورسېدمه |
ارام د زړۀ مې پرې و نۀ شو | که مې له سرو سترګو ويني تويومه |
ارمان ارمان تېره ساعته | پيدا به نشې که ملنګ درپسې شمه |
ارمان ارمان خپله وطنه | د خپل وطن جامې مې ولوېدې له تنه |
ارمان ارمان د دا دا کوره | د ډکه شکوره به چاپېره تاوېدمه |
ارمان ارمان دی لويه خدايه | چې همېشه مې د جانان کړای مجلسونه |
ارمان به وکړې وخت به تېر وي | بيا به وطن راپسې ګورې نه به يمه |
ارمان به هلته زما درشي | چې سور پالنګ درته يوازې پاتې شينه |
ارمان به هلته زما درشي | چې کټ مې واخلي تورو خاورو ته مې وړينه |
ارمان به هلته زما درشي | چې مې ځوځان په قبر وسپړي ګلونه |
ارمان به هلته زما درشي | چې مې د سخات پيسو ته ونيسې لاسونه |
آسمانه درز وهه راولېږه | په ما قيامت دی چې په ټولو قيامت شينه |
اسماني تندر شوې جانانه | په ما راپرېوتي ذرې ذرې دې کړمه |
امانتي مې ګور کې کېږدئ | که اشنا راشي ما به خپل کلي ته وړينه |
آواز يې اورم کتی نشم | په ښاپېرو مې سر و کار دی وبه مرمه |
اوبه د بر ګودر خوږې دي | زه د جانان لپاره کوز ګودر له ځمه |
اوبه د کوز ګودر خوږې دي | لیلا د يار لپاره بر ګودر ته ځينه |
اوبه دکوز ګودر خوږې دي | زه د مين د پاره بر ګودر ته ځمه |
اوبه دهر ګودر خو ږې دي | جانانه ستا لپاره کوز ګودر ته ځمه |
اور چې بليږي اخر مړ شي | د مينې اور سړی تر عمره سوزوينه |
اوښکي مې سيند غوندې بهيږی | بیا به د سيند د غاړی نهکوم سيلونه |
اول به ته ورته حيران شې | که مې ښکاره کړه د زخمي زړګي داغونه |
اول به کله کله غم و | اوس مې دوتر شو کروندې پکې کومه |
اول دې ويل چې رامين شه | اوس راته وايې چې خپل کار کوه مينه |
اول مې فکر درته نه و | اوس مې د زړه ستنې کږې درپسې دينه |
ايمان دې ښه راته معلوم دی | په رواجي برېتو دې مه وهه لاسونه |
بابا ته لاړې سوال دې وکړو | په زړه دې زه وم که دې نور کول سوالونه |
بابادې ماوژلی نۀ دی | چې راته نيسې دزړې ولې بندونه |
باباکوچيانوته مې ورکړه | چې تورپېکی مې دنښتروبادوهينه |
باباګلان دباغه راوړه | زۀ يې پېيمه جوړومه امېلونه |
بابامې نۀ درکوي ياره | لاړشه باباباندې مې وکړه تاويذونه |
باباولي پرکندهاردی | زماجانان يې وزيارت ته تللی ونه |
بابوټيکس دې بېرته واخله | زۀ مې شيرين جانان دکن ته نۀ لېږمه |
بابوټيکس دې بېرته واخله | مامروراشناپخلاکړبېرته ځينه |
بابوکره زموږ وطن دی | جندوله تاته سلامي راغلی يمه |
باتۍ دتېلوپۀ زورسوځي | ماته ديارغمونه اورشول ويې سومه |
باچارخصت راکه چې ځمه | چې پۀ وطن موغنم زېړ لويې کومه |
باچاهي تخت مې پۀ کارنه دی | جانان بۀ لوکازۀ بې وږي ټولومه |
باد د جنت پکې لګيږي | د غرمې خوب د شاليلا دېرې ته وړمه |
باددبهۍ پۀ کې لګېږي | دغرمې خوب بۀ دليلادېرې ته وړمه |
باددپغمان له لورې راغی | زمادياردزلفوبوی ماته راوړينه |
باددخوتن دی راالوتی | ياعنبري زلفې جانان سنبالوينه |
باددې پلوله مخه يوسه | چې ګلابي مخ دې پۀ سترګوووينمه |
بادسبازماقاصد شه | زماشيرين اشناته يوسه سلامونه |
بادسبايارمې ويښ نه کړې | دسهارخوب پرهلک ډېرغالبه وينه |
بادمې ديارله لورې راغی | پۀ وازه خوله به يې کوګل ته تېرومه |
بادنن له پاسه که ښکې دی | بوی دجانان مې پۀ دماغ ولګېدنه |
باده پربادمې سلام وايه | پرهغه بادچې داشناپۀ لورې ځينه |
باده په باد مې سلام وايه | په هغه باد چي د جانان په لورې ځينه |
باده دخدای روی مې دروړی | ژرراته وايه ګران زړګی څۀ حال لرينه |
باده ديارحالونه راوړه | ظالمان شته دي ماويارته نه پرېږدينه |
باده ديارله لورې راشه | ماته ملهم شه چې مې جوړشي پرهارونه |
باده سلام پۀ جانا?
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies.
Find out more
|
لنډۍ