الشيخ جميل الرحمن (رحمه الله ) ته

 

دکونړ د غرو زمريه ، سلفيت ؤ دا ستا لاره

شيخ جميله مجاهده ! دافغان جهاد سالاره

 

وږي تږي لوړو غرو کي ، ملحدانوته بيتاب دي

علمي قدم دي واخيست مؤسس دانقلاب وي

دتوحيد دبڼ طوطي وي، علميت کي لوي درياب وي

 

دحنت حوري ولاړي ،استقبال ته ستا لپاره

شيخ جميله مجاهده ! دافغان جهاد سالاره

 

 ته حق په مقابل کي ، دهرڅه ځني ورتيروي

ستاکلک عزم اراده وه، په جرئت کي لکه شيروي

دباطل په مقابل کي ،جوهرداره تيزشمشير وي

 

اخر لاړي له دينانه ، ددښمن دسترګو خاره

شيخ جميله مجاهده ! دافغان جهاد سالاره

 

دافغان په هر يوکورکي ،نن ماتم جوړه غوغاذه

(( سل دي ومري يودي نه مري))دمشرانو داويناده

په دښمن دي نن اختر دي ، ددوستانو دي ژړاده

 

ستاپه مرګ باندي شهيده . ماژړلي تر سهاره

شيخ جميله مجاهده ! دافغان جهاد سالاره

 

داخاصه دانقلاب ده ، چه خوراک يي خپل بچي وي

ډير څوانان همداسي سوزي ، په همدي اورکي ستي وي

توطئيودي ډير خوړلي ، په کى دالويه پستى وي

 

ته دلوړ همت خاوند وي ، ننګياليه باوقاره

شيخ جميله مجاهده ! دافغان جهاد سالاره

 

بدبختي نفاق زيات شوي، هريودى  دبل سپکه

سړي کومي خواته لاړشي ، پاس اسمان دي لاندي ځمکه

دي حالاتو ليوني کړو، کافو((لام)) کړه لاره ورکه

 

انقلاب په تاميراث شو، دجهاد کاروان سرداره

شيخ جميله مجاهده ! دافغان جهاد سالاره

فضلي