غزل
خپــــــــلې جذبې مې زوروي جانانه
یم کونړ سیند په څېر باغي جانانه

لږ د هغــــــــــو لېمو زیارت خو وکړه
یو اباسین چې تویه وي جــــــــــانانه

مونږ مســـــــــــــتقبل نه ناخبره خلق
یوازې ویاړو په ماضي جـانانه

زما د چم زلمي په دې عصر کې
لمر لا په ګوته پټوي جـــــانانه

یوه مېمونه مې ځکه هېره شوله
اوس مې زلمي حلالوي جانانه

ظفره! ستا او د رســــــــۍ ترمنځه

فاصله کمه ده ،بیخي جـــــــــانانه

ظفرکریمي کراچۍ