د هيواد حالاتو ته ځغلنده کتنه او څيړنه

داکتر/ مصطفى نيازي

که له يوي خوا د بن پريکړي، بيړنۍ لويه جرګه،د اساسي قانون تصويب، د جمهوري رياست ټولټاکني، د مؤقتې انتقالي او انتخابي ادارې لاسته راوړنې ګڼل کيږي، له بلي خوا، يې ډيرې زياتې نيمګړتياوې او ستونزې هم رامنځته کړي. لومړي داچي د بن پروسته استاځي، د سولي اوديموکراسۍ پلويان اوروڼ اندي پکي نه ول همدا راز،د دواړو لويو جرګو برخه وال جنګي قوماندانان، جنګ سالاران چي موږ يي مجاهدين بولو، سره راغونډ شوي ول د جرګو جريانات خوندور نه ول چي په هومره لګښتونو نه ارزيدلي، پريکړي يي هم له پخوا ټاکلي شوي وي، پهاساسي قانون کي هم د تيرو قوانينو په پرتله کوم خاص نوښتونه نه ترسترګو کيږي، کيداي شواي چي د يوي علمي قانونسازي شورا له خوا قانون جوړ شوي واي اود پارلمان په وسيله تصويب شوي واي نو موږ به دري نيم سوه ميليونه ډالره سپماکړي واي. د جمهوري رياست ټولټاکنې هم ډراماتيکي وي او له لګښتونو پرته يي کوم خاص رول نه درلود، هسي هم کرزي صاحب د افغانستان جمهور رئيس و په پارلماني ټولټاکنو چي څومره لګښتونه وشول، او جنګ سالاران، قدرتمنان اوځيني ناپوهان ئي له پارلماني مصؤنيت او مزو څخه برخورداره کړل چي کارنامې ئي موږ وليدلي اولاره ئي ګورو.

د نړيوالو ځواکونو شتون، ددي پرځاي چي زمونږ دهيواد په سوله، امنيت او بيا رغونه کي رول ولوبوي، د بي امنيتي، بي ثباتي او خرابيو لوي لامل ګڼل کيږي، هغه داچي، هغوي زمونږ ټولنه نه ده مطالعه کړي او له شورويانو څخه ئي هم پند وانه خيست، خلک نن د شورويانو يرغل ته هومره بد نه ګوري لکه چي دوي ته ګوري، شورويان به نارينه او ښځي بي وسلو اوبي محافظينو، د پرګنو په ګڼه ګوڼه کي ګرزيدلاي شول، که کوم ډير مشکوک سړي په هم روسي ته وويل چي (دوست) نو روسي به هم لاس ورته پورته کړ او په خندا به يي ورته وويل چي (دوست) او لاره به ئي ورکړه بله داچي د غوي نظاميان په خپلو پوځي قرارګاو پوري محدود ول. د ملکيانو کورونه به يي زموږ د هستوګني په سيمو کي ول، د سوله ساتو ځواکونو منسوبين خو چي په ښار کي ګرزي هغه هم په شويلو اود ګوليو ضد موټرو کي بيا يي هم کلاشينکوفونه اودهشکي په داسي حال کي چي ګوتي يي په مشاو نيولي وي، زموږ د ب دفاع، بي وسلي او غريبو لارويو اود موټرونو د سپرليو په لور توجيه کړي، تيريږي اوډير په قهر اوغضب زموږ ولسونو ته ګوري، يو وخت زموږ په قانون کي د وسلي توجيه کول هم جرم ګڼل کيده اومجرم به دوه دري مياشتي قيد تيراوه، خو د زورورو او به مخ په پورته ځي ويل کيږي چي امريکايي سرتيرو ته دا حق ورکړل شوي چي که کوم مشکوک کس وويني، ويي وژني بل دا چي ويل کيږي چي زمونږ له دولت څخه يي دا شرط هم ترلاسه کړي چي امريکايي تيري کوونکي او مجرمين به دلته په افغانستان کي نه بلکي په امريکا کي محاکمه کيږي، موږ د پوښتني حق نه لرو په عراق کي يوه امريکايي په يوه ځوانه نجلۍ تيري وکړ او بيا يي هغه دخپلي کورنۍ دريو غړيو په شمول په قتل ورسوله او ددي جرم سزا دا شوه چي هغه کس له دندي ګوښه کړي شي او بس. نو څرنګه به عراقيان خوښ او سوکاله شي يا داچي ده يوه اسراييلي سرباز په سر، چي د حماس د ډلي لخوا يرغمل شوي، تراوسه لسګونه فلسطينيان دهغه په بدل کي وژل شوي، د صدراعظم په کور اودفتر بمباردمانونه وشول اود غزي ښار په کربلا بدل شوي خو نړيوال ضمير او وجدان په پټه خولهپه رډو سترګو ننداري کوي يا داچي دوه اسراييلي سرتيري، چي دلبنان دحزب الله ډلي، او په هغو کي کومو جاسوسانو تښتولي، خوا اسراييلو ته بهانه په لاس ورکړي، او لبنان په کنډواله بدل کړي د اسراييلو تيري ته د نړۍ ابر قدرت، مشروعيت ورکوي، دا به هم هرومرو د صليبي جګړي يوه څنډه وي، ګني، څرنګه کيداى شي چي دومره لوي جرم او تيري ته د ځان نه ددفاع د مشروع حق نوم ورکول کيږي.

زمونږ په هيواد کي په داسي يوه حالت کي چي امن تامين نشو، او دخلکو مال، ناموس او سر خوندي نه دي، اداري فساد اوج ته رسيدلي، اصلا اداره نشته چي پخوا هيڅ وخت هم دغسي حالت نه  ؤ راغلي، د مخدره موادو دکښت او قاچاق له امله زمونږ هيواد په نړۍ کي لومړي مقام ترلاسه کړي اود فقر او سرمايه داري فاصله دلته هره ورځ زياتيږي، لوږه بيکاري، او غربت اخيري حد ته رسيدلي، په بشپړ اکثريت باندي هم له مالي او معيشتي اړخه او هم له سياسي او ټولينز اړخه د يوه موټي لږکي واکمني ده، چي هيڅکه هم دا شان نه وه، او مونږ د تباهۍ کندي ته اچوي، دا چي په ماقبل فيوډالي ټولنه باندي د پانګوالي او هغه د انحصاري پانګوالي نظام تحميلوي، داسي معنا لري لکه چي څوک په يوه کوچني ګيلاس کي غټه هندواڼه ځايوي نو يا خو به ګيلاس ماتيږي او يا هندواڼه، نن چي څومره زمنږ ټلونه په تکليف ده، څوريږي، او دردونه زغمي، همدا د ګيلاس او هندواڼي کيسه ده، دا نه يوازي په اقتصادي لحاظ، بلکي په فرهنګي، کلتوري، عنعنوي، ديني، قومي، ملي او وطني لحاظ هم همدا شان ده نو که له يوي خوا ګيلاس مايتږي، له بلي خوا د هندواڼي هم چندان خوند نشته، نو په داسي يوه وضعيت کي به زمونږ د چارواکو حال څه وي؟

حالاتو زمونږ دولتي زعامت په وعده خلافيو، او حتى قسم خوړونو او بي وفاييو بدل کړي دي هم عجب خلک دي، له هغو ولايتونو څخه چي دوي ته يي د جمهوري رياست په ټولټاکنو کي له ٩٥ څخه تر ٩٧ سلني رايه ورکړي وه، يو تن هم کابيني ته رانه ووست، له هغو څخه چي %٥ رايه يي هم نه ده ورکړي، (٩) تنه وزيران وټاکل شول چي چندان اهليت يي هم نه درلود همدا راز، هغه جنګ سالاران چي دوي يي ډير بد ايسي، په لوړو منصبونو ونازول، خو دوي تري ګڼه وچته نه کړه، او لا يي سرخوږي ورته پيداکړ.

يوه ډيره ناوړه پديده دا ده چي کرزي صاحب کاري ټيم نه لري، دغه خبره هر څوک کوي خو زه به علاوه کړم چي ټيم لري خو کاري نه، بلکي بيکاره ټيم او همدا راز، بيکاره او ناسم مشاورين، که يي ښه مشاورين او ښه کاري ټيم لرلاي، په ملي، سيمه ييزو او نړيوالو چارو او مناسباتو کي به ډير پياوړي او بريالي واى.

ډول پوهيږي چي زمونږ کدري سياست يو مخ خراب سياست دي، اداره مو جوړه نشواي کړاى، د د دولت او خلکو ترمنځ واټن ورځ په ورځ زياتيږي او لاملونه يي هم ډير او څرګند دي چي ملي او نړيوال فکتورونه پکي د خيل دي، که موښه پاليسي جوړوونکي لرلاى نو مونږ به په سيمه کي برلاسي و ښه ګورو چي ګاونډيان په مونږ ملامت دي ددي پرځاي چي مونږ ټول اسناد، مدارک او فکټونه دا اصولي او قانوني، ملي او نړيوالو کانالونو له لاري ورته  څرګند کړو، او ملامت يي کړو، په لوي لاس ځان ورته پړ او دوي ته تقريبا برات ورکوو. هغوي سپين بازان شي، د کرزي صاحب محيط (حلقه به يي نه بولو) په يوه غږ، يو له کندهاره، بل له ننګرهاره، يو له خوسته، بل له زابله، له والي نيولي، تر ولسواله، حتى تر سرتيري پوري، له نړيوالو خبري رسنيو سره د ګاونډيانو لاسوهني غندي او کله کله داسي خبري وکړي چي مونږ ورباندي ګرم بلل کيږو حال دا چي هغه څوک چي ځان اپوزيسيون ګڼي، هغوي د پاکستان د بربنډو مداخلو په وړاندي غلي او خاموش دي، حتى په پاکستان کي دهجرت د کلونو خوږي خاطري بيانوي.

د دواړو هيوادونو د چارواکيو ناندرۍ نړيوالي ميډيا ته راوتلي. زمونږ زعامت يوه ورځ اعلانوي چي چون به ميدان آمدي ميداني ام بله ورځ کرښه راکاږي، او وايي: [ دا د ډيورنډ کرښه ده، دلته زما شينواري دي، هلته ستا شينواري دي، دلته زما مومند اوسيږي، هلته ستا مومند اوسيږي، دلته زما بلوچ دي، هلته ستا بلوچ دي، دا زما ده هغه ستا ده] نو زمونږ ډير پخوانۍ ادعا يي، چي وايو، تر جهلمه زمونږ خاوره ده، له خاورو سره خاوري کړه، دا څرګندوني په خپله د کرښي رسميت نه ښيي؟ په دي کرغيړنه کرښه  خو مو په ميليونونو شهيدان ورکړل، نو زمونږ د دولت مشاورين چي دا دومره لوړي تنخوا ګاني اخلي، آيا دوي ته به حرامي نه وي؟

يو ځل بيا په کندهار کي زمونږ زغيم لوړه وکړه چي که امنيت تامين نه کړم استعفا به وکړم، دي اعلان د هغه مخالفين يوي وړي شانتي کودتا ته چي له پخوا يي ورته کار کړي وو وهڅول، او د غبرګولي د اتمي اړودوړ يي رامنځته کړ. هغوي نړيوالو ته وښودله چي امنيت تامين نه دي نو يي نه يواځي دا چي په مونږ لوړه واړوله، ځيني امتيازات يي هم راڅخه تر لاسه کړل اود راتلونکيو اړو دوړونو او زور ازموينو پرکټيس يا ازموينه وشوه تر دي چي د ترهګرو او دهشتګرو حوصله افزايي يي وکړه او هغوي ته هم اندازه ولګيده چي امنيتي څواکونه کمزوري دي نو پايله يي د وروستيو شپو ورځو چاودني او بم ايښودني شوي د کرزي صاحب د ايران سفر هم دده لپاره چندان نيکمرغه نه و ښايي له احمدي نژاد سره يي پټي څه خبري کړي وي چي غربيان ورباندي خبر شوي وي اود پورتنۍ پيښي يو لامل و اوسي، ځکه په يوه خوله نړيوالو مطبوعاتو، زمونږ  د دولت خلاف پروپاګندي راپورته يو لامل و اوسي،  ځکه په يوه خوله نړيوالو مطبوعاتو زمونږ ددولت خلاف پروپاګنډي راپورته کړي هلته د علي احمد جلالي صاحب دلته د اشراف غني احمدزي هلته د پاکستاني ليکوال احمد رشيد صاحب دلته د اپوزيسيون څرګندوني، تحليلونه او مقالي په زور او شور د امريکايي او اروپايي معتبرو ورځپانو سر مقالي شوي په ډيرو معتبرو خبري رسنيو کي زمونږ ددولت ناکامي او ضعف هره ورځ بيان شو، تر دي چي ده هم له نړيوالو دوستانو څخه ناهيلي او نارضايتي څرګنده کړه نو ورځ په ورځ زمونږ د زعامت تله سپيکيدله، په تيره بيا هغه مهال چي ده دغبرګولي د اتمي د تاوتريخوالي ماجرا غوښتونکي مجازات نه بلکي مکافات کړل اود نړيوالو خبري رسنيو په وينا چي ديارلس تنه هغه کسان چي د بشر حقوق يي تر پښو لاندي کړي، او لاسونه يي د خلکو په وينو سره  ول په مهمو دندو وګومارل شول، ددي ټولو کميو اونيمګړتياوو له کبله ددولت پاڼه څه ناڅه ژيړه ښکاريده، حتى على البدل يي هم تبلغيده، خو د امريکي د باندينيو چارو د وزيري راتګ او د ده په ادرس دوو دريو خبرو هرڅه بدل کړل تردي چي جاپان لږ څه وړاندي ويلي ول چي مونږ به داسي بي کفايته دولت ته نوري مرستي ورنکړو خو همغه جاپان هم نرم شو، خپلي خبري يي بيرته واخيستلي او کرزي صاحب هم ډير خوښ او مطمين راڅرګنديږي، جاپان ته ولاړ او لاسته راوړني به هم ولري.

يو وخت به د پاکستان وزير اعظمانو ځان ته ډير وياړ او فخر ګاڼه چي له امريکي سره ښي اړيکي لري او امريکا په ښه سترګه ورته ګوري بينظير بوټو به ويل چي بل کلنټن مي کلاس فيلو (ټولګيوال) دي او نواز شريف به ويل چي هغه هم تاجر دي او زه هم تاجر يم، زمونږ ډيري ښي اړيکي دي او څه ناڅه شريکان هم يو نو په ما د هيچا زور نه رسيږي بينظيري به ويل چي په ماد چازور نه رسيږي هغوي دواړو په حقه ول ، ريښتيا هم داسي وه زمونږ د کرزي صاحب دي خداي جل جلاله مل شي، او هيچا ته دي اړنه وي توکل دي يي په خدي جل جلاله وي اود ملت باور دي يي ترلاسه شي ، که زمونږ مشوري ومني، مونږ امنيت راوستاي شو خو يوه ستر عالم ډير پخوا يوه خبره کړي وه [ برياليتوب يوازي د هغه چا په برخه کيږي چي په پرګنو باور ولري او د ولسونو په ژوند بښونکي خلاقه چينه کي د باور او اعتماد غسل وکړي.

په خلکو باور ډير اسانه کار دي خو د خلکو باور او اعتماد تر لاسه کول ډيري زياتي قربانۍ غواړي زمونږ د سيمي شاعر علامه اقبال وايي:

خودے کو کربلند اتنا که هر تقدير سے پهلے # خدا خود بندے سے پوچهے بتا تيرا رضا کيا هے

يعني ځان دومره اوچت کړه چي له هر تقديره وړاندي خداي جل جلاله  پخپله له بنده وپوښتي چي ووايه، ستا رضا څه ده؟