اول باب

د اسلام تعريف (پيژندنه)

الله تعالى ته تسليميدل په توحيد او په اطاعت سره، الله ته عاجزي كول، د شرك او مشريكينو څخه براءت كول.

أو اركان يې پنځه دي:

(1)                      دا ګواهي كول چې د الله څخه علاوه د عبادت حقدار بل هيڅوك نشته، مګر يواځى هم دى دى او محمد صلى الله عليه وسلم د الله پيغمبر دى.

(2)                      د لمانځه پابندي كول.

(3)                      زكات وركول.

(4)                      د رمضان د مياشتى روژه نيول.

(5)                      د بيت الله شريف حج كول، دهغه چا لپاره چې د لارى طاقت لري.

دوهم باب

د لا إله إلا اللـه معنى

نشته بل معبود برحق مګر يو الله تعالى دى.

او د كلمى طيبي دوه ركنه او حصى دي:

اول: نفي يعني (لا إله) چه په دى كښې د ټولو باطلو معبودانو د عبادت څخه نفي شوي ده ما سوا د الله تعالى نه.

دوهم: إثبات، يعني (إلا الله) چې په دى كښې إثبات د عبادت دى خاص الله تعالى لره چې يو دى شريك نه لري.

او د لا إله إلا الله شرطونه اته (8) دي:

1)     په معنى يې ځان پوهه كول چې د جهل منافي او مقابل وي.

2)     په معنى يې يقين او باور لرل چې د شك منافي او مقابل وي.

3)     په اخلاص سره يې ويل چې د شرك او رياء كارۍ منافي او مقابل وي.

4)     په صداقت او رشتيا سره يې منل چې د دروغو منافي او مقابل وي.

5)     د معنى او مفهوم سره يې محبت ساتل چې د بغض او نفرت مقابل وي.

6)     اطاعت او تابعداري چې د ترك كولو منافي او مقابل وي.

7)     د زړه له كومي څخه يې منل او قبلول چې د ردولو منافي او مقابل وي.

8)     د باطلو معبودانو او طاغوت څخه انكار كول.

دريم باب

د توحيد فضيلت

1- نيك عمل نه قبليږي مګر د موحد انسان څخه.

2- د ګناهګارانو موحدينو شان په ورځ د قيامت كښې الله تعالى ته حواله دى، او دوي د الله تعالى په اختيار كښې دي، الله تعالى فرمائي: إِنَّ اللَّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاء [النساء: ٤٨]. ترجمه: يقيناً الله تعالى بښنه نه كوي چې شرك وكړي شى د هغه سره، او بښي هغه ګوناهونه چې د شرك نه علاوه دي هغه چا ته چې الله يې وغواړي.

3- هغه ګناهګاران موحدين چې جهنم ته ننوتلي وي، هميشه به په جهنم كښې نه پاتي كيږي.

4- څوك چې په خپل ځان كښې كامل توحيد راولي د جهنم اور پرى حرام دى، او جنت ته به بغير د حساب او عذاب څخه ننوځي.

5- شفاعت به يواځي د موحدينو لپاره خاص وي.

د شفاعت لپاره دوه شرطونه دي:

أ‌)        شفاعت كونكي ته اجازت.

ب‌)   د چا په هكله چې شفاعت كيږي د هغه څخه د الله راضي كيدل.

6- الله تعالى د موحدينو خلكو دفاع كوي، الله تعالى فرمائي: إِنَّ اللَّهَ يُدَافِعُ عَنِ الَّذِينَ آمَنُوا [الحج: ٣٨]. ترجمه: يقيناً الله تعالى دفاع كوي د هغو كسانو نه چې ايمان يې راوړى دى، او الله تعالى فرمائي: أَلَيْسَ اللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُ [الزمر: ٣٦]. ترجمه: آيا الله د خپل بنده لپاره كافي ندى.

7- په ځمكه كښې به قوت، تسلط او اختيار يواځې د موحدينو لپاره وي، لكه څرنګه چې الله تعالى فرمائي: وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لا يُشْرِكُونَ [النور: ٥٥]. ترجمه: وعد كړيده الله تعالى د هغو كسانو سره چې ايمان يې راوړى دى ستاسو څخه، او نيك عملونه يې كړي دي ، خامخا خلافت به وركوي دوي ته، لكه څنګه چې يې خلافت او واكداري وركړى وه هغو كسانو ته چې ددوى څخه مخكي تير شوي ؤ، او خامخا مضبوطه به كړي دوي لره دين ددوي، هغه دين چې الله تعالى غوره كړىدى دوي لپاره، او خامخا په بدل كښې به ور كړي دوي ته روسته د ويرى ددوي نه امن، دوي به زما بندګي كوي، او ماسره به هيڅوك نه شريكوي.

څلورم باب

د عبادت تعريف (پيژندنه)

عبادت يو جامع او شامل نوم دى، چې ټولى هغه پټې او ښكار ه ويناوي پكښې داخل دي چې د الله خوښ وي او هغه پري راضي كيږي.

او د عبادت اساس او بنياد په دوه شرطونو باندى دى:

  1. عبادت خالص كول د الله لپاره.

  2. عمل د پيغمبر صلى الله عليه وسلم په تابعدارى سره كول.

پنځم باب

توحيد په درى قسمه دى

(1)   د ربوبيت توحيد: چې هغه د الله تعالى يووالى دى په كارونو د هغه كښې، لكه پيدا كول، روزي وركول، ژوندي كول، او مړه كول، او نظام چلول، ا ودا عقيده ساتل چې هغه مالك الملك دى، او په هر څه باندى قادر دى.

(2)   د الوهيت توحيد: چې هغه د الله تعالى يووالى دى په ټولو عباداتونو كښې، ښكاره وي او كه پټ، قولي (زباني) وي او كه فعلي، لكه: دعا، نذر، قرباني، اميد، توكل، مينه، ويره، الله ته راګرځيدل، ا ودا قسم توحيد د انبياء عليهم السلام د دعوت اهمه موضوع وه.

(3)   د الله تعالى د نومونو او صفتونو توحيد: يعني الله تعالى لره د هغه نومونو او صفتونو ثابتول چې الله تعالى د خپل ځان لپاره ثابت كړي دي، او يا ورلره رسول الله صلى الله عليه وسلم ثابت كړي دي، په داسې طريقى سره چې د الله تعالى د شان سره مناسب او لايق وي، بغير د تحريف (معنى بدلولو) او تعطيل (د معنى نه ثابتولو) څخه، او بغير د كيفيت يعني څرنګوالي او تشبيه بيانولو څخه.

شپږم باب

تحريف اړولو او بدلون ته ويل كيږې او په دوه قسمه دى

1)  لفظي تحريف: لكه څرنګه چې د اشاعرو فرقي په دى آيت كښې تحريف كړى دى:

الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى [طه: ٥]. أي استولى، يعني د استوى معنى يې په استولى (غلبي) سره كړي ده.

2)  معنوي تحريف: چې هغه د خپلى ظاهري معنى نه د يو لفظ اړول دي.

لكه اشاعرة او ماتريدية فرقي چې د غضب تأويل په إرادي د انتقام سره او د يد (لاس) تأويل په قوت او نعمت سره كوي.

د تعطيل معنى: د الله تعالى نه د ټولو او يا د ځنو صفتونو نفي كول.

أ‌-      د الله تعالى د صفتونو نفي كول او يا په كُلي توګه د هغو څخه انكار كول.

ب‌- د بعضو صفتونو نفي كول، لكه اشاعرة فرقه چې د الله تعالى لپاره اوه (7) صفتونه مني او د نورو څخه انكار كوي.

اوم باب

د تكييف معنى

يعني د الله تعالى د صفت كيفيت او څرنګوالي بيانول، او يا د هغى حكايت كول، لكه د بعضو خلكو وينا چې: د الله أ راكوزيدل نږدي اسمان ته داسې او داسې دي.

د تمثيل معنى:

الله تعالى لره مشابه ثابتول، چې هغه مساوات دي په ټولو وجوهو او صفتونو كښې، او يو تشبيه ده چې هغه د يو څيز د بل سره يوشان والى او مساوات دي په اكثرو صفتونو كښې.

او اهل سنت والجماعت د الله تعالى لپاره صفتونه ثابتوي، او هم ورلره د صفتونو معنى ثابتوي، او كيفيت او څرنګوالى يې الله تعالى ته حواله كوي.

اتم باب

د اهل سنت والجماعت مسلك د الله تعالى په نومونو او صفتونو كښې:

(1) دوي  الله تعالى لره هغه صفتونه ثابتوي چې الله تعالى د ځان لپاره ثابت كړي دي، او يا ورلره رسول الله صلى الله عليه وسلم ثابت كړي وي.

(2) هغه صفتونه نفي كوي چې كوم الله تعالى د ځان څخه نفي كړي وي، او يا تري نه رسول الله صلى الله عليه وسلم نفي كړي وي، يعني د عيب او نقصان صفتونه نفي كوي، ليكن سره د اثبات د كمال د ضد دهغي څخه.

(3) هغه نومونه او صفتونه چې د نفي او اثبات دليل يې نه وي، نو اهل سنت والجماعت په هغو كښې توقف كوي، يعني نه يې اثبات كوي، او نه يې نفي كوي، بلكي دهغو په معنى كښې سوچ او فكر كوي، او يا يې ګوري ، كه چيرته باطله معنى پري مراد كړي شوي وي، نو د هغي رد كوي، او كه چيرته معنى يې صحيح او د الله تعالى د شان سره مناسب وي نو هغه قبلوي.

نهم باب

د اللـه تعالى علو (اچتوالى) د ذاتي صفتونو څخه دى

او چتوالي د الله تعالى په دوه قسمه دى:

أ‌-      د ذات علو اوچتوالى: يعني دا ايمان او عقيده ساتل چې الله تعالى په اعتبار د ذات سره  د ټولو مخلوقاتو نه اوچت دى، او په عرش باندى مستوي (اوچت شوي) دى.

ب‌- د صفتونو اوچت والى: يعني دا عقيده ساتل چې الله تعالى د كمال  په صفتونو باندى موصوف دى، او د جلال او لويي خاوند دى، داسې لويي او كمال چې هيڅ قسم نقصان او عيب پكې نه شي راتلاى.


 

د الله تعالى معيت (ملګريتوب د مخلوق سره په دوه قسمه دى:

1)     معيت عامة:

او دا هغه معيت او ملګريتوب دى چې مقصد تري په ټولو مخلوقاتو مؤمنانو او كافرانو باندى احاطه كول دي، او ديته د قدرت علم او د اختيار معيت وايې، الله أ فرمائې::وَهُوَ مَعَكُمْ أَيْنَ مَا كُنتُمْ [الحديد: ٤]. ترجمه: الله تعالى ستاسو سره دى چې هر ځاي كښي يوي تاسو.

2)     معيت خاصة:

او دا هغه معيت دى چې د نصرت مدد، تأييد، حفاظت تقاضا كوي، او د مقام او مرتبى څخه حاصليږي، مګر هغه چاته چې په هغي كښې اسباب ددغه مقام راشي، چې هغه ايمان، صبر، تقوى او احسان دي.

لسم باب

 د علو او معيت په معنى ګانو كښې څه تضاد او منافات نشته، ځكه چې معيت مسلتزم نه دى اختلاط او حلول لره په يو مكان كښې؛ ځكه چې ډير ځله يو شى په اعتبار  د ذات سره اوچت وي ليكن نسبت د معيت ورته كيداى شي، لكه څرنګه چې عرب وايې: ((ما زلنا نسير والقمر معنا)) يعنى مونږ هميشه لپاره مزل كوو، او حال دا چې سپوږمۍ زمونږ سره ده، سره لدى چې سپوږمۍ اوچته ده.

 يولسم باب

شرك ډيره لويه ګناه ده

شرك په دوه قسمه دى:

1) لوي شرك:

چې هغه د الله سره په درى واړو قسمونو د توحيد كښې او يا په يو قسم كښې شريك جوړول دي، او دا هغه قسم شرك دى چې خاوند ته يې بغير د توبى ويستلو څخه مغفرت نه كيږي، او داسې مشرك به هميشه په جهنم كښې وي.

2) وړوكي شرك:

دا بيا په دوه قسمه دى:

أ‌-    هغه شرك چې  د هغه تعلق د ژبى او اندامونو سره دى، لكه په مخلوق باندى قسم كول، او يا داسې ويل: كه الله او فلانى انسان نه وى، او يا په غاړوه كښې د تعويذونو اچول، چې كله داعقيده لري چې دا تعويذونه د مصيبت د لري كولو او دفع كولو لپاره سبب دى.

ب‌- پټ شرك: او دا شرك په نيتونو او ارادو كښې اكثر واقع كيږي، لكه رياء كاري او شهرت شو، او په دى شرك كښې ددنيا لپاره نيك عمل كول هم داخل دي.

او دا قسم شرك انسان د اسلام څخه نه خارجوي، ليكن عمل بربادوي، او توحيد كمزورى كوي.

دولسم باب

هغه اسباب او وسائل چې انسان لوى شرك ته رسوي

1-     هغه الفاظ چې په ظاهر كښې تري د الله تعالى سره د شرك كولو وهم پېدا كيږي.

لكه داسې ويل: كه الله او فلاني نه وي، او يا كه د الله تعالى او فلاني خوښه شي.

2-     په مخلوق باندي قسم كول.

3-     په عبادت كښې رياء كاري كول.

4-     د قبرونو نه جماتونه جوړول: يعني د قبرونو داخلول په جماتونو كښې، او يا  په قبرونو باندى جماتونه جوړول، او يا د قبرونو په خوا كښې جوماتونه جوړول، او يا قبرونو طرف ته لمونځونه كول.

5-     د قبرونو په شان او مرتبه كښې د خپل حد څخه تجاوز كول: يعني د هغوي اوچتول، او يا پرى ليكل كول، او يا پري د قبو (ګمبدو) جوړول، او يا داسې نور.

6-     ځني مقاماتو ته د ثواب په نيت سفر كول، په غير ددرى مقدسو جماتونو څخه  چې (مسجد الحرام، او مسجد نبوي، او مسجد اقصى دي).

7-     د نيكانو خلكو په شان او مرتبه كښې غلو او زياتى كول.

8-     تصويرونه جوړول.

ديار لسم باب

د وسيلي پيژندل او معرفت

 وسيله يعني يوشي ته نزدى كيدل، او وسيله په دوه قسمه ده:

اول: روا او جائز وسيله، او په هغې كښې  ډير قسمونه دي:

1-   د الله تعالى نومونه او صفتونو وسيله كول.

2-   الله تعالى ته نيك عمل وسيله كول.

3-   الله تعالى ته د هغه توحيد او وحدانيت وسيله كول.

4-   الله تعالى ته خپله عاجزي او احتياج وسيله كول.

5-   د نيكانو خلكو دعاء وسيله كول، چې كله هغوي ژوندي او حاضر وي.

6-   د خپلى ګناه په اعتراف باندي وسيله نيول.

دوهم قسم: حرام او ناروا وسيله، او دهغې مثالونه:

1- د مړو څخه دعا او شفاعت طلب كول، او دا لوي شرك دى.

2- د نبي ع او يا د نورو خلكو په مرتبه او جاه باندي وسيله نيول او دا قبيح بدعت دى.

3- د مخلوق په حق باندي وسيله نيول.

څوارلسم باب

كفر د ايمان مقابل او ضد ته وايې، يعني په الله تعالى او پيغمبر ع باندي ايمان نه راوړل.

دا په دوه قسمه دى:

اول: لوي كفر، چې هغه بيا په پنځه قسمه دى:

1- د تكذيب كفر ( د الله تعالى حكمونه دروغ ګڼل).

2- د تكبر او انكار كولو كفر ( د الله تعالى د احكامو څخه انكار كول، او ځان ترينه لوي ګڼل).

3- د شك كولو كفر ( د الله په حكمونو كښې شك كول).

4- د اعراض كولو كفر ( د الله تعالى د حكمونو څخه اعراض او سرغړونه كول).

5- د منافقت كولو كفر.

او دا لوي كفر انسان د اسلامي ملت او دين څخه بي برخي كوي.

دوهم قسم: وړوكي كفر: او دا قسم كفر انسان د اسلام څخه نه بي برخي كوي، او دا عبارت دى د هغو ګناهونو څخه چې په قرآن او سنت كښې ورته د كفر لقب وركړى شوي وي: لكه د نعمتونو ناشكري كول، د مسلمان وژل، او يا په مخلوقاتو باندى قسم كول.

 پنځلسم باب

منافقت او نفاق په دوه قسمه دى

اول: عقيدوي منافقت:

 او دا عبارت دى د هغه لوي نفاق څخه چې خاوند يې د اسلام اظهار كوي او په زړه كښې يې كفر وي، او دا قسم منافقت انسان د اسلام او ايمان څخه په قطعي صورت سره محروموي.

او دا بيا په شپږ قسمه دى:

1-   پيغمبر صلى الله عليه وسلم دروغژن ګڼل.

2-  د ځيني هغو احكامو تكذيب كول چې رسول الله صلى الله عليه وسلم راوړي دي.

3-  د پيغمبر صلى الله عليه وسلم سره بغض كول.

4-  د ځيني هغو احكامو سره بغض او دشمني كول چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم راوړي دي.

5-  د پيغمبر صلى الله عليه وسلم د دين په كمزوري كيدو باندي خوشحاله كيدل.

6-  د پيغمبر صلى الله عليه وسلم ددين غلبه بد ګنل.

دوهم قسم: وړوكي نفاق:

چې هغه د منافقينو د عملونو څخه يو عمل كول دي، خو سره لدي ايمان په زړه كښې باقي وي، لكه وعد خلافي كول، په خبرو كښې دروغ ويل، په امانت كښې خيانت كول، دوكه كول، په لمانځه كښې سستي كول.

دا قسم نفاق انسان د اسلام څخه نه محرومه كوي، ليكن د كفر لپاره يو سبب دى.

شپاړلسم باب

د اسلام ماتونكي شيان (نواقض الاسلام)

1-   د الله تعالى سره په عبادت كښې شريك جوړول.

2-   الله تعالى ته د واسطو نيول، او بيا د هغوي رابلل، او د هغوي څخه شفاعت غوښتل، توكل او اعتماد پرى كول.

3-   څوك چې مشركانو ته كافر نه وايې، او يا د هغوي په كفر كښې شك كوي، او يا د هغوي دين او مذهب صحيح او حق ګڼي.

4-   څوك چې دا عقيده لري چې دبل چا دين او طريقه د رسول الله صلى الله عليه وسلم د طريقي او دين نه ډير كامل دي، او يا دا عقيده لري چې د نورو خلكو فيصلي او حكمونه د نبي صلى الله عليه وسلم د حكمونو څخه بهتره او غوره دي، لكه هغه خلك چې د طاغوتانو فيصلو او حكمونو ته د رسول الله صلى الله عليه وسلم په فيصله باندى برتري وركوي، او هغه غوره او بهتر ګڼي.

5-   څوك چې په هغو حكمونو كښې يو حكم بد ګڼي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم راوړى دى اګر چې عمل پري هم كوي.

6-   څوك چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په دين پورى استهزاء او مسخرى كوي.

7-   جادو كول چې د هغى له جملي څخه د نفرت پيدا كول او يا د چا راجذبول هم دي.

8-   د مسلمانانو په مقابل كښې د مشركانو سره مرسته او مدد كول.

9-   څوك چې دا عقيده لري چې د ځنو خلكو لپاره د محمد صلى الله عليه وسلم د ين او شريعت نه وتل جائز دي.

10-   د الله تعالى ددين نه اعراض كول، چې نه يې زده كوي او نه پرى عمل كوي.

اولسم باب

په ملائكو باندي ايمان لرل

د هغوي په وجود ايمان لرل، او دا چې هغوي يو عزتمند مخلوق دي، چې الله تعالى د خپل عبادت لپاره پيدا كړي دي، او د دى  لپاره چې د الله تعالى د حكمونو تنفيذ وكړي، او الله تعالى دوي د نور (رڼا) څخه پيدا كړي دي، او دوي د هغو كارونو په اعتبار سره چې دوي پرى مكلف دي مختلف قسمونه لري، ځني له دوي څخه حملة العرش (يعني د عرش اوچتونكي) دي، او ځني يي مقربي ملائكي دي، ځني يې په جهنم مقرر دي، او ځني يې په جنت باندي مقرر دي، او ځني يې د وحي په راوړلو باندي مقرر دي، لكه جبريل عليه السلام.

او الله تعالى ورته د شكل بدلولو طاقت هم وركړى دى، او څوك چې دهغوي د وجود څخه منكر شي، او يا پرى كفر وكړي، نو هغه په حقيقت كښې په الله تعالى او په پيغمبر صلى الله عليه وسلم باندي كفر وكړو، او هم يې د هغوي تكذيب وكړو.

اتلسم باب

په اسماني كتابونو ايمان لرل

چې هغه عبارت دى د قوي او مضبوط تصديق كولو نه چې دغه كتابونه بالكل حق دي، او د الله تعالى كلام او خبري دي، ځني پكي هغه دي چې الله تعالى يې نومونه ذكر كړي دي، لكه قرآن كريم، تورات، انجيل او زبور.

او ځني هغه دي چې نومونه يې الله تعالى نه دي ذكر كړي، او مونږ په ټولو باندي ايمان لرو، او قرآن كريم پكي د  ټولو څخه لوي او معزز كتاب دى، او د مخكنيو كتابونو لپاره ناسخ، او نګاهبان دى.

نو د هغه د احكامو تابعداري په مونږ باندي واجب او فرض ده، چې په قرآن كښې راغلي دي، او قرآن عظيم د الله تعالى كلام دى، چې په حقيقي معنى سره يې پري خبري كړي دي، او د الله د طرف نه نازل شوي او بيرته به الله تعالى ته واپس كيږي.

نولسم باب

په پيغمبرانو عليهم السلام باندي ايمان لرل

د هغوي درسالت او پيغمبري تصديق كول، او د هغوي په نبوت باندي اقرار كول، او هغوي په هغه خبرو كښې رشتيني او صادقان ګڼل چې د الله تعالى له طرفه يې امتونو ته رسولي دي، او يا يې خبر وركړى دى، او هغوي خپله پيغمبري او رسالت رسولى دى، او خلكو ته يې هغه مسئله بيان كړي ده چې دوي ته پرى حكم شوي ؤ.

او څوك چې د يو پيغمبر د رسالت څخه انكار وكړي نو هغه په ټولو انبياؤ عليه السلام  باندي كفر وكړو، او څوك چې په هغوي باندي كفر وكړي نو هغوي په الله تعالى باندى كفر وكړو، او هغه پيغمبران چې الله تعالى يې نومونه په قرآن كريم كښې ذكر كړي دي په هغوي باندي په تفصيلي توګه ايمان راوړل پر مونږ واجب دي.

او دكومو پيغمبرانو نومونه چې الله تعالى ندي ذكر كړي په هغوي باندي په اجمالي ډول ايمان راوړل پر مونږ واجب دي.

او په ټولو كښې بهترين پيغمبران اولو العزم دي، چې هغه (نوح، ابراهيم، موسى، عيسى، او محمد صلى الله عليه وسلم) دي، او په اولو العزم پيغمبرانو كښې بهترين ابراهيم او محمد صلى الله عليه وسلم دي، او په دى دواړو كښې بيا بهترين محمد صلى الله عليه وسلم دى.

شلم باب

ددى كلمي چې (محمد رسول اللـه) ده اوه (7) شرطوه دي

1-   يقيناً چې محمد صلى الله عليه وسلم د الله تعالى بنده دي، چې هغه لپاره د الوهيت او د ربوبيت په صفتونو كښې هيڅ يو صفت نشته.

2-   يقيناً چې هغه خاتم النبيين (اخري پيغمبر) دى، چې وروسته ترينه بل پيغمبر نه راځي.

3-   د هغه سره كامل او پوره محبت ساتل، چې د مور، پلار، بچو او د ټولو مخلوقاتو څخه زيات وي.

4-   په هغه څه كښې يې تصديق كول چې امت يې پري خبر كړى دى.

5-   د هغه د حكمونو تابعداري كول.

6-   د هغه څه نه ځان ساتل چې هغه تري منعه كړي ده.

7-   په هغه طريقه د الله تعالى عبادت او بندګي كول چې رسول الله صلى الله عليه وسلم مشروع او رواكړي ده.

يويشتم باب

د رسول اللـه ع د سنتو او احاديثو مرتبه

او اهميت

1- د رسول الله صلى الله عليه وسلم سنت او احاديث د قرآن كريم په شان وحي ده.

2- سنت د قرآن كريم تفسير او وضاحت كوي.

3- سنت د قرآن كريم د هغو حكمونو بيان او وضاحت كوي چې اجمالي ذكر شوي دي، مثلاً الله تعالى په قرآن كريم كښې په لمانځه او زكات او يا په نورو عبادتونو باندى حكم كړى دى، نو په سنت او احاديثو كښې د هغو تفصيل بيان شوي دى.

4- سنت او حديث كله د قرآن كريم تخصيص كوي، يقيناً الله تعالى مرداره، او وينه حرامه كړي ده، ليكن په سنت او احاديثو كښې ترينه د ملخانو او ماهيانو استثناء شوي، او په وينه كښې ترينه د توري او ايني (كبدي) استثناء راغلي ده.

5- سنت او په احاديثو كښې كله د قرآن كريم په حكم باندي اضافه والي راځي، لكه څرنګه چې الله تعالى رضاعي مور، او رضاعي خور حرامه كړي، نو په احاديثو او سنت كښې په هغي باندي نور زيادت هم راغلي دى، لكه څرنګه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائي: (( درضاعت په وجه هغه څه حراميږي كوم چې د نسب په وجه حراميږي)). بخاري اومسلم يې د عائشي ل څخه روايت كړي دى.

دويشتم باب

د قيامت په ورځ باندي ايمان لرل

چې هغه عبارت ده د قيامت د ورځي څخه، يعني د ټولو هغو حالاتو تصديق كول چې د مرګ څخه وروسته شروع كيږي، لكه د قبر په عذاب او نعمتونو باندي ايمان لرل او په دوباره ژوندون باندي ايمان، او په حساب كتاب، تول د اعمالو، ثوابونو، او سزاګانو باندي ايمان، او په جنت او جهنم باندي ايمان، او په  ټولو هغو حالات باندي ايمان چې الله پري د قيامت ورځ موصوفه كړي ده، او د هغي د جملې څخه د مؤمنانو ديدار دى خپل رب لره، او ځني عالمانو پكي د قيامت علامى او نښې هم داخلي كړي دي؛ ځكه چې د قيامت د ورځ نه مخكي څه علامي دي چې د قيامت په نزديوالي باندي دلالت كوي، نو د قيامت په علامو او نښو باندي ايمان واجب دى، بلكي دا د عقيدى بنيادي مسئله شوه.

 درويشتم باب

جنت او جهنم د اللـه تعالى مخلوق او موجود دي

نو جنت د پرهيزګارانو او نيكانو خلكو كور دى، لكه څرنګه چې جهنم د كافرانو او فاجرانو كور دى، او دا دواړه ابدي كورونه دي پناه ورباندي نه راځي.

او چا لپاره جائز نه دي چې په يو شخص باندي د جنتي او يا د جهنمي ګواهي وكړي، مګر هغه څوك چې الله تعالى او يا ورلره رسول الله صلى الله عليه وسلم په دى دواړو ګواهي كړي وي.

څلورويشتم باب

په قضاء او تقدير باندي ايمان لرل

چې هغه عبارت دي د هغه تقدير او اندازى څخه چې الله تعالى د  ټولو كائناتو په هكله كړى دى، او د الله تعالى د هغه علم څخه عبارت دى چې له مخكي څخه يې په مخلوقاتو باندي لرلو.

او تقدير بيا څلور مرتبي دى:

1-   د علم مرتبه:

چې هغه عبارت ده د الله تعالى د علم څخه په هر شي باندي په تفصيلي او اجمالي توګه، او چې په هر څيز باندي د پيدائيش نه مخكي پوهيدو، او همدا راز د بندګانو په عملونو باندي يې د عمل كولو څخه مخكي علم لرلو، او الله تعالى پوهه دى په مخكني عالم باندي، او په هغه څه باندي چې وروسته موجوديږي، او همدا راز الله تعالى په هغه څه هم پوهه دى چې لا پيدا شوي ندي، او بالفرض كه موجود شي نو څه رنګ به وي.

2-   دكتابت او ليكلو مرتبه:

يعني الله تعالى هر څه په لوح محفوظ كښې ليكلي دي.

3-   د الله تعالى د ارادى او مشيئت مرتبه:

او ددى څخه مراد د الله تعالى هغه اراده او قدرت دى چې ټولو حوادثو ته شامل دى.

4-   د خلق مرتبه:

يعني الله تعالى د هر شي خالق او د هغي موجودونكي دى، او الله تعالى يواځي خالق او پيداكونكي دى، او ما سوا د الله تعالى څخه نور ټول مخلوق دي.

پنځه ويشتم باب

د تقدير قسمونه

1-   شامل او عام تقدير:

چې هغه ټولو مخلوقاتو ته چې په لوح محفوظ كښې ليكل شوي دي شامل دى.

2-   عمري تقدير:

دا هغه تقدير دى چي تعلق او ارتباط يې د هغه ماشوم سره دى چې هغه د مور په رحم كښې وي، كله چې د هغه رزق (خوراك) عمل او اجل (نيټه) ليكلى كيږي، او چې دغه ماشوم نيك بخته دى او كه بد بخته.

3-   سالانه او كلنيز تقدير:

دا د هغي تقديرڅخه عبارت دى چې د (ليلة القدر) په شپه باندى يې فيصله كيږي، لكه څرنګه چې الله فرمائې: فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ [الدخان: ٤]. ترجمه: په دغه شپه كښې فيصله كيداي شي د هر كار چې حكمت والا وي.

4-   ورځني او تروزمره تقدير:

او دا د هغه تقدير څخه عبارت دى چې د هغوا حوادثو او كارونو سره مربوط وي چې هره ورځ پيښيږي، او يا كيږي، لكه ژوند، مرګ، عزت او ذلت شو.

لكه څرنګه چې الله تعالى فرمايې: كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ [الرحمن: ٢٩]. ترجمه: هره ورځ هغه په  جدا جدا كار كښې دى.

شپږويشتم باب:

د مخكني درس تكمله كوم چې  د تقدير په باب كښې ذكر شوى ؤ، مسلمان لپاره دا ضروري خبره ده، چې په لاندى خبرو باندى ځان پوهه كړي:

1-   كوم څه چې ده ته رسيږي هغه چيرته هم دده نه بچ كيداى نشي، او هغه څه چې دده نه خطا شي، هغه چيرته هم ده ته رسيدى نشي.

2-   د ګناه په كولو كښې او يا د نيك عمل په پريخودلو كښې په تقدير باندي استدلال او حجت نيول جائز نه دي.

3-   په تقدير كښې بحث كول او ننوتل جائز كار نه دى؛ ځكه چې تقدير د علم غيب سره تعلق لري، لكه څرنګه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم   فرمائې: ((كله چې د تقدير ذكر وشي نو خپل ځانونه ترى بند كړئ)) طبراني د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه  څخه روايت كړيدى.

 او بل له دى وجهي نه چې په تقدير كښې ننوتل او مباحثه كول انسان لاندى ذكر شوو شيانو ته رسوي:

1-   تكذيب كولو ته.

2-   په الله تعالى باندي اعتراض كولوته.

3-   حيرانتيا، او د صحيح ايمان نه محروميدلو ته.

اوه ويشتم باب

د احسان پيژندل او معرفت

او هغه عبارت دى ددى څخه چې ته د الله تعالى بندګي او عبادت په داسې طريقه وكړي لكه ته چې الله تعالي  وينى، او كه ته الله تعالى نه ويني نو الله تعالى خو تا ويني.

د احسان دوه مرتبي دي:

أ‌-      د مشاهدي او ليدلو مرتبه:

 كوم چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په دى وينا كښې ذكر شوي ده: ((الإحسان أن تعبد الله كأنك تراه)) ترجمه: احسان ديته وائي چې ته د الله أ بندګي پداسې طريقه وكړي لكه چې ته يي ويني.


 

ب‌- د مراقبي مرتبه:

كوم چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په دى وينا كښې ذكر شوي ده: ((فإن لم تكن تراه فإنه يراك)) ترجمه: كه چيري ته هغه نه ويني نو بيشكه هغه تا ويني.

اته ويشتم باب

د انبياء عليه السلام  نه وروسته په ټولو انسانانو كښې بهترين خلك صحابه كرام ي دي.

(صحابي هغه چا ته وائي: چې  نبي صلى الله عليه وسلم ئې د ايمان په حالت كښې ليدلي وي، او بيا د ايمان په حالت كښې وفات شوي وي، اګر كه په مينځ كښې يې ارتداد هم حاصل شوي وي.

د صحابه كرامو په حق كښې زمونږ ذمه داري او موقف:

1-   د هغوي سره د كيني، بغض او عداوت څخه زړه صفا ساتل، او همدا راز د هغوي د عيبونو بيانولو څخه، او د مرتبي د كمولو څخه د ژبى ساتل.

2-   د ي ويل.

3-   مضبوطه عقيده او ايمان ساتل چې هغوي ټول عادلان دي.

4-   دا عقيده ساتل چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وروسته د الله په كتاب او د نبي ع په سنتو او احاديثو باندي ډير پوهه او علم والا خلك همدغه صحابه كرام ؤ، نو لدى وجهي نه وروستنو مسلمانانو لره پكار دي چې په علم او عمل كښې د هغوي په مسلك او طريقه باندي روان شي، د رسول الله صلى الله عليه وسلم  د دى حديث د عموميت له وجهي نه چې فرمائي: ((ما أنا عليه وأصحابي)). ترجمه: هغه خلك نجات والا دي چې په هغه لار او مسلك باندي روان شي په كوم باندي چې زه او زما صحابه كرام روان دي.

5-   د هغو واقعاتو او اختلافاتو بيانولو څخه ځان ساتل چې د صحابه كرامو ي په مينځ كښې واقع شوي دي.

نهه ويشتم باب

په صحابه كرامو كښې تر  ټولو افضل او غوره صحابه، څلور راشده خليفه ګان دي: يعنى: (ابوبكر، بيا عمر، بيا عثمان او بيا علي ي) دي.

او بيا ورپسي باقي پاتي عشر مبشره دي، يعني هغه لس صحابه چې په يو وخت ورته د جنت زيرى راغلي دى، چې هغه: (ابو عبيدة بن جراح، سعد بن أبي وقاص، عبد الرحمن بن عوف، زبير بن العوام، طلحة بن عبيد الله، سعيد بن زيداو څلور خليفه ګان).

بيا ورپسي بدريان صحابه ي غوره دي، او بيا ورپسي د بيعة الرضوان والا دي، بيا ورپسي هغه صحابه دي چې د مكي د فتحه كيدو نه يي مخكي ايمان راوړي دى، او بيا ورپسي هغه صحابه دي چې د فتحي څخه يې وروسته اسلام راوړي دى، او جهاد يې كړي دى، الله تعالى دى د ټولو صحابه ؤ څخه راضي شي.

ديرشتم باب

د رسول الله صلى الله عليه وسلم كورنۍ او آل بيت هغه كسان دي چې صدقه پرى حرامه ده، چې هغه د علي، جعفر، عقيل، عباس، او دحارث بن عبد المطلب اولاد څخه عبارت دي،او همدا راز رسول الله صلى الله عليه وسلم د بيبيانو او لورګانو څخه عبارت دي.

نو اهل سنت والجماعت د رسول الله صلى الله عليه وسلم د كورنۍ او اهل بيتو سره محبت ساتي، او د هغوي سره دوستانه كوي، او عزت يې كوي، د رسول الله صلى الله عليه وسلم ددى وصيت په وجه چې خپل امت ته يې د اهل بيتو متعلق كړي دى، لكه څرنګه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائې: ((أذكركم في أهل بيتي)). ترجمه: زه تاسو ته د خپلى كورنۍ په حق كښې په الله تعالى باندي يادونه دركوم.

مګر هغه څوك د رسول الله صلى الله عليه وسلم د كورنۍ او اهل بيتو عزت نه كوي چې د سنت خلاف كوي، او په دين اسلام باندي استقامت نه لري.


 

يو ديرشتم باب

اهل سنت والجماعت د رسول الله صلى الله عليه وسلم د بيبيانو سره محبت ساتي، او د هغوي سره ولاء او دوستانه لري، او دا عقيده لري چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم  بيبيانى امهات المؤمنين يعني د امتيانو د مورګانو په منزله دي، او هغوي به په جنت كښې هم د رسول الله صلى الله عليه وسلم بيبياني وي، او خاصكر حضرت خديجة رضي الله عنها چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم اكثر اولاد د هغي څخه ؤ، او د ټولو نه يې پرى مخكي ايمان راوړى ؤ، او د هغه نصرت يې كړى ؤ، او همدا راز حضرت عائشة رضي الله عنها.

او رسول الله صلى الله عليه وسلم د يولسو بيبيانو سره نكاح كړي وه، چې د هغوي نه دوه بيبياني د رسول الله صلى الله عليه وسلم په ژوند كښې وفات شوي وى، چې هغه خديجة او زينب بنت خزيمة ب وي، او كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفات شو نو نهه بيبياني ژوندۍ وى، چې هغه (عاشئة، حفصة، زينب بنت جحش، أم سلمة، صفية، أم حبيبة، سودة او جوير?