د استرالیا د سمندري توقیف خونو څخه چې د پاپوا نیو ګینیا او نایرو هیوادونو کې موقعیت لري په لسګونو کډوالو چې پناه غوښتنې یې لږترلږه دوه ځلې رد شوي د پیسو په بدل کې خپلو هیوادونو ته د بیرته ستنیدو پریکړه کړې.

په دې روستیو کې د استرالیا حکومت د کډوالو پالیسي د سختو کورنیو او نړیوالو نیوکو او فشارونو سره مخ ده، نو له همدې امله دغه هیواد هڅې پیل کړي تر څو له دغو سمندري توقیف خونو کډوال وباسي او ژرترژره یې بندې کړي.

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړې چې د یوې میاشتې راهیسې د مهاجرت چارواکي هڅه کوي چې رد شوي پناه غوښتونکي دی ته اړ کړي ترڅو د (۲۵۰۰۰) ډالرو پیسو وړاندیز قبول کړي او خپلو هیوادونو ته ستانه شي، که نه د قانون له مخې به په زور وشړل شي.

له دغو توقیف خونو څخه یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، "د مهاجرت چارواکو د فشارونو او تهدیدونو تر زیاتیدو وروسته ۲۹ پناه غوښتونکو دغه وړاندیز قبول کړې، چې ۱۴ کسان یې تیره اوونۍ خپلو هیوادونو ته لیږدول شوي او ۱۵ نور به هم ډیر ژر انتقال کړل شي. د سرچینې په وینا دغو کسانو د تیرو څلورو کلنو راهیسي په دغه توقیف خونو کې د قبلیدو په هیله ژوند کولو."

د مانوس توقیف خونه چې د پاپوا نیوګینا هیواد کې موقعیت لري د دغه هیواد د سترې محکمې لخوا کابو لس میاشتې وړاندې غیر قانوني اعلان شوې وه او د تړلو حکم یې هم صادر شوې وه، خو د استرالیا د حکومت په مالي ملاتړ یاد شوې توقیف خونه لا اوس هم فعالیت کوي.