دمينى امتحان

رانه ورک دزړه ارمــان دى

ځکه تنګ پرمــــاجـهان دې

نه پوهېږم چـــې څـه وکـړم

عجيبه غــوندې داستـان دى

هېلې خاورې شوې لــه سره

داڅه عصرڅه زمــــان دى

چې په لټه کـــــــې دچاووم

معلومېږې چـــې پنهـان دى

دهــجران په رنځ اخته يــم

ځکه څېرې مې گريوان دى

څاڅي اوښکي مې له سترګو

داستم ستـادهـــــــجران دې

(امـــــان)وايم ښه پوهېږم

                                                         دادمينـــــــــې امتحان دى