دجنت ته دداخليدو لار:

له ابوسعيد رضي الله عنه نه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم

وفرمايل (( څوک چه الله تعالى په ربوبيت راضي شي او اسلام خپل دين وګرځوي او محمد صلى الله عليه وسلم

دالله رسول ( صلى الله عليه وسلم ) وګڼي- هغه ته جنت لازمي دي يعني خامخا به جنت ته داخليږي.))

دي حديث  ابوسعيد په حيرانتيا کي وغوارځاوه ،

له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه يي غوښتنه وکړه چه اى د الله رسول ! ماته ئي بيا ووايه.

نو هماغه وو چه پيغمبر عليه السلام ورته تکرار کړ اوبيائي وويل

چه: يوبل کار هم دى چه الله تعالى پري خپل بنده ته جنت کي سل پوړۍ او چتوالى ورپه برخه کوي چه له يوي پوړۍ نه تربلي پوړۍ دومره مسافه ده لکه د آسمان او ځمکي ترمنځ فاصله.

ابوسعيد وپوښته چه اى دالله روسوله ! داکوم کار دي؟ هغه صلى الله عليه وسلم وفرمايل چه: دا دالله تعالى په لاره کي جهاد دي- دا دالله تعالى په لاره کي جهاد دي، دا دالله تعالى په لاره کي جهاد دي .

(صحيح مسلم)