تر هر څه دمخه باید ووایم چی په دی لیکنه کی په افغانستان د امریکا دیرغل له وخته بیا تر ۲۰۱۴ میلادی کال پوری دناټو اوافغانی دولتی چارواکوکړنی څیړل شوی او تر هغه وروسته پیښو ته بله لیکنه په پام کی نیول شوی ده.

يه ۲۰۰۰ میلادی کال کی دامریکا متحده ایالاتو د ولسمشری په ټولټاکنو کی د جمهوریت غوښتونکی ګوند نوماند جارج بوش د دیموکرات ګوند له نومانده تولټا کنی وګټلی. دوخت رسنیو په بیړه په ډاګه کړه چی بوش دسیاسی پوهی او تجربی له مخی د منځنی کچی نه یو څه ښکته سیاستوال دی، دی اود ټولټاکنو ټیم یی،په تیره بیا مرستیال ولسمشر ډیک چینی اود جنګ وزیر دونالد رمسفیلډ دجنګ ډیر شوقیان دی. دی ټیم له سره دا پلان در لود چی امریکا باید په نظامی لحاظ دومره ځواکمنه شی چی په یوه وخت کی دوی جګړی پیل او دواړه په بری پای ته ورسوی. دپخوانی شوروی اتحاد او د وارسا پکټ تر ړنګیدو وروسته، کله چی څه ناڅه ټولو غربی هیوادونو خپل نطامی لګښتونه راټیټ کړل، امریکا پخپله نظامی بو دیجه کی نه یوازی کمښت رانه وست بلکی هغه یی نوره هم پسی لوړه کړه.

د ۲۰۰۱ میلادی کال د جنوری په ۷ نیټه جارج بوش د دودیزو مراسمو سره سم دامریکا دولسمشر په توګه لوړه تر سره او کار یی پیل کړ.د همدی کال د د سمبر د میاشتی په ۱۱ نیټه  د نیویارک او واشینګټن په ښارونو ترورستی برید وشو چی له امله یی تر ۳۰۰۰ زیات امریکایا و وژل شول. په دی برید کی هیڅ افغان ګډون نه درلودوخو امریکایان په دی عقیده وو چی دا برید د اسامه بن لادین په مشری دالقاعده ترورستی ډلی تر سره کړی دی او طالبانو همدی ډ لی ته په خيل ملک کی پنا ور کړی ده. په دی کړکیچ کی د بوش حکومت دسیاسی ناندریو او له ځانه د ډیپلوماتیک هنر دښودلو وس او حوصله نه درلوده او د جنګ ځپلی افغانستا ن په خلاف یی د جنګ لپاره یوه پلمه غوښته. په بیړه یی له طالبانو وغوښتل چی بن لادین په لاس ورکړی. طالبان چی د خپل لنډ تاریخ په بهیر کی دسیاسی هنر مندی په ځای په سر زوری او سر تنبګی مشهور شوی وو پخپل دریځ کلک ودریدل. د دوی په نه خوځیدونکی فکر کی اسامه بن لا دین د هیواد له خپلواکی،په هیواد کی دسولی او ثبات او په همدی ډول دافغانستان له ټول جنګ ځپلی ولس نه لوړ ارزښت درلود. لنډه دا چی له بن لادین نه یی دافغان ولس په قربانولو کی دلوی پر وردګار رضا حاصلوله. ښه می په یاد دی او تراوسه یی هم نشم هیرولی چی په پاکستان کی د طالبانو سفیر مولانا ضعیف له ژور نالستانو سره پخپله وروستی مرکه کی په دی هکله وویل چیتر هغو چی یو افغان هم ژوندی وی بن لا دین به له هیواده ونه باسیضعیف په دی ټکو کی دطالبانو دمشر تابه رسمی پیکړه بیان کړه. په دی توګه هغه پلمه چی دبوش حکومت دجنګ له پاره له سره لټوله طالبانو پخپل لاس وروسپارله.

سی آی  ای په تلوار د شمالی ټلوالی بګیل شوی سروالان او ځنی نور مات شوی جنګسالارا په یوڅو ملیونو ډالرو را ونیول او له ځان دسره یی ملګری کړل او د ۲۰۰۱ میلادی کال داکټوبر دمیاشتی په  ۷ نیټه یی په افغا نستان وسلوال برید وکړ. د طالبانو سرتنبګی د امریکا د ب ۵۲ بم غورځونکو الوتکو او کروز راکټونو زور نه درلود اومات شول. امرکایانو دطالبانو واکمنی ته د پای ټکی کیښود او دولت یی دحامد کرزی دچپنی تر سیوری لاندی دشمالی ټلوالی پیژندل شوو لوټمارانو او جنګی جنایتکارانو ته وسپاره.

تر ماتی وروسته د طا لبانو ستونځی او غوښتنی:

امریکا په افغانستان باندی دبرید له پاره دری پلمی وړاندی کړی وی :

لومړی داچی افغانستان به ددوی په وینا له ترورستانو ازادوی، دوهم به په افغانستان کی د نشیی ټوکو دکرلو مخنیوی کوی او دریم به پدی هیواد کی د ولسواکه او  قانونی دولت په جوړولو کی مرسته کوی. ډیرو هیوادوالو هم له غربیانو همدا تمه درلوده. دافغانستان تر نیولولږه موده وروسته د نظریو د مالومولو ځنی غربی ایجنسیو په رسنیو کی دافغانانو نظریی خپری کړی چی له مخی یی دهیوادوالو ۷۵ سلنه دطالبانو دحکومت نه وروسته په خپل هیواد کی دامریکا په مشری دغربیانو په شتون کی دښی راتلونکی هیلی درلودی. دی وضعت ته په کتو سره طالبانو هم نیت کړی و چی د سبیاست نه لاس واخلی او بیرته خپلو کورونو، مدرسو او جوماتونو ته مخه کړی.   ډاکټر فاروق اعظم په ۲۰۱۶ میلادی کال کی د کابل په ارګ کی لوړ پوړو دولتی چارواکو ته په یوه وینا کی وویل چیطالبان مات شول او عذر یی کاوه چی موږ مات یو، موږ پریږدی خپلو کورو ته چی ژوند وکړو......کرزی صاحب چی اوس به زما خبری اوری  راتهوویلچیماتهراغللاووییویلچیموږ

په حکومت کی چوکی نه غواړو خو په کور کی مو پریږدی،خوموږ پری نښودل......خالد پښتون ماته کیسه وکړه  چی په کوټه کی ۱۶ تنه د طالبانو مشران.....ماته راغلل او ویی ویل ، موږ نه غواړوپه پاکستان کی ژوند وکړو، موږ دپاکستان سره تجربه لرو، په حکومت کی هم چوکی نه غواړو.......ما کندهارته راوستل او امریکایانو ته معرفی کړل،هغوی بوتلل ګوانتاناموته  وبګرام ته او په کلونو یی په زندان کی تعذیب کړل او ځنی یی هلته مړه شول  د ډاکټر فاروق اعظم وینا دا تاریخی واقعیت ښیی چی طالبان دماتی په پایله کی دحکومت کولو او سیاست نه بیزار وو او دپاکستان څخه یی هم زړه تورواو نه یی غوښتل چی بیر ته دی هیواد ته اړشی،خو امریکایانو او دهغوی افغانی مریدانو دهغوی دتسلیمی نه منله. امریکایی پوه او پخوانی ډیپلومات بارنټ  روبین هم دا تاریخی ټکی په ګوته کړی دی او طالبانو ته یی په یوه يرانستی لیک کی لیکلی دی چید ۲۰۰۱ میلادی کال د ډسمبر په شپژمه نیټه ستاسی مشرانو دحامد کرزی سره یو ټړون وکړ، څوک چی تازه دملګرو ملتونو په منځکړتوب د بن په کنفرانس کی دافغانستان دانتقالی حکومت مشر ټاکل شوی و، تاسی په اوربند باندی ورسره موافقه وکړه او دکرزی حکومت ته مو هغه څلور ولایتونه ور وسپارل چی تاسی لا باندی واکمن واست. تاسی په ځواب کی دحکومت څخه دځانګړو حکومتی مناصبو غوښتنه هم ونه کړه، یوازی مو معافیت وغوښت چی تاسی یی په ترځ کی وکولی شی چی باعزته ژوند وکړی، د جورج ډبلیو بوش اداری دافغانستان دنوی دولت په تشکیل کی ستاسی دګډون مخه ونیوله ، دامریکا دفاع وزیر  دونالد رمسفیلډ اعلان وکړ چی ستاسی سره به نه دمذاکراتو لار غوره کوی او نه به در ته معافیت درکوی....... او دهغه وخت مرستیال ولس مشر  امر وکړ چی دغه کسان دی په ګوانتانامو او بګرام کی بندیان شی

دبارت روبین له څرګندولو دا پایله په لاس راځی چی طالبانو دبهرنیانو په شتون کی د هغوی په لاس جوړ شوی مو قت حکومت مشر حامد کرزی سره دسولی خبری کړی دی او له هغه څخه یی یوازی او یوازی په خپلو کورونو کی دژوند کولو حق غوښتنه کړیده. دوی نور نه پاکستان ته زړه ښه کاوه، نه یی دسیاست او حکومت کولو وس درلود اونه یی بیا وسلی ته دلاس اچولو نیت درلود. دی چارو ته دامریکایان او دهغوی افغانی پیروانانوله خوا مجبور شول.

دطالبانو د سیاسی او نظامی ماتی نه وروسته دهغوی په ګډون دټول افغان ولس هیله او غوښتنه په سوله کی ژوند کول و، ټول په سوله کی داقتصادی پر مختګ، ټولنیز عدالت،د قانون حاکمیت او له دی لاری دبیکاری او بیوزلی نه د خلا صون په تمه وو،خو بی ځنډه ښکاره شوه چی امریکا دهغو موخو له پاره په افغانستان برید نه و کړی چی تبلیغول یی. دامریکا متحده ایالاتو دجارج ډبلیو بوش په مشری غوښتل چی زموږ په هیواد کی خپل نظامی زور وازمویی،وښیی او له دی ځایه ټولی نړی ته دا پیغام ورسوی چی امریکا دیوازنی ابر قدرت په توګه وپیژنی،نو ځکه یی دطالبانو تر ماتی وروسته دافغانستان له پاره کومه سیاسی ستراتیژی نه درلوده او یوازی یی  په خپل نظامی زور او افغانی زورواکانو او جنګی جنایتکارانو ډډه ولګوله. دامریکا افغانی انډیوالان چی دخپلو تیرو جنایی اعمالو په بهیر کی په اخلاقی لحاظ په بشپړه توګه استهلاک شوی اوپه بی شمیره جنایی جرمونو تورن شوی وو دسولی،ازادی، پر مختګ او ټولنیزعدالت اونورو سیاسی او ټولنیزو مفاهمو سره له پیژند ګلوی هم بی برخی پاتی شوی وو. دوی یوازی دوی بنسټیزی موخی درلودی: لومړی درسوایی ترحده لوټماری او دوهم لکه څنګه چی ډاکتر فاروق اعظم په مخکی یاده شوی وینا ویلی دی« دطالبانو په نامه دپښتون دوژلو او دقومی تصفیی پروژه » وه. دواړو موخو ته لاسرسی سولی ته نه بلکی جنګ ته اړتیا درلوده. نوی جنګ ته دطالبانو په مجبورولو او له هغوی څخه له سره دیوه نظامی او سیاسی ځواک په جوړولو کی دی وحشی اوله سیاسی درایت او انساتیت نه خالی موخو په خپل وار مهم رول لوبولی دی.

سیاست ته شا کول او وچ زور ته مټه کیدل

دولسواکی ناری وهل او دزورواکانو ملا تړل

د امریکا په مشری دناټو چارواکی ځکه زورواکی بللی شو چی افغانی کړکیچ ته یی یوازی دنظامی کړکیچ په سترګه کتلی دی او سیاسی اړخ ته یی چندان پاملرنه نه ده کړی. تر اوسه په دی سم نه دی پوه او یا نه غواړی چی پوه شی چی افغانی لانجه یوازی یوه نظامی لانجه نه ده او نه وه. دا لانجه په حقیقت کی د سیاسی، ټولنیزو او کلتوری لانجو یوه غوټه ده چی نظامی اړخ هم لری،نو ځکه یوازی دوسلی په زور نه حل کیږی. دکړکیچ سیاسی او ټولنیزه پیچلتیا مسلکی پاملرنی ته اړ تیا لری. دقانونی مشروعیت په بنا د دولتی ارګانونو او دکار وړ اداری په جوړولو کی مرسته او د ټول هیواد په کچه د قانونی حاکمیت په ټینګولو او ځواکمن کولو کی یی، چی دافغان ولس د ډیر لوی اکثریت هیله او غوښتنه وه، دحل لار پیداکیدلی شوه. خو ومو لیدل چی غربیانو د دی کار له پاره سمه سیاسی ستراتیژی، سنجول شوی پلان او حتی اراده نه در لو ده ا و په دی هکله یی ټولو تبلیغاتو د ځان ستاینی او ځانته د ډاډ ورکولو نه بله مانا نه در لو ده. نن سبا خو په دی باره کی بی بنسټه لافی څوک منلی نشی او په افغانستان کی مافیایی جنایتکارانو ته دسیاسی واک سپارل ولسواکی بللی نشی. هیپلر،المانی افغانستان پیژندونکی، دناټو او امریکایانو دا تګلاره یانی یوازی په نظامی زور او افغانی زورواکانو ډ ډه لګول دد وی سیاسی ماته بولی او دا سیاسی ناکا می دنظامی ماتی سریزه ګڼی اوور پسی لیکی چیپه افغانستان کی یی سوله او پر مختګ په سیاسی لحاظ له ماتی سره مخامخ شول نو خکه یی جګړه بایلودله، په دی هیواد کی دولسواکی نښی او نښانی نه لیدل کیږی.» د چارو ډیرڅارونکی په دی عقیده دی چی که ناټو دخپل جنګی ما شین تر څنګ په افغانستان کی د قانونی حاکمیت، اقتصادی او ټولنیز پرمختګ اوله دی لاری  دولسی ملاتړ او دسولی د ټینګولو په موخه دافغانی ټولنی د شرایطو سره سم سیاسی ستراتیزی هم در لودلی نو په طالبانو باندی یی د غوڅ بری احتمال زیات و او په لومړیو دوو کالو کی دیوی داسی ستراتیژی دعملی کولو له پاره منا سب شرایط هم موجود ول. غربیانو د دی امکاناتو نه ګټه وانه خیسته،سیا ست ته یی شا کړه او په وچ کلک زور یی لاس پوری کړ. د دی په ځای چی دافغان ولس په ذهنیت کی رټل شوی او یو ځل دسیاست له سیمی شړل شوی لوټماران او جنګی جنایتکاران محاکمی ته راکش کړی او یایی لږ ترلږه له سیاسی واک څخه لری وساتی، په ډالرو یی بار کړل، په وسلو یی سنبال کړل، دولتی ماشین یی ور وسپاره او دزورواکی او لوټماری ټول وسایل یی په لاس ورکړل. دقدرت په نیلی هغه څوک سپاره شول چی لا تراوسه زورواکی ورته ولسواکی ښکاری او غلا اولوټماری ته دهوښیاری او وحشت ته د سیاست په سترګه ګوری. په دی توګه غربیانو په خپل لاس دولس واک او حق تر پښو لاندی کړل. غلواکه او زور واکه انار شی پیل شوه. په ملک کی د قانونی نظام دجوړولو او په هیواد کی دقانونی حاکمیت مخه ډب شوه. دزور واکی او لوټماری قانون جاری شو او ازمویل شوی لوټماران یی ورته قاضیان مقررکړل.څوک چی په داسی کړکیچونو کی دسیاست سره پریکړه کوی ، یوازی په نظامی زور ډ ډه لګوی نوحتما به په ولس کی باور له لاسه ورکوی او ځان به له خلکو تجریدوی. دانو په حقیقت کی سیاسی ماته ده چی لار یی دنظامی ماتی په لور ځی. هیپلر په دی اړه د جنګ مشهور تیوریسن، المانی جنرال کلوزی ویڅ دی خبری ته ګوته نیسی چیکه څوک غواړی چی جګړه په خپله ګټه پای ته ورسوی نو باید تر هر څه دمخه دجګړی په کرکټر ځان پوه کړیاو ورپسی زیاتوی چیدافغانی جګړی منځپانګه سیاسی کړکیچ دی او دا چی دی ټکی ته یی پام ونه کړ نو ځکه دنړی تر ټولو ځواکمن پکت ناټو د طالبانو په ضد جنګ په خپله ګټه پای ته ونشو رسولی

غربیانو په لوړ اواز په افغانستان کی دابادی، ولسواکی او پر مختګ ناری وهلی خو په عمل کی یی بل څه کول. کله چی د دوی امنیتی ګټی د ولسواکی سره په ټکر کی راغلی دی نو په ولسواکی یی سترګی   پټی کړی دی او له هغی یی خپلی امیتی ګټی لوړی بللی دی. دا په دی مانا چی نا ټو،تر ټولو دمخه د امریکا ځانګړی ځواکونو، دخپل امنیت دساتلو د پاره حتی دمرکزی حکومت د کمزوری کولو په بیه هم هغه محلی زورواکه جنایتکاران  هم په ډالرو پړ سولی او په وسلو سنبال کړی دی چی دولسواکی تر ټولو سخت دښمنان وو اودی، قانون او مدنی ژوند له سره نه پیژنی. ناټو او په سر کی یی د امریکا ځانګړو ځواکونو، په ولس کی همدا رټل شوی او بدنام شوی جنګسالاران ځواکمن او واکمن کړل او په دی توګه یی ټوله دولتی دستګا د کار او ابادی په لور نه بلکی دجنګسالاری او لوټماری په لور روانه کړه. هیپلر لیکی چینن سبا دافغانستان دولتی دستګا، له محلی پولیسو نیولی بیا تر لوړو دولتی مقاماتو پوری، دسوچه جنایتکارانو او لوټمارانونه ډکه ده

همدا جنایتکاران او لوټماران دولتی مقامونو ته دشخصی ملکیت په سترګه ګوری او هر څه پخپل سر تر سره کوی. ډیر یی د دولت دامنیتی ارګا نونو تر څنګ شخصی ملیشی هم لری. هیپلر چی دا بهیرونه څیړی نو لیکی چیدافغانستان خلک دامریکا په لاس جوړ شوو دولتی ارګانونو نه، په تیره بیا دپولیسی او قضایی ارګا نونو نه،  دیاغیانو او جنایتکارانو پر تله ډیره کرکه کوی او دا چی ناټو او امریکا له همدی لوټمارانو او جنایتکارانو سره مرسته کوی نو د ازا دی را وړونکی او امیت سا تونکی رول له لاسه ورکوی او له ځانه جنایتکار جوړوی. دا د ناټو سیاسی ماتی ده چی نظامی ماتی ته لار خلاصوی او د دولت مخالفانو ته د بری هیله ورکویامریکایانو په افغانستان باندی نه یوازی جنایتکارا حاکمان کړل بلکی په خپله یی هم د جنګ يه بهیر کی بشری ضد جنایتونه تر سره کړل. په شپنیو عملیاتو کی دکورنیو په حریم تیری او دهغوی پت او عزت ته سپکاوی، د وادونو او دجنازی په مراسمو هوایی بمباری، په کندهار کی دبی وسلی او بیګنا انسانانو ډله ییزه وژنه او دهغوی جسدونو ته سپکاوی، په بګرام او ګوانتا نامو او نورو پټو او څر ګندو زندانونو کی دانسانیت نه خالی کړنی یی یو څو بیلګی دی. ناټو او په سرکی یی امریکایان په افغانستان کی دخپل شتون په بهیر کی دافغانستان خلکو ته وښوده چی انسانی حقوق، عدالت، حق اوقانون، ازادی او برابری هسی دخولی شعارونه دی، د زورواکانو سره په ملګرتیا کی موخی ته ځان رسول دولسواکانو نه بلکی دزور واکانو عادتونه دی. دافغانی کړ کیچ دسیاسی منځپانګی نه د غربیانو، په تیره بیا د امریکایانو، وچ کلک انکار، په نظامی زور او دفاسدو جنګسالارانو سره په انډیوالی ټینګار غربیان په ولس کی بی اعتباره کړل او دخلکو ملا تړ یی له لاسه ورکړ. له واکه شړل سوی او ناهیلی شوی طالبان یی بیرته رابیدار او دجګړی له پاره داسی تیار کړل چی اوس دنړی تر ټولو ستر ځواک سره جنګیږی، که هر څومره وژل کیږی، نه یی ځواک کمیږی، اونه ماتیږی. غرور یی دی حد ته ورسید چی دافغانستان حکومت سره دسولی دځبرو ته هم نه حاضریږی. په دی توګه امریکا پخپل لاس له افغانستان نه ځانته داور پرتوګ جوړ کړچی که یی اغوندی سوزیږی او که یی غورځوی لو څیږی او شرمیږی، نوځکه جنګ اوږد شو او اوږدیږی، ولس می په کی سوزی او هیواد می ورانیږی