په باغ کې سرې غوټۍ ته وايه
چې تا ته تور کشمالي ډیر سلام کوينه
جلاله ډير خوښ شوم چې ستا بلوګ مې ولید خدای د وکړي چې همداسې د کمشالیو خوشبويي ترې راشي او زه باوري یم چې همداسې به شي او موږ به بیا وایو چې
یا د په خوله کې کشمالي دي
یا د د عطرو په اوبو لمبلي دینه
او له دې بلوګ که خیر وو موږ به سندریز شور اورو او دا بلوګ که خدای کول په ټولو کې به معلوم وي او ټول به وايي
کوريې په کلي کې معلوم دی
دبام په سريې کشمالي کرلي دينه
د اباسین بله غاړه به هم په یوه غږ وايي
اباسیند راغی غاړې غاړې / په سر یې راوړل کشمالي د خیال گلونه
او په دې هیله چې دا کشمالي د فلک له ګړزهار او هر ډول افت څخه په امن کې وي او ونه وایو چې:
پاس په اسمان کې ګړزه هار شو
جينکۍ ژاړي کشمالي ږلۍ وهينه
نذيراحمد نذير
نذيرجانه زما مينه هم ومنه.
له پېرزوينو دې نړۍ نړۍ مننه ، انشا الله چې ستا غوندې پيرانو د دعا لاس مې په سر وي خدای تعالی به مې ښه لري.
الله دې راته تر ډېره ژوندی لره.
جلال