د زنځير شرنګ
ستا د زنڅير شرنګا ته غاړه ورکوم
چي دجانان دبنګړو شرنګ غونې دى
توو تمبو ته مې ساه نه تنګېږي
چۍ پکې پروت د سړو رنګ غوندې دى
يو زورور توپان له خدايه غواړم
چي ستا د دنګو ماڼو ښار ووهي
يوڅڼور زلمي به بل پيدا شي
چي په دې کوز کلي کې لار ووهې
ته دپنجاب بې خونده ساز ته ناڅې
زما په روح څپه د ډول خوره ده
زما جذبې زما له واکه باسي
داسي ټپه مې په کور کول جوره ده
يوبې پرتوګه شان بادار لرې ته
او زه شملې شملې "مومند " لرمه
سر شاره سر مې درته څنګه ټيت کړم
دحماسې غوندۍ ميوند لرمه
ما دې څپېړو ته مخ ونيوه خو
افغانستان مې درته رام نه که
زه مې ضمير ته ملامته نه يم
چې مې ټيټ سترګى درته قام نه که
دا لکه غر سړى دى دنګ ولاړ دى
دغيرتونو د منارپه شان دى
څه پښتنه نشه يې سر کې ده لا
جانه کت مټ د کندهار په شان
اوس به شرنګېږي نور به غلى نه شي
چې د خاموشه رباب تاردې وهه
يووخت به داسې راشي وبه سوځې
که دا سپرغۍ انګار دې وهه
په سترګو ړوند وې پکې نه دې ليده
دملنګ جان سهيد مزار دې وهه
زما په مخ کې پرون وزيږيدې
ته دومره نه شرمېدې پلار دې وهه
مرحوم شاعر طاهر فرهاد