دا یې په نښه د لالي کرلي
دبام په سر یې کشمالي کرلي

سلامونه امرخېل اشنا !

ټکنده غرمه وه ،لمر د کور له دیوالونو په تیزۍ سره تیرېده او چرچڼې په ځوړندو وزرونو د سینځلو څانګو ته دځان په رسولو لګيا وې ،ته دکور له لويې دروازې رابهر شوې او دګڼو ونو په منځ کې دې پروت کټ ته داوبو کوزه کېښوده او دپلار له کټ څخه په نیولو قدمونو راتیره شوې او دکور دلوې دروازې تمبه دې په ځان پسې کش کړه
خو دستا د ټیکري یوه څنډه اوس هم له دروازې بهر پاتې وه چې دسمبالولو له پاره دې غوښینه ملا په څنګ قط کړه او مخامخ دې سترګې د یار په کور ولږېدې چې د کور په سر یې کشمالي کرلي و او تا یې په لیدو ګرم موسم یخ کړ.
دا مهال کشمالي لوی و او په پټه خوله دې وویل مبارک شه

د کشمالو د زومبت توره
د بوی له زوره دې په جېب کې ګرځومه

طالب جانه زړګيه مينه

له شاعرانه مننليک نه دې مننه ، د دې وس نه لرم چې لکه ستا د ليک په جادوګرو او شاعرانه الفاظو درنه مننه وکړم ، د پېرزوينې په ډول مې همدا ساده کرښې ومنه.
جلال