وطنه!

زه به په تا شمه قــــــــربان وطنه

ماته يې غوره په  جــــها ن وطنه

ته يې ټاټوبى دميړوځـــــــــــلميو

تل به دې ستايم ګلستــــان وطنه

ته مې دننګ اودغيرت شمله يې

تا دې روزلي بـــــاتوران وطنه

ستا دسيندونو اودغرونومثـــــال

نه لري سارى پرماګران وطـــنه

ستا هريوغر په شنو ځنګلوپټ دى

ته لرې غيږ کې لعل مرجان وطنه

تا به ساتم تل به په تا تــــــازيږم

ته مې ارمان يې هم درمان وطنه

زه دې مجنون يم ته زما يې ليلى

ځاى يې دفخرزماځان وطــــــــــنه

ته مې مرهم يې هم دزړه تسکين يې

ته مې ګلشن ته مې بوستان وطـــنه

(امان)شيداشونن په تا بى حــــــده

تل ودان اوسې دافغان وطـــــــنه