زه ازاد افغانستان يم

 

زه تاريخ لرم ژوندې يم دپښتون دزړه ارمان يم

خپل  بچو لره غيرت يم  زه ازاد افغانستان يم

****

خيرکه نن مې بيوسي دهرنګ سپيره دغريبي ده

يا بچي مې بی هنر دي د ا خو ټوله  نا پوهي  ده

يا خزان را باندې سم دی  بدل  پاڼه  د ځواني  ده

يا نفاق  په  ما کې ګډ  ده  ياراګډه  ځانځاني ده

****

د انګور په شان به ځوان شم پسرلو سره روان يم

خپل  بچو لره  غيرت  يم  زه  ازاد افغانستان  يم

****

اې بچيانو،يتيمانو،پښتنۍ ،پيغلو، ځوانانو

دتعليم لاره کړئ خپله د معارف د بڼ ګلانو

 

پرمختګ ته بدلون راوړئ علم پوهه رڼايي ده

ناپوهي لمنه ټول کړئ دعزت او ننګ بچيانو

پاڼه واړوئ  تاريخ  نه زه  همزولی د جاپان  يم

خپل  بچو لره غيرت يم  زه ازاد افغانستان يم

 

****

مټۍ ونغاړئ پر هار ته   زخمي شوې  په  ټټر يم

نظر وکړئ ننګرهار ته  زه ښايسته کابل کنډر يم

   

 

نن پردي راغلي ننګ ته چاويشتلې په ځيګر يم

پيغورنوکې  راګيريم د پردو د جنګ  سنګر  يم

****

د احمددننګ کوډله زه خوتاج دخوشحال خان يم

خپل   بچو  لره  غيرت  يم  زه  ازاد  افغانستان   يم

 

پښتنېمې سياه پوشې هره لويشت مې هدیرېشوې

نور حساب يي راته نشته څومره کونډۍ ښاپیرۍشوې

د اختر ورځو کې ګوره  ماتم ځاې مې   مقبرۍ شوې

تور لحد ځوانانو وخوړ هره قدم کې يي جنډۍ شوې

****

نورمې مه پريږدې وارني ته دازمښت يو امتحان يم

خپل   بچو  لره  غيرت  يم  زه  ازاد  افغانستان  يم

****

که بدن مې سوری شوی که جومات مې شهید شوی

يا ودانې مې کنډر شوې يا ميدان د یزید شوی

که مې کونډې بورې شويکه يتيم مې فقير شوې

لا هم ځوان يم لا ژوندې يم که ملت مې ذليل شوې

****

زرین کرښود تاريخ کې  د غازي  ادې  داستان  يم

خپل   بچو  لره  غيرت  يم   زه  ازاد  افغانستان  يم

****

پسرلې دژوند به راشي سره غوټۍ به راښکاره شي

د غيرت ناوې سينګار کې د دښمن زړه به پاره شي

لوړو غرنوکې چنډړې اوسپين غرکې مې موماڼې

هره خوا په غرورغوکې د سيلونو ننداره شي

****

سوله را به شي بيا ماته دحفيظ د ننګ بيان يم

خپل  بچو لره  غيرت  يم  زه  ازاد افغانستان يم

زرلښته حفيظ